تازه سرليکونه
د (فتوا طلاق) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: ایا په زوره طلاق واقع کیږي؟
 
  August 22, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


د صادرې شميره : (٩٥۴)

د اوسېدو ځای: ارزګان 

سوال : په زور باندی یو چاته طلاق ورکول څنګه دی مثلآ ( که یو څوک زورور وي او بل  نفر یې تر لاس لاندي وي او  ورته ووایي چي درې ډبري وغورځوه او طلاق واخله نو داسړی طلاق اخلي خو بیا چي د زورور د قبضی څخه ووزي، نو هغه کارکوی چي  هغه کاریې  معلمی ده په یو مکتب کي)  نو دا طلاق یې څنګه سو  او يا داسي وکړي چي  څوک د خپلي چالاقۍ  په اساس د ط پر ځای ت ووایي لکه تلاق داڅنګه دی ؟

جواب : 

حامداً و مصلياً

الف: که په چا په زوره طلاق واچول سي طلاق واقع کيږي.

باء: د ډبرو په غورځولو طلاق نه واقع کيږي البته که و ډبرو ته په اشاره کولو په خوله هم ووايي چي دونه واري طلاقه ده، د ډبرو په شمير طلاق واقع کيږي.

جيم: که څوک په دې نيت چي طلاق واقع نه سي د طلاق تورى په نورو تورو  واړوي مثلاً تلاق، تلاغ، تلاک ورته ووايي ديانة يعنى دده او رب ترمنځ دده په دې وينا ښځه نه پر طلاقيږي او که موضوع محکمې ته راجع سي په قضاء کي دده نيت نه منل کيږي، بلکي قاضي به د طلاق واقع کېدلو حکم کوي.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱): إذَا قَالَ أَنْتِ طَالِقٌ مِثْلَ عَدَدِ كَذَا لِشَيْءٍ لَا عَدَدَ لَهُ كَالشَّمْسِ وَالْقَمَرِ وَمَا أَشْبَهَ ذَلِكَ فَهِيَ وَاحِدَةٌ بَائِنَةٌ وَإِذَا قَالَ لَهَا أَنْتِ طَالِقٌ كَعَدَدِ الْأَلْفِ أَوْ كَعَدَدِ ثَلَاثٍ أَوْ مِثْلُ عَدَدِ ثَلَاثٍ فَهِيَ ثَلَاثٌ فِي الْقَضَاءِ وَفِيمَا بَيْنَهُ وَبَيْنَ اللَّهِ تَعَالَى. الفتاوی الهندیه: ج۱، ص۳۷۰، فی تشبیه الطلاق ووصفه.

(۲): يَقَعُ طَلَاقُ كُلِّ زَوْجٍ إذَا كَانَ بَالِغًا عَاقِلًا سَوَاءٌ كَانَ حُرًّا أَوْ عَبْدًا طَائِعًا أَوْ مُكْرَهًا. فتاوی هندیه: ج۱، ص۳۵۳

(۳): رَجُلٌ قَالَ لِامْرَأَتِهِ ترا تَلَاقَ .هَاهُنَا خَمْسَةُ أَلْفَاظٍ تَلَاقٌ وَتُلَاغَ وطلاغ وَطَلَاك وَتَلَاك عَنْ الشَّيْخِ الْإِمَامِ الْجَلِيلِ أَبِي بَكْرٍ مُحَمَّدِ بْنِ الْفَضْلِ رَحِمَهُ اللَّهُ تَعَالَى أَنَّهُ يَقَعُ وَإِنْ تَعَمَّدَ وَقَصَدَ أَنْ لَا يَقَعَ وَلَا يُصَدَّقُ قَضَاءً وَيُصَدَّقُ دِيَانَة. الفتاوي الهنديه: ج١، ص٣٥٧، في ايقاع  الطلاق.

(۴): قال جمهور الفقهاء غير الحنفية : إن الإكراه يؤثر في التصرفات فيجعلها باطلة. الفقه الاسلامي: ج۴، ص۲۱۵


جواب: مولوي عبدالهادي اغا 
الجواب صحيح:مولوي عبدالغفار حسني و مولوي سيد عبدالباري و مولوي رفيع الله
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته