تازه سرليکونه
د (فتوا حلال او حرام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: که د کوربه ډوډۍ حرامه وي نو مېلمه
 
  July 21, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


د صادرې شميره : (٩١٠)

نوم:  رشید
           
سوال: که کوربه مېلمه ته ډوډۍ د حرامو څخه ورکوي، ميلمه د شرم له وجهي انکار نه سي کولاى نو د ميلمه د پاره څه حکم دى؟  

 جواب : 

حامداً و مصلياً

که ميلمه ته يقيناً دا معلومه سي چي دا ډوډۍ حرامه ده، بيا ئې خوړل ورته حرام دي البته که د يوکس غالب  مال حرام وي نو په کار داده چي د هغه ډوډۍ ونه خوړل سي او  نه هديه ځني قبوله سي او که هغه ورته ووايي چي دغه شى چي زه ئې تاته درکوم دا په حلاله طريقه لاس ته راغلى دى،  نو بيا ئې خوړل ورته جائز دي. 

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): أهدى إلى رجل شيئا أو أضافه إن كان غالب ماله من الحلال فلا بأس إلا أن يعلم بأنه حرام ، فإن كان الغالب هو الحرام ينبغي أن لا يقبل الهدية ، ولا يأكل الطعام إلا أن يخبره بأنه حلال ورثته أو استقرضته من رجل ، كذا في الينابيع. الفتاوي الهندية: ج٥، ص٣٤٢. مکتبه رشيدية.

(٢): اگر يه معلوم ہے که عمر سود حرام کا کهانا کهلاتا ہے تو اس کا کهانا حرام ہے. فتاوي محمودية: ج١٨، ص١٣٥، للعلامة مفتي محمود حسن ګنګوهي رحمة الله علیه (مفتي سابق دارالعلوم دیوبند-هند) 

جواب: مولوي عبدالغفار حسيني 
الجواب صحيح:مولوي عبدالهادى اغا،  مولوي سيد عبدالباري و مولوي رفيع الله 
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته