تازه سرليکونه
د (فتوا طهارت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: یوازي په اوبو استنجاء وهل څنګه ده؟
 
  July 15, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


د صادرې شميره : (٩٠١)

نوم: ارشاد 

سوال : بعضي وختونو کي سړى حمام ته ځي نو هلته د حاجت پور کولو په وخت کي داسي څه نه وي چي څوک ورباندي استنجاح ووهي، نو په اوبو باندي  استنجا کيږي او که نه؟

جواب : 

حامداً و مصلياً

د انساني حاجت د پوره کولو وروسته که څوک، ډبره يا لوټه او يا تشناب کاغذ استعمال نه کړي بلکي فقط په اوبو ځان پاک کړي دا هم جواز لري، خو اوبه دي هغه مهال استعمال کړي چي د بولو څاڅکي ئې ودريږي، دا که و ځان ته په حرکت ورکولو يا د غاړي په تازه کولو وي او يا داچي د اوبو د استعمال پر مهال ځان کښيکاږي څو د بولو څاڅکي ئې بندي سي. 

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): يلزم الرجل الاستبراء حتى يزول أثر البول ويطمئن قلبه على حسب عادته إما بالمشي أو التنحنح أو الاضطجاع أو غيره ولا يجوز له الشروع في الوضوء حتى يطمئن بزوال رشح البول. نور الايضاح: ص٢٧.
(٢): عبر باللازم لافه اقوى من الواجب لغوات الصحة بفوته حتي کان ترکه من الکبائر. حاشيه لمولانا اعزاز على رحمه الله. نور الايضاح: رقم٨ على متن الفوق.

جواب: مولوي سيد عبدالباري
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي اغا و مولوي عبدالغفار حسيني و مولوي رفيع الله 
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته