تازه سرليکونه
د (فتوا طهارت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: د چا چي اودس نه وچیري
 
  October 13, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


د صادرې شميره : (۹۹۸)

نوم: عبدالمالک مسلم 

سوال :  د طهارت په عرصه کي لږ مشکل لرم، هغه دا چي اودس مي نه وچیږي، هر څومره چي اودس وچ کړم، خو چي کله ولاړ سم بیا هم تش میتیازي بهیږي زه باید څه وکړم، او د شریعت حکم څه دی؟ 

 جواب : 

حامداً و مصلياً

ته به د هر وخت له پاره اودس کوې ، د وخت په وتلو سره ستا اودس هم ماتېږي ، مثلاً د ماپښين وخت چي کله داخل سي ته به اودس کوې ، په همدغه اوسه سره په همدغه وخت د ماپښين کي ، د ماپښين مکمل لمونځ هم کولاى سې او نفل هم . 
 
  البته سړى هغه وخت معذر ګرځي ، چي  د اودس او لمونځ کولو هومره وخت بې عذره پيدا نه کړي مثلاً د بولو څاڅکي يې ونه درېږي ، کله چي يووخت دا ډول حالت ورته پېښ سي  نو دى  معذر بلل کېږي ، وروسته که په ټول وخت کي يو ځل هم مخکي عذر ورته پېښ سي ، نو بيا هم معذر دئ او که پوره يو وخت دا عذر  پېښ نه سي ، بيا نو دى معذر نه بلل کېږي بلکي صحيح بلل کیږي . 

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١) : وتتوضأ المستحاضة ومن به عذر كسلس بول واستطلاق بطن لوقت كل فرض ويصلون به ما شاء وامن الفرائض والنوافل ويبطل وضوء المعذورين بخروج الوقت فقط متى يثبت العذر ولا يصير معذورا حتى يستوعبه العذر وقتا كاملا ليس فيه انقطاع بقدر الوضوء والصلاة وهذا شرط ثبوته وشرط دوامه وجوده في كل وقت بعد ذلك ولو مرة وشرط انقطاعه وخروج صابحه عن كونه معذورا خلو وقت كامل عنه. ( نور الايصاح : ص، ٥١: حنفيه ، باب الحيض ، ايضاً قال فى حاشية الطحاوي على مراقى الفلاح ومراقى الفلاح شرح نور الايصاح : ص ٨٠ ، قديم ارام باغ کراچي )

جواب: مولوي سيد عبدالباري
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي اغا و مولوي عبدالغفار حسيني
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته