تازه سرليکونه
د (فتوا بېلابېل مسائل) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: په یوه شعبه کي په لوړ ږغ قرائت ویل
 
  June 17, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


مسلسله شمېره : (٨۴۳)

نوم: محمدى
                                                 
سوال : په يو کار ځاى يا   شعبه کي په لوړ اواز سره د قران کريم  ، نعت شریف ، حمد ، دا سی نور  اسلامي شیانو اورېدل  جایز دی او که نه ؟ 

 جواب : 

حامداً و مصلياً

په ياد سوي ځايونو کي د قرانکريم تلاوت يا نور اذکار په لوړ اواز کول په هغه صورت کي جواز لري، بلکي ثواب لا هم پر ورکول کیږي چي نورو کسانو ته تکليف ورنه کړي يعني هغوی ئې هم په ذوق او ښه زړه ورسره اوري، او که د نورو مزاحمت کوي، هغوی په کارونو لګيا وي او دى په لوړ اواز قرائت ورته وايي او يا ئې اوري دا بيا ګناه بلل کيږي، البته د خپل ځان سره ئې قرار تلاوت کولاى سي.  


ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): الْكَلَامُ مِنْهُ مَا يُوجِبُ أَجْرًا كَالتَّسْبِيحِ وَالتَّحْمِيدِ وَقِرَاءَةِ الْقُرْآنِ وَالْأَحَادِيثِ النَّبَوِيَّةِ وَعِلْمِ الْفِقْهِ ، وَقَدْ يَأْثَمُ بِهِ إذَا فَعَلَهُ فِي مَجْلِسِ الْفِسْقِ وَهُوَ يَعْلَمُهُ لِمَا فِيهِ مِنْ الِاسْتِهْزَاءِ وَالْمُخَالَفَةِ لِمُوجِبِهِ . الفتاوي الهنديه : ج٥ ، ص٣١۵ ، الباب الرابع في الصلوة والتسبيح . 

(٢): يُكْرَهُ أَنْ يُقْرَأَ الْقُرْآنُ فِي الْحَمَّامِ ؛ لِأَنَّهُ مَوْضِعُ النَّجَاسَاتِ ، وَلَا يُقْرَأُ فِي بَيْتِ الْخَلَاءِ . الفتاوي الهنديه : ج٥ : ص٣١٦.

الجواب: مولوي عبدالهادي اغا 
الجواب صحيح : مولوي سيد عبدالباري و مولوي عبدالغفار حسيني
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته