تازه سرليکونه
د (فتوا بېلابېل مسائل) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: ښځه خپل ورېښتان په څه شي پاک کړي؟
 
  April 4, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


مسلسله شمېره : (٦۵۷)

سوال : ایا ښځه کولای سي چي خپل د بدن یعنی د بغل اونور  اضافه وریښتان د سرخریلو او یا د ږیری خریلو په ماشین پاک کړي؟

 جواب : 

حامداً و مصلياً

ښځه کولاى سي چي اضافه (دبغل او تر نامه لاندي) وريښتان د سر خريلو په ماشين او يا په بل شي سره ليري کړي، البته فقهاء کرامو ليکلي دي چي د ښځي لپاره اصلي طريقه د وريښتانو کښل دي، چي  په طبي لحاظ هم ورته ګټوره طريقه ده. نن سبا د وريښتانو د کښلو لپاره ښه مجرب کريمان جوړ سوي دي د هغو استعمال هم صحيح دى.

جواب: مولوي سيد عبدالباري
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي اغا 
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١):فَقَال الْحَنَفِيَّةُ : السُّنَّةُ الْحَلْقُ لِلرَّجُل ، وَالنَّتْفُ لِلْمَرْأَةِ وَقَال الْحَنَابِلَةُ : لاَ بَأْسَ بِالإْزَالَةِ بِأَيِّ شَيْءٍ ، وَالْحَلْقُ أَفْضَل، اتَّفَقَ الْفُقَهَاءُ عَلَى أَنَّ الاِسْتِحْدَادَ سُنَّةٌ لِلرِّجَال وَالنِّسَاءِ عَلَى السَّوَاءِ. الموسوعة الفقهية: ج٣، ص٢١٦- ٢١٧. طبع چاپ وزارة الاوقاف کال ١٤١٤ ه ق
 

سرته