تازه سرليکونه
د (فتوا معاملات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: ګرو سوی کور په کرایه ورکول
 
  May 11, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


د صادرې شميره : (۸۰۵)

نوم: محمد عثمان شيرزى وردګ
 
سوال :که يو څوک يو کور ګرو کړي د يو څو روپيو په مقابل کي هغه بيا بل چاته په کرايه ورکړي نو دا پيسې چي دده په لاس ورځي دا څنګه پيسې دي ايا کوم مشکل خو به نه لري؟

 جواب : 

حامداً و مصلياً

په ګروي سره شى اخيستل جائز دى، دا کومي پيسې چي  دى ورکوي دا قرض دى، او دغه شى چي ده په ګرو اخيستى دی دا د قرض د نه سوځولو لپاره وثيقه ده، که چيري دده پور وسوځل سي،  دى به خپل پور ددغه ګروی څخه تر لاسه کړي، ليکن ددغه ګروي څخه د کرايې وغيره فائده اخيستل ناجائز دى.(٢)

جواب: مولوي عبدالهادي اغا
الجواب صحيح: مولوي سيد عبدالباري و مولوي عبدالغفار حسيني
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): وَإِنْ كُنْتُمْ عَلَى سَفَرٍ وَلَمْ تَجِدُوا كَاتِبًا فَرِهَانٌ مَقْبُوضَةٌ. الاية: پاره٣، ص٢٨٢.
(٢): وفى الدرالمختار: لا الانتفاع به مطلقا.. لا بالا استخدام ولا سکنى ولا لبس ولا اجارة ولا اعارة سواء کان من مرتهن او راهن. ج٥، ص٣٤٢. طبع رشيديه.
(٣): وفي الشامى: قلت والغالب من أحوال الناس أنهم إنما يريدون عند الدفع الانتفاع ، ولولاه لما أعطاه الدراهم وهذا بمنزلة الشرط ، لأن المعروف كالمشروط وهو مما يعين المنع. شامى: ج٥، ص٣٤٣. کتاب الرهن،طبع رشيديه.
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته