تازه سرليکونه
د (فتوا لمونځ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: تر وترو وروسته نفل کول څنګه دي؟
 
  March 31, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


مسلسله شمېره : (٣٧٣)

نوم: عبدالعزيز

د اوسېدو ځای: پاکستان

سوال :د وترو څخه وروسته دوه رکعته نفل کول په ناسته باندي جواز لري او که يې نه لري؟
 
جواب : 

حامداً و مصلياً

دوه رکعته نفل تر وترو وروسته جائز دي، البته بلاعذره په ناسته سره نفل کول ثواب يې نیمایي دى او په ولاړه کول يې ثواب پشپړ دى او  د رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه دواړي طريقې ثابتي دي.
البته مستحب طريقه داده چي څومره نفل انسان کوي هغه دي تر  وترو مخکي وکړي او وتر دي په اخر کښي وکړی، تر  وترو وروسته دي نفل نه کوي که څه هم کول يې مباح دي. 

جواب: مولوي عبدالغفار  حسیني
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي اغا و مولوي سيد عبدالباري
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان


ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱):عَنْ أَبِى سَلَمَةَ قَالَ سَأَلْتُ عَائِشَةَ عَنْ صَلاَةِ رَسُولِ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم فَقَالَتْ: كَانَ يُصَلِّى ثَلاَثَ عَشْرَةَ رَكْعَةً يُصَلِّى ثَمَانَ رَكَعَاتٍ ثُمَّ يُوتِرُ ثُمَّ يُصَلِّى رَكْعَتَيْنِ وَهُوَ جَالِسٌ فَإِذَا أَرَادَ أَنْ يَرْكَعَ قَامَ فَرَكَعَ ثُمَّ يُصَلِّى رَكْعَتَيْنِ بَيْنَ النِّدَاءِ وَالإِقَامَةِ مِنْ صَلاَةِ الصُّبْحِ. مسلم: ج١، ص٢٦٨، کتاب صلوة المسافرين ،باب صلوة الليل وعد رکعات النبى صلى الله عليه وسلم .

(۲): (وَيَتَنَفَّلُ قَاعِدًا مَعَ الْقُدْرَةِ عَلَى الْقِيَامِ ابْتِدَاءً وَبِنَاءً )أَمَّا الِابْتِدَاءُ فَلِقَوْلِهِ عَلَيْهِ الصَّلَاةُ وَالسَّلَامُ { مَنْ صَلَّى قَائِمًا فَهُوَ أَفْضَلُ وَمَنْ صَلَّى قَاعِدًا فَلَهُ نِصْفُ أَجْرِ الْقَائِمِ } وَالْمُرَادُ بِهِ النَّفَلُ فِي غَيْرِ حَالَةِ الْعُذْرِ.....الخ. بتيين الحقائق: ج١، ص١٧٥، کتاب الصلوة باب الوتر والنوافل، طبع مکتبه امداديه.

(۳): احسن الفتاوی: ج۳، ص۵۰۶
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته