تازه سرليکونه
د (فتوا لمونځ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: زما د خولې بوی ځي مسجد ته ولاړسم؟
 
  March 22, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


مسلسله شمېره : (۶۶۷)

                
سوال : زما د خولې څخه بوئ ځي. نو ايا زه جماعت لمونځ وکړم او که يا ، ولي چي کوم وخت زه د جماعت لمونځ کوم نو نور مقتديان راڅخه په تکليف کېږي.

جواب : 

حامداً و مصلياً

د کوم کس چي د خولې څخه دا ډول بوى ځي(١) ،چي د هغه بوی لکبله څخه نورو خلګو ته په مسجد او صف کي تکليف رسيږي، نو له دغه کس څخه د جماعت لمونځ ساقط دى او مسجد ته به نه ورځي، کور به لمونځ کوي. (۲)

البته د شرعي حکم پر بناءله مسجد څخه منع کړل سو، د ثواب څخه نه محرومه کيږي.

جواب: مولوی عبدالغفار  حسیني
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي اغا و مولوی سید عبدالباری
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱): وَأَكْلُ ثُومٍ ، وَيُمْنَعُ مِنْهُ ؛ وَكَذَا كُلُّ مُؤْذٍ وَلَوْ بِلِسَانِهِ. الدرالمختار، وَكَذَلِكَ أَلْحَقَ بَعْضُهُمْ بِذَلِكَ مَنْ بِفِيهِ بَخَرٌ أَوْ بِهِ جُرْحٌ لَهُ رَائِحَةٌ. الدرالمختار مع ردالمحتار: ج١، ص٤٨٩. کتاب الصلوة باب ما يفسد الصلوة و ما يکره. مطلب في احکام المسجد. طبع رشيديه.

(۲): وإذا انقطع عن الجماعة لعذر من أعذارها المبيحة للتخلف يحصل له ثوابها. نورالایضاح: ص۷۸. مکتبه حنفیه.

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته