تازه سرليکونه
د (فتوا معاملات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: که یوه خور خپل میراث ونه غواړي
  تعلیم الاسلام
  January 2, 2013
  0

 تعلیم الاسلام دارالافتاء

 
مسلسله شمېره : (۳۵۰)
 
نوم : عبد الحفیظ
 
د اوسيدو ځای : پاکستان،پیښور 
 
سوال : يوه ښځه ده پلار او مور يې مړه دي ، د کاکا د زوي سره يوځاي کور کې ژوند کوي ، خپله ځمکه او جائداد کې برخه ووايې چې زه يې د کاکا د ځوي څخه نه غواړمه  ايا دا د بخښلو په معنى سره راځي او که مطلق همدا شخص ترينه مراد وي
 
جواب : 
 
حامداً  و مصلیاً
 
محترمه! که دغه الفاظ واقعاً دغه ښځي ویلي وي نو په دې الفاظو باندي بخښنه راتلای سي البته دغه کوم جایداد چي بخښل کیږي ، دا به معلوم او د نورو د حصو څخه به جلا وي او ددې ترڅنګ د کاکا د زوی لخوا څخه قبضول هم غواړي. 
 
جواب : مولوی شاه ولي الله  
الجواب صحیح : مولوي عبدالهادي آغا او مولوي سید عبدالباري
تعلیم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
ـــــــــــــــــــــ
(۱): کما في الهندیة: وَالْأَصْلُ فِي هَذِهِ الْمَسَائِلِ أَنَّهُ إذَا أَتَى بِلَفْظٍ يُنْبِئُ عَنْ تَمْلِيكِ الرَّقَبَةِ يَكُونُ هِبَةً ، وَإِذَا كَانَ مُنْبِئًا عَنْ تَمْلِيكِ الْمَنْفَعَةِ يَكُونُ عَارِيَّةً ، وَإِذَا احْتَمَلَ هَذَا وَذَاكَ يُنَوَّى فِي ذَلِكَ... قَالَ لِآخَرَ ( اين چيزترا ) فَهُوَ هِبَةٌ يُشْتَرَطُ فِيهَا الْقَبْضُ. الهندیة، ج۴، ص۳۷۵ ، کتاب الهبة ، طبع رشیدیة .
 
(۲): کما في الدر مع الرد: (وتتم الهبة بالقبض الكامل )...( ولو الموهوب شاغلا لملك الواهب لا مشغولا به )... ( والأصل أن الموهوب إن مشغولا بملك الواهب منع تمامها وإن شاغلا لا ). ج۵، ص۶۹۰، کتاب الهبة، طبع: ایچ ایم سعید. 
 
(۳): وفي الهندیة: وَأَمَّا رُكْنُهَا فَقَوْلُ الْوَاهِبِ : وَهَبْتُ ؛ لِأَنَّهُ تَمْلِيكٌ وَإِنَّمَا يَتِمُّ بِالْمَالِكِ وَحْدَهُ ، وَالْقَبُولُ شَرْطُ. ج۴، ص۳۷۴، کتاب الهبة ، طبع: رشیدیه کتب خانه . 
 
(۴): ہیبہ نامہ مکمل ہونے کیلۓ موھوب لۂ کا قبضہ ضروری ہے. فتاوی محمودیة، ج۱۶، ص۴۷۰، کتاب الهبه، طبع: فاروقیة کراچي.  

 

سرته