تازه سرليکونه
د (فتوا روژه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: پر دوو روژو ماتولو څو کفارې کیږي؟
 
  July 28, 2012
  0

 سوال: که چيري يو څوک په روژه کي په قصد سره روژه ماته کړي پر دغه شخص باندي خو کفاره لازمه سوه او قضا به يې هم را وړي که چيري دى په دې روژه کي یوه یا دوې نوري روژې قصدا ماتي کړي ایا پردا ټولو يوه کفاره لازميږي او که هره روژه ځان ته جلا جلا کفاره لري؟


 د سوال نوم: صالح محمد “دروېش”

جواب: د روژې په میاشت کي چي څوک د شپې روژه نیت کړي سپېدې پر وچاودي او یا د سپېدو څخه وروسته روژه نیت کړي او بیا يې قصدا ماته کړي یوه قضا او شپېته ورځي د کفاري پر لازمیږي. که د کفاري د  ادا کولو دمخه یوه یا څو نوري روژې قصدا ماتي کړي د ټولو د پاره یوه کفاره کفایت کوي او که د اولي روژې کفاره ورکړي او د هغه وروسته بله روژه قصدا ماته کړي د هغه د پاره به بله کفاره ورکوي .د روژې د میاشتي څخه ماسوا د بلي هري روژې دا که نفلي وي او که د کفارې یا قضائي روژه وي په قصدا خوړلو کفاره نه لازمیږي.

 په عالم ګیري کي وايي :  وَمَنْ لَمْ يَنْوِ رَمَضَانَ كُلَّهُ صَوْمًا ، وَلَا فِطْرًا فَعَلَيْهِ قَضَاؤُهُ كَذَا فِي الْهِدَايَةِ . وَلَا كَفَّارَةَ بِإِفْسَادِ صَوْمِ غَيْرِ رَمَضَانَ كَذَا فِي الْكَنْزِ. او که څوک د روژې ټوله میاشت نه د روژې نیولو نیت وکړي او نه يې د ماتولو نیت وکړي یعني میاشت همداسي پر تېره سي پر هغه باندي یوازي قضا لازمیږي او همدا راز د روژې د میاشتي څخه ماسوا د بلي روژې په قصدا خوړلو کفاره نه لازمیږي.
 
په مبسوط کي وايی : وَإِنْ جَامَعَهَا ثَانِيًا فِي الشَّهْرِ فَعَلَيْهِ كَفَّارَةٌ وَاحِدَةٌ عِنْدَنَا وَعِنْدَ الشَّافِعِيِّ رَحِمَهُ اللَّهُ تَعَالَى عَلَيْهِ كُلُّ يَوْمٍ كَفَّارَةٌ .. فَإِنْ أَفْطَرَ فِي يَوْمٍ وَكَفَّرَ ثُمَّ أَفْطَرَ فِي يَوْمٍ آخَرَ فَعَلَيْهِ كَفَّارَةٌ أُخْرَى إلَّا فِي رِوَايَةِ زُفَرَ عَنْ أَبِي حَنِيفَةَ رحمة الله علیه

که په دې میاشت کي يې دوهم ځل بیا په جماع روژه قصدا ماته کړه د دواړو د پاره یوه کفاره لازمیږي او د امام شافعي رحمة الله علیه په آند د هري ورځي د پاره بيلي، بيلي کفاره لازمیږي او که یوه روژه ماته کړي اوکفاره يې ادا کړي بیا بله روژه ماته کړي نو بله کفاره پر لازمیږي البته زفر رحمة الله علیه چي د امام صاحب رحمة الله علیه څخه روایت کړی دئ هلته وايی یوه کفاره دلته هم کفایت کوي .                                                                                 
مولوي محمد عمر خطابي
 
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله- ۴ ګڼه
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته