تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د صالحي کورنۍ جوړولو لاري چاري (لومړۍ برخه)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  October 25, 2023
  0

 

ليکوال:   نجيب جلواح حفظه الله ورعاه
ژباړن او ترتيبوونکی: نعمت الله شاکر/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د صالحي کورنۍ جوړولو لاري چاري
(لومړۍ برخه) 


الحمد لله والصلاة علی رسول الله.


ټولو ته واضحه او معلومه ده، چي د کورنۍ اصلاح د ټولني د اصلاح اساسي عامل دی؛ ځکه کورنۍ د ټولني د خښتي حيثيت لري. که خښتي پخې او سالمي وي، نو تعمير به پوخ او سالم وي او که خښتي اومې، ماتي او کږې وي، نو تعمير هم سالم نسي پاتېدلای.


پر انسانانو باندي د الله تعالی د نورو عظيمو احساناتو تر څنګ دا هم عظيم احسان دی، چي د بشري نسل د اصلاح او روزني لپاره ئې داسي د قوي او بشپړو بنسټونو لرونکی منهج رالیږلی دی، چي په عملي کولو سره ئې انساني ټولنه د ټولو نيکمرغيو څخه برخمنه  او د هري بدمرغۍ څخه ژغورل کيږي.


الله تعالى فرمايي:
يَا أَهْلَ الْكِتَابِ قَدْ جَاءَكُمْ رَسُولُنَا يُبَيِّنُ لَكُمْ كَثِيرًا مِّمَّا كُنتُمْ تُخْفُونَ مِنَ الْكِتَابِ وَيَعْفُو عَن كَثِيرٍ قَدْ جَاءَكُم مِّنَ اللَّهِ نُورٌ وَكِتَابٌ مُّبِينٌ - يَهْدِي بِهِ اللَّهُ مَنِ اتَّبَعَ رِضْوَانَهُ سُبُلَ السَّلَامِ وَيُخْرِجُهُم مِّنَ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّورِ بِإِذْنِهِ وَيَهْدِيهِمْ إِلَىٰ صِرَاطٍ مُّسْتَقِيمٍ ﴿المائدة: ۱۶-۱۵﴾


ژباړه: اې اهل کتابو تاسو ته زموږ رسول درغلی دی، تاسو ته ډير هغه څه تشريح کوي، چي هغه تاسو له کتابونو څخه څخه پټ کړې وه او د ډيرو نورو اړوند وضاحت نه کوي، بيله شکه تاسو ته د الله تعالی لخوا نور او واضح کتاب هم درغلی دی، چي الله تعالی د هغه په برکت هغه چاته د سلامتيا د لارو هدايت کوي، چي په خوښۍ سره ئې پيروي کوي، او الله تعالی پخپله اجازه سره هغوی له تاريکيو څخه د رڼا خواته باسي او هغوی سيده لاري ته هدايت کوي.


اوس پوښتنه داده، چي د دغو اساسي موخو د لاس ته راوړلو لپاره کومي ذريعې او اسباب پکار دي، چي دغه موخو ته ورسيږو او د صالحو کورنيو لرونکې صالحه ټولنه ولرو؟


د صالحي کورنۍ جوړولو لپاره له لومړی څه کوو او وروسته به څه کوو؟


د دغه او دې ته ورته سوالونو جواب خورا اسانه دی، چي حتی جواب ئې يوه کلمه ده او هغه «الإصلاح» بلل کيږي.


پر موږ باندي لازمه ده، چي د‌دغي مبارکي کلمې په زياتو مدلولاتو او پراخو امکاناتو پوره پوه سو، د‌بيلګي په توګه د‌ فرد اصلاح، د کورنۍ اصلاح، د ټولني اصلاح. او دغه هر صنف بيا نور اصلي او فرعي ګروپونه او کټګورۍ لري.


د‌دغو فروعاتو څخه موږ فقط د کورنۍ پر اصلاح رڼا اچوو:


 ممکن تاسو ته دا پوښتنه مطرح وي، چي ولي مو پدغونه صنفونو کي لومړی د دغه صنف تحقيق غوره کړی دی؟


د دغه صنف غوره کولو سبب د دغه صنف زيات اهميت دی؛ ځکه کورنۍ د‌ ټولني بنسټيزه خښته او د ټولني د اصلاح اساس دی. که کورنۍ اصلاح سوه، ټولنه اصلاح کيږي او که کورنۍ فاسده وه، ټولنه فاسديږي.


 يو شاعر څونه ښه ويلي دي: 


امن يُصلِحِ الأسرةَ يُصلِحْ به   ـ    مـَا دَمَّـرَ الإفسـادُ في قُطْـرِ 


ژباړه:  کورنۍ امن ټولنه اصلاح کوي  - هغه امن چي فساد په نطفه کي ختموي.


د‌قرآن کريم د زياتو مبارکو اياتونو څخه هم په واضحه توګه معلوميږي، چي دغه صنف ته ئې زياته اعتنا او توجه کړې ده او دا د کورنۍ پر ارزښت باندي پوره دليل دی، لکه د‌ ذوي الارحامو بحث، سلوکي اداب او....


هدف دادی، چي کورنۍ د‌ ټولني په وحدت، اصلاح، قوت، عدل، ضمانت، انصاف، تقوا، محبت، اداب او حسنه اخلاقو کي زيات رول لري. که کورنۍ اصلاح سوه، د ټولني مالونه، ويني او عزت خوندي سول.


کورنۍ ژوند د هر څونه پاملرني وړ دی؛ ځکه چي د ټولنیز ژوند اصل او اساس دی او وي به، نو دا د حیرانتیا خبره نه ده، چي په قرآن کریم کي دې موضوع ته ستره پاملرنه سوې ده.


د کورني ژوند په اصلاح پوري زيات مسائل تړلي دي، چي ځيني مسائل ئې د زوجيت او نکاح اړوند‌ دي، ځيني مسائل ئې د والدينو سره اړه لړي، ځيني مسائل ئې د‌اولادونو سره تړاو لري، ځيني مسائل ئې سلوک، اداب او تعاملات دي.


د مسلمان لپاره اساسي موخه د کورنۍ اصلاح ته خاصه توجه کول دي، چي ځيني لارښووني ئي موږ ذکروو:


لومړی: د الله تعالی له عذابونو څخه د خپل ځان او کورنۍ وقايه او ځان ساتنه ده، لکه الله تعالی چي فرمايلي دي: 


﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا قُوا أَنفُسَكُمْ وَأَهْلِيكُمْ نَارًا وَقُودُهَا النَّاسُ وَالْحِجَارَةُ عَلَيْهَا مَلاَئِكَةٌ غِلاَظٌ شِدَادٌ لاَ يَعْصُونَ الله مَا أَمَرَهُمْ وَيَفْعَلُونَ مَا يُؤْمَرُون﴾[التحريم:۶.


اې مؤمنانو تاسو خپل ځانونه او خپلي کورنۍ له هغه اور څخه وساتئ، چي د‌هغه پيلوزي انسانان او ډبري دي، او پر هغه اور باندي داسي سخت دريځي ملائکي مسلطي دي، د کوم شي امر چي ورته کيږي، دوی د الله تعالی نافرماني نکوي. بلکي هغه څه کوي چي دوی ته امر سوی دی.


دوهم: د قيامت په ورځ د الله تعالی په حضور کي د کورنۍ د مشر د مسئوليت عظمت او سترتوب دی. رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي: 


إِنَّ اللهَ تَعَالَى سَائِلٌ كُلَّ رَاعٍ عَمَّا اسْتَرْعَاهُ، أَحَفِظَ ذَلِكَ أَمْ ضَيَّعَهُ؟ حَتَّى يُسْأَلَ عَنْ أَهْلِ بَيْتِهِ». رواه النَّسائي وابن حِبَّان عن أنس
بيله شکه الله تعالی د هر شپون څخه د هغه د رعيت او پالني اړوند پوښتنه کوونکی دی، چي ايا تا د خپل رعيت ساتنه کړې ده او که دي ضايع کړي دي؟ حتی چي د هغه څخه د هغه د کورنۍ اړوند هم پوښتنه کيږي.

 

نور بیا... 

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته