تازه سرليکونه
د (فتوا بېلابېل مسائل) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: که څوک د الله جل جلاله په نامه قسم واخلي
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  August 23, 2023
  0

تعليم الاسلام دارالافتاء

 
د صادرې شميره : (۱۲۱۵)
نوم:    سمیراحمد       
                                                                                                       
د اوسېدو ځاى:(روسیه)
 
سوال :  که څوک د الله جل جلاله په نامه قسم واخلي چي دا کار نه کوم خو پر هغه سربیره دی هغه کار وکړي نوپر دغه قسم یوازي کفاره سته که نور څه هم باید وکړي؟ او د قسم کفاره څو روژې دي؟
 
 جواب : حامداً و مصلياً
پر چا چي قسم واوړي پر هغه باندي یوازي د قسم کفاره لازمیږي یعني لس مسکینان به یوه ورځ سهار او ماښام په نس مړوي، یا به هر یوه ته یوه یوه جوړه کالي ور کوي، که د دې توان ئې نه درلودی بیا به درې روژې پرله پسې نیسي. والله اعلم.
 
 
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): والمنعقدة ما يحلف على أمر في المستقبل أن يفعله أو لا يفعله وإذا حنث في ذلك لزمته الكفارة لقوله تعالى.... ولكن يؤاخذكم بما عقدتم الأيمان.  الهدایة: ج۲، ص۱۷۳، طبع حبیبیة.
 
(۲): وإن شاء كسا عشرة مساكين كل وااحد ثوبا فما زاد وأدناه ما يجوز فيه الصلاة وإن شاء أطعم عشرة مساكين كالإطعام في كفارة الظهار والأصل فيه قوله تعالى { فكفارته إطعام عشرة مساكين } الآية وكلمة أو للتخيير فكان الواجب أحد الأشياء الثلاثة قال فإن لم يقدر على أحد الأشياء الثلاثة صام ثلاثة ايام متتابعات. الهدایة: ج۲، ص۱۷۶.
 
 
جواب: مولوي سيد عبدالباري
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي اغا و مولوي عبدالغفار حسيني
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
-----------
ویب پاڼه: www.taleemulislam-radio.com
اړیکي: ۹۳۷۰۶۶۶۰۰۸۲+
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته