تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیرت نبوي په تبوک کي د اسلامي لښکر اړول
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  September 7, 2021
  0

سیرت نبوي (۲۸۵برخه)


په تبوک کي د اسلامي لښکر اړول


لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


تبوک چي يو کوچنئ کلى او د روم مځکه وه، رسول الله صلی الله علیه وسلم  او اسلامي لښکر دلته واړول دلته يې خېمې و درولې او د ځان معسکر يا قرارګاه يې وګرځاوه، اوس د دښمن د مقابلې دپاره تيار او آماده دي، رسول الله صلی الله علیه وسلم  د خپل لښکر په منځ کي ودرېدى او په خطبه ويلو يې شروع وکړه، ډيري مختصري او معنْی درلودونکي جملې يې و ويلې، مسلمانان يې د دنيا او آخرت و خير ته تشويق کړل، په دغه خطبه سره يې د مسلمانانو معنويات او روحيات لوړ او ور پورته کړل، په مسلمانانو کي چي کومه مادي کمبودي موجوده وه لکه د خوراکي موادو، اسلحې، نقلي وسائلو او داسي نور، هغه نُقص او خلل يې په دغه خطبه سره ور پوره او جبيره کړى. 


مګر روميانو او د هغو متحدينو چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د راتلو خبر واورېدى، په زړو يې بېره ننوتل دا جرئت يې سلب او د زړو څخه ايسته سو  چي د مسلمانانو د جنګ دپاره خپلي لښکري تبوک ته را ولي، كوم لښکر  چي یې سره يو ځاى کړی ؤ هغه هم دننه په خپلو حدودو او په ښارو کي سره وپاشل سوه، دې کار دننه په جزیرة العرب او دباندی شا وخوا كي د مسلمانانو پر عسکري شهرت ډير ښه اثر وکړی، دغه د روم په نه مقابله کولو سره مسلمانانو ډيري لويي او فايدمني داسي سياسي ګټي لاس ته راوړې، که فرضاً هلته جنګ او مقابله هم سوي واى او کاميابي د مسلمانانو واى ښايي مسلمانانو په دغه اندازه سياسي شهرت او ګټي لاس ته نه واى را وړي ځکه يو جنګ ؤ وسو، مګر دا چي روم د خپل قوت او طاقته سره سره وتښتېدى او بالکل مقابلې ته نه سو حاضر دا ډيره لويه خبره ده. 


اوس چي مسلمانانو په تبوک کي اړولي دي رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: دغه نژدې او د شا وخوا قبيلو ته ولاړ سى، يا به اسلام قبلوي، يا به جزيه راكوي، يا جنګ ور سره وکړی، نو يې خالد بن وليد رضی الله عنه  د أيله د جنګ دپاره ولېږى، د أيله خلکو وليدل چي لښکر ور رهي دى، د أيله مشر چي يُحنـه بن رُؤبه نومېدى د خبرو غوښتنه وکړه ويل: اول به خبري سره وکو، څو د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره يې ملاقات وکړی او پرجزيه يې صلحه ور سره وکړه، نو أيله هغه اول ښار دى چي و مسلمانانو ته تسليميږي، دغه ښار و مسلمانانو ته تابع سو او د دغه کال جزيه يې هم مسلمانانو ته ورکړه. 


دغه رنګه د أذرُح او جَرباء خلک و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته راغله او پر جـزيه يې صلحه ور سره وکړه، أذرُح او جَرباء په شام کي دوه ښاره دي چي د دوى په منځ کي بيا د درو ورځو لار ده، رسول الله صلی الله علیه وسلم  د دغو دوو ښارو  خلکو ته يو يو ليک ور وليکى چي په هغه ليک کي د دوى دپاره امان ليکل سوى ؤ، اوس نو د دغې منطقي ټوله قبيلې د مسلمانانو د لښکر څخه د بيريږي په سبب بېله جنګه تسليميږي ځکه دومره لوى لښکر په جزيرة العرب کي شاذ او نادر تېر سوى ؤ.


 رسول الله صلی الله علیه وسلم  يو قاصد د روم پاچا هرقل ته ولېږى چي ورته ليکلي يې وه: زه په تبوک کي يم يا مسلمان سه، يا جزيه قبوله که، يا راسه جنګ وکه، په دغو درو کارو کي چي هر يو اختياروې ستا خوښه ده، دغه قاصد د هرقل پر طرف رهي سو او دلته مسلمانان هغه کلي او منطقې چي د تبوک پر شا وخوا دي که ليري دي که نژدې فتحه کوي د هغو ليرو منطقو څخه چي فتحه سوې يوه هم د دومة الجندل منطقه ده.


ان شاءالله نور بیا....

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته