تازه سرليکونه
د (احکام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
تکبیرات تشریق
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  July 18, 2021
  0


لیکنه: عبدالرحیم راشد / تعلیم الاسلام ویب پاڼه 

تکبیرات تشریق له لاندنیو کلماتو څخه عبارت دي : 

« اَللَّهُ أَكْبَرُ، اَللَّهُ أَكْبَرُ، لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ وَاللَّهُ أَكْبَرُ، اَللَّهُ أَكْبَرُ، لِلَّهِ وَالْحَمْدُ »

 

۱مسئله : د تکبیرات تشریق د پيل وخت: نوموړي تکبیرونه په مفتيْ  بِهِ مذهب باندي د درویشتو (۲۳) لمونځونو وروسته ویل کیږي ، چي پیل يې د عرفات د ورځي دسهار د لمانځه  وروسته دی،  بیا دلوی اختر د څلورمي ورځي تر مازدیګر پوري ویل کیږي ، چي ټول درویشت لمونځونه کیږي .

 

۲مسئله : دتکبیرات تشریق  د ویلو شرطونه او حکم : دا تکبیرونه  په  یاد  سوو ورځو کښې د هر فرضي لمانځه وروسته  دستي ( بېله ځنډه ) په هر بالغ  نارینه ، ښځي  ، مقیم ، مسافر ،د ښار او صحرا په خلکو،  منفر د(یوازي لمونځ کوونکي ) او په جماعت سره لمونځ کوونکي باندي  یو (۱) ځل ویل يې واجب او درې (۳) ځله ویل  يې مستحب دی. 

 

۳مسئله : نارینه به دا تکبیرونه په لوړ آواز سره وایي  او ښځي به دا تکبیرونه په کښته آواز سره وايي ، ځکه د ښځي آواز عورت دی . 
یادونه : دا تکبیرونه په  میانه لوړ آواز باندي ویل يې ضروري دي  ډېر خلک په دې کښې غفلت کوي ، یا يې نه وايي او یا يې په ډېر کښته آواز سره وايي .

 

۴مسئله : د لوی اختر د لمانځه وروسته که دا تکبیرونه  ووایي هیڅ پروا نه لري ځکه د اختر لمونځ هم په جماعت سره دا د جمعې د لمانځه په ډول سو ( د جمعې د لمانځه وروسته دا تکبیرونه ویل کیږي ) او بل  د اختر په ورځ زیات خلک را جمعه سوي وي، نو تکبیرونه به وايي .

 

۵مسئله : که د امام څخه تکبیرات هېر سول په مقتدي باندي دا واجب دی چي تکبیرات به وايي.

 

۶مسئله : مسبوق ( هغه کس چي په امام پسې اقتداء وکړي خو  یو څو رکعته ور څخه تیر سوي وي ) دغه مسبوق کله چي خپل لمونځ یې پوره کړل نو بیا به یواځي تکبیرات تشریق  وایي .

 

۷مسئله : که د چا څخه  تکبیرونه هېر سول  او په همدې حالت کښې د مسجد څخه وتلی وي یا يې په قصدیا هېره سره خبري وکړې یا په قصد سره بې اودسه سو تکبیرونه ورڅخه ساقط سول ، البته که چیري په خپل ځای ناست ؤ، نو یواځي په ځنډ سره تکبیرونه نه ساقطیږي ، ویل يې پرې ضروري دي .

 

۸مسئله : که د تشریق  په ورځو کښې  د چا څخه لمونځ هېر سي  نو که ددغه کال د تشریق په ورځو کښې ور پیاد سي ، نو د لمانځه  قضآء به راوړي او تکبیرات تشریق به هم وايي . 

 

۹مسئله : او که يې د تشریق په ورځو کښې د لمانځه قضأء را نه وړه ، یا يې د مخکني کال د تشریق د ورځو د لمانځه قضأء  يې د بل کال د تشریق په ورځو کښې راوړه، نو تکبیرونه ساقط سول بیا به يې نه وايي .

 

۱۰مسئله : که د چا څخه د تشریق له ورځو مخکښې لمونځ قضأء سوي وي او د تشریق په ورځو کښې يې قضأء راوړي نود تشریق  تکبیرونه به نه وايي . 

 

(الدرالمختار ج:۱ص: ۱۱۴کتاب الصلاة ، باب العیدین  ، الردالمحتار ج: ۳ص: ۶۱ـــ۶۶،عالمګیري  ج:۱ص:۱۵۲،قول الراجح   ج :۱ص:  ۱۵۰ــ۱۵۲، فتاوای حقانیه ج:۳ص:۱۳۹ـــ۱۴۱،أحسن الفتاوای ج:۳ص:۳۹۵ او۴۰۰، فتاوای فریدیه ج: ۳،ص:۲۰۸ــ۲۱۰،).

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته