تازه سرليکونه
د (ادبي ليکني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ښه ښکلی نوم او تخلص کوم دی
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  June 12, 2021
  0


ښه ښکلی نوم او تخلص باید لنډ، د ښې معنی لرونکی،او داسي کلیمې وي خپل چاپېريال کي بد تلفظ نه سي. د بېلګي په توګه: د نجونو لپاره ملغلره، برېښنا ،څانګه، آرزو، پانګه، مینه او موسکا. د نرینه ماشومانو لپاره غرزی، پژواک، واکمن، ننګیال، لایق،میوند او څپاند ؛ لنډي، د ښې معنی لرونکي او یو ډول آهنګ لرونکي کلیمې دي.


 دغه نومونه هیڅکله نه زړېږي او په هیڅ توګه بد نه تلفظ کېږي.


ځيني نومونه د مثال په توګه (مشک) یوه ډېره قیمتي او د ښه بوی لرونکې ماده ده چي عطرونه ځني جوړوي او همدغه کليمه ډېر ښکلی او لند نوم هم دی؛ خو په کندهار کي ځینی هغه د (م) په زورتلفظ کوي چي د اوبو او غوړو ژي ته وايي. البته دغه ستونزه د وطن په بېلو بېلو سیموکی توپیر سره لري.


همداسی د هیواد د ډېرو وتلو، نامتو ليکوالو، شاعرانو او پوهانو تخلصونه لکه پژواک، الفت، رشاد ، بینوا، خادم، لایق، شاکر او داسي نور ټوله د ډېرو ښکلو او ښو نومونو په توګه ایښودل کېدای سي؛ خو باید په هیڅ ډول د تخلص په توګه غوره نه سي.


ډېره شونی ده چي د یو چا خپل نوم خوښ نه وي. زما د معلوماتوله مخي په هیواد کي ملیونونه داسي کسان سته چي خپل نومونه يي نه دي خوښ او زه هم يو له هغوی څخه یم.


خو پوښتنه دا ده چي د دغي ستونزي څرنګه چاره کېدای سي؟


زما جواب دا دی چي د ځلميانو لپاره دغه کار ډېر ساده دی. کله چي ځوانان تخلص غوره کوي دهغه سره دي یو ځای ځان ته نوی نوم هم پیدا کړي. د دغه کتابګوټي د نومونو څخه دي يوه کليمه نوم او بله تخلص کړي. ډېرو داسي کړي دي او نتیجه يي په بشپړه توګه د ډاډ وړ دی.


د بېلګي په توګه


د افغانستان د دري ژبی ډېر نامتو شاعر واصف باختري او دپښتو د شعر ستر شاعر او ملی شخصیت سلیمان لایق ګورو. د لومړي نوم محمدشاه او د دویم دا غلام مجدد و. د تخلص د غوره کولو په ترڅ کي يوه ځان ته واصف او بل سلیمان نوم غوره کړ.


خو د زړښت په وخت کی؛ مثلا زه چي د شپیتو په شاوخواکي یم دغه کار ځانته ناوخته ګڼم؛ که هر وخت په اوبو کي ونیسې تازه وي.


ګرانو میندو ته زما مشوره داسی ده :


له هغه پیل څخه چي ماشوم ته امیدواره یاست؛ دغه کتاب او یابل نومښود پیدا کړئ؛ هغه په خورا پام او حوصله سره ولولئ؛ د هغه څخه شل - دېرش نومونه نښاني او یاداښت کړئ؛ بیا د هغوی تر منځ دری - څلور نومونه غوره کړئ او په دې هکله د کورنۍ د غړو، دوستانو او نورو څخه تر سلا او مشوری وروسته پر يوه ښکلي او خواږه نوم وروستۍ پرېکړه وکړئ.


که لازمه سي زه په ډیر ویاړ او ورین تندي په دې برخه کي مشورې ورکولو ته چمتویم.

ماخذ: ښکلي نومونه او ادبي تخلصونه


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته