تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیرت نبوي د انصارو په زړوکي نا اميدي
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 14, 2021
  0


سیرت نبوي (۲۷۵برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د انصارو په زړوکي نا اميدي

 

و يوه شي ته متوجه سى: د دښمن څخه غنيمت هر شئ او هر څومره چي وي پر پنځه حصې ويشل کيږي چي پنځمي حصې ته يې خُمس ويل کيږي او د دغه خُمس تصرف د وخت د آمر په لاس او اختيار کي دى څرنګه چي يې لازم بولي پر هغه قسم به د اسلام او مسلمانانو د مصلحت دپاره تصرف پکښي کوي او پاته سوې هغه څلور حصې هغه د لښکر حق دى او پر دوى وېشل کيږي، اوس چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  و خلکو ته دغه ډير ډير مالونه ورکول هغه ټول د خُمس څخه وه او د مصرفولو اختيار يې د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په لاس کي ؤ او دغه ذکر سوو خلکو ته يې ورکړه چي و دغه ورکړو ته عَطِيّه يا عَطِيّات ويل کيږي او دغه عطِيّات چي تر خپلي حصې زيات يو امتياز ؤ ټول و قريشو يا د نورو عربي قبيلو و مشرانو يا اعرابو ته ورکول سو، د دغه امتيازاتو څخه په انصارو کي و هيچا ته هيڅ شئ نه ورکول سو او پاته د غنيمت نوري څلور حصې و خپلو حقدارانو ته که مهاجرين وه که انصار او که د نورو قبيلو خلک وه پر ټول لښکر په صحي تقسيم سره و وېشل سوې او هر چا ته خپله حصه پوره ورکول سوه. 


مګر څرنګه چي په عَطِيّاتو کي و انصارو ته هيڅ شئ نه ورکول سو نو د دوى په زړو کي يو څه نا امیدي پيدا سوه او په دغه باره کي خبري کېدلې، يوه د انصارو څخه و ويل: رسول الله صلی الله علیه وسلم  د خپل قوم سره يو ځاى او د هغو په منځ کي سو موږ يې هېر کړو، بل بيا و ويل: الله دي رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته مغفرت وکړي قريشو ته يې ورکوي او موږ پرېږدي حال دا چي زموږ د تورو څخه تر اوسه د دوى ويني څڅيږي، يعني: تر نن ورځي موږ د دوى سره په جنګو کي ولاړ ؤ او نن دوى تر موږ زيات غنيمتونه وړي، انصار په دغه شکايتو کي وه او دننه په زړو کي خواشیني وه، سعد بن عُباده رضی الله عنه  چي د انصارو د مشرانو څخه ؤ و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته ورغلى او ويل: يا رسولَ الله! دغه د انصارو ډله په خپلو زړو کي په دغه کار ناراضه دي، ځکه و خپل  قوم او د عربو و ټولو قبيلو ته دي لوى لوى عطيّات ورکړه بېله انصارو، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: يا سعد! ته په خپله په دغه باره کي څه وايې؟ سعد رضی الله عنه  ويل: يا رسولَ الله! زه هم زما د قوم څخه يو سړئ يم، رسول الله صلی الله علیه وسلم  وليده چي د سعد بن عباده رضی الله عنه  په زړه کي هم يو څه ورګرځي، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: ټول انصار په يوه ځاى کي سره يو ځاى کړه چي ټول يو ځاى او پوره سوه بيا ما ته خبر راکه.


 سعد رضی الله عنه  هم د رسول الله صلی الله علیه وسلم  څخه را و وتى او ټول انصار يې په يوه ځاى کي سره يو ځاى کړه، په دغه جمله کي څو نفره د مهاجرينو هم راغله هغو ته يې اجازه ورکړه او بيا نور مهاجرين راغله هغه يې منعه کړه، ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرمايلي وه چي بېله انصارو څخه به بل څوک نه وي موجود، کوم وخت چي ټول انصار سره يو ځاى سوه او يو نفر يې هم نه سو پاته، نو سعد رضی الله عنه  و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته ورغلى او ويل: يا رسولَ الله! د انصارو ټول نفر سره يو ځاى سوه، رسول الله صلی الله علیه وسلم  ورغلى او و دوى ته يې په خطبه ويلو شروع وکړه.

د الله جل جلاله  حمد او ثنا يې و ويل او بيا يې درود و وايه او وې فرمايل: 


يا معشر الأنصار! دا څه خبره ده چي ما ته ستاسي په باره کي را ورسېدل؟ دا چي ستاسي په زړو کي پر ما يو شئ پيدا سوى دى. 


آيا زه و تاسي ته په داسي حال کي نه درغلم چي تاسي په ګمراهي کي واست او الله جل جلاله  زما په واسطه هدايت درته وکړی؟ 


آيا زه په داسي حال کي نه درغلم چي تاسي غريبان واست او بيا الله جل جلاله   غنيان کړاست؟ 


آيا زه په داسي حال کي نه درغلم چي تاسي سره پاشلي او مختلف واست او الله جل جلاله  سره يو ځاى او متفق کړاست؟ 


هره جمله چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  ورته وايي انصارو به په جواب کي ورته ويل: مننه او احسان الله او رسول الله لره دي. يعني: هـو! دا د الله او رسول الله احسان دى موږ يې منو، د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د خبرو تصديق کوي او مني یې، بيا رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل:يا معشرَالانصار! آيا زما د خبرو جواب نه را کوى؟ هغو ويل: په څه شي سره جواب درکړو؟ يا رسولَ الله! مننه او احسان الله او رسول الله لره دي څه و وايو؟ 


رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل:که مو خوښه واى ويلي به مو واى او دغه ستاسي خبره به هم حق او هم پر ځاى واى. 


ويلي به مو واى: ته و موږ ته په داسي حال کي راغلې چي خلکو دي تکذيب کاوه او موږ دي تصديق وکړى. 


مغلوبه راغلې موږ دي مرسته وکړه. 


شړل سوى راغلې موږ ځاى درکړی. 


غريب راغلې موږ خپل مال در شريک کړى. 

 

انصارو به بيا هم د هري جملې په جواب کي ويل: بلکه الله او رسول الله لره مننه او احسان دى، رسول الله صلی الله علیه وسلم  هغه د خپل ورتګ فايدې او نتيجې ورته بيان کړې او هم يې هغه د دوى احسان ورته بيان کړی.


 رسول الله صلی الله علیه وسلم  نور هم و فرمايل: يا معشرَ الانصار! تاسي د فاني او بې ارزښته دنيا په سبب ناراضه سواست؟ هغه چي زه په هغه سره د خلکو زړونه و اسلام ته را جلبوم او ما تاسي ستاسي و قوي اسلام او مظبوطه ايمان ته پرېښوولاست، يعني: دا چي ما و تاسي ته شئ در نه کړی زه ستاسي پر ايمان باور لرم او بيا رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: يا معشرالانصار! آيا تاسي نه ياست راضي چي خلک د پُسو او اوښانو سره خپلو کورو ته ځي او تاسي د رسول الله صلی الله علیه وسلم   سره خپلو کورو ته ځى؟ په والله هغه چي تاسي يې در سره بياياست هغه تر هغه خير دى چي خلک يې ور سره بيا يي.


يواري انصارو نارې کړې: رَضِينا رَضِينا، راضي يو راضي يو، هو رسول الله صلی الله علیه وسلم  غواړو، انصار ډير شديد او په لوړ آواز ژاړي. 
واقعاً دا هيڅ نه سره قياسيږي او نه سره نژدې کېدلای سي، چي خلک پسونه او اوښان بيايي او انصار د رسول الله صلوات الله عليه والسّلام سره ملګري وي. 


بيا رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: په والله که هجرت نه واى زه به د انصارو څخه يو سړئ واى، يعني: که د هجرت فضيلت نه واى ما به خپل ځان د  انصارو څخه بللاى او که خلک پر يوه لار ولاړ سي او انصار پر بله لار، زه به د انصارو پر لار ور سره ولاړ سم او بيا رسول الله صلی الله علیه وسلم  و انصارو ته دعاء وکړه او وې فرمايل: 


«اللّهمّ ارحَمِ الأنصار، وأبناءِ الأنصار، وأبناءِ أبناءِ الأنصار» 


الْهي پر انصارو ورحمېږې د انصارو پر زامنو ورحمېږې او د انصارو د زامنو پر زامنو ورحمېږې.


 انصارو دومره و ژړل چي ږيري يې په اوښکو لندې سوې او ويل: موږ په دې راضي يو چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  زموږ حصه او برخه وي او انصار رضي الله عنهااجمعين د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په دعاء ډير خوشاله  سوه.


 د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په حکمت او ښه تصرف هغه مشکل چي د انصارو په زړو کي پيدا سوى ؤ پاى ته ورسېدى، كه نه ممکن د هغه مشكل په سبب په انصارو کي يوه فتنه جوړه سوې  واى.  صلواتُ الله وسلامه علیک یا رسولَ الله.


ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته