تازه سرليکونه
د (ځانګړي خپروني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ږیري خرول(دوهمه برخه)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 9, 2021
  0

د ږیري خرول(دوهمه برخه)


لیکنه : مولوي عنایت الله علمي صاحب /تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د ږیري پرېښوول د رسول الله(صلی الله عليه وسلم) له سنته او طریقې څخه دي چي د هغه څخه بېله هغو کسانو چي رسول الله(صلی الله عليه وسلم) ځني بېزاره وي بل څوک مخ نه اړوي، ځکه رسول الله(صلی الله عليه وسلم) په حدیث متفق علیه کي فرمايي:


« فَمَنْ رَغِبَ عَنْ سُنَّتِى فَلَيْسَ مِنِّى » [رواه البخاري و مسلم]


یعني: هر هغه څوک چي زما طریقه نه خوښوي زما دلاري څخه مخ اړوي هغه زما څخه نه دی.


نو پر هر مسلمان دا لازمه ده چي د الله(جل جلاله) او د رسول الله(صلی الله عليه وسلم) د امر اطاعت وکړي او د هغو کسانو څخه نه سي چي وايي: واموورېدل او نافرماني کوو، د نارینتوب ښایست او پوره والی د ږیري په پرېښوولو کي دی، هیبت او دبدبه په ږیرورو کي وي،ږیره خروونکي د هیبت او دبدبې څخه برخه او حصه نه لري.


مسلمان وروره! ږیره درلودل د نارینه ښایست دی او د مسلمانانو شعار دی، او د ږیري خرول د مشرکانو او کافرانو شعار دی، د ږیري پرېښوول د انبیاء او رسولانو، د نېکانو او صالحانو طریقه ده، الله(جل جلاله) په ږیره سره د ښځي او نارینه فرق او توپیر کړی دی او نارینه یې د ږیري په درلودلو سره مکرم کړی دی، علماء کرام وايي: که یو چا د یوه مسلمان پر ږیره داسي تېری او تجاوز وکړی چي د هغه ږیره بیا هیڅکله نه را شنه کیدل نو به دغه سړي ته پوره دیت ورکوي، یعني دومره دیت به ورکوي لکه هغه چي یې وژلی وي، حال دا چي نن ورځ ځيني کسان په خپله پر خپل ځان دغه تېری او تجاوز کوي او د خپل مخ ښایست په خپله له منځه وړي.


ښايي نن ورځ د ږیري پرېښوول و ځینو کسانو ته په دې سبب سره سخت او مشکل کار وي چي د خپلي ټولني د عادته څخه مخالفت کوي، خاصتاً د خپلو انډیوالانو او هم مثله کسانو څخه مخالف کار کوي، مګر دغه کار هلته ډیر آسانه کیږي چي یو انسان د ږیري د پرېښوولو فایده او د ږیري د خرولو نقصان او خساره سره وسنجوي، د ږیري په خرولو کي که څه هم د خلکو مراعت او د ټولني سره مشابهت سته خو د الله(جل جلاله) نافرماني او خواهشاتو ته تسلیمېدل، د نفس تابع کېدل او ضعف د ایمان هم سته، انسان مري او بیا په قبر کي یواځي ایښوول کیږي چي هلته بیا دغه ټولنه یا دغه کسان چي نن ورځ تا د هغو په مراعت یا د هغو سره د مشابهت په سبب ږیره خرول تا ته هیڅ فایده نه سي در رسولای.


مسلمان وروره! د خپلو اولادو او خپلو کشرانو دپاره ښه مثال او ښه لار ښوونکی سه، ته باید د الله(جل جلاله) بنده و اوسې نه د خواهشاتو بنده، ښايي ځیني کسان داسي فکر کوي چي د ږیري پرېښوول یا خرول یو عادي کار دی چي د هغي ټولني متابعت پکښي کیږي چي دﺉ ژوند پکښي کوي، یا خو د ده خوښه ده چي څنګه یې زړه غواړي هغسي کولای سي، خو خبره داسي نه ده ځکه د رسول الله(صلی الله عليه وسلم) امر د وجوب او لزوم دپاره دی او منعه یې د حرام والي دپاره ده، یعني: که رسول الله(صلی الله عليه وسلم) موږ په یوه کار سره امر کړي د هغه کار کول پر موږ لازم او واجب دي او که یې د یوه کاره څخه منعه کړو د هغه کار کول موږ ته حرام دي.


د خبري خلاصه دا سوه چي یو مومن مسلمان! هغه مسلمان چي د الله(جل جلاله) په احکامو راضي وي او د الله(جل جلاله) د رحمت امید لري او د الله(جل جلاله) د عذابه څخه بیریږي په دې سره پیژندل کیږي چي د ده عمل د شریعت د اوامرو او نواهيو سره موافق او برابر وي.
آیا ږیره خروونکی د قبر د هغو پوښتنو څخه نه بیریږي چي ورته و ویل سي: رب دي څوک دی؟ دین دي څه شي دی؟ او نبي دي څوک دی؟ او ده ته یې جواب نه وي ورمعلوم؟ 


آیا ږیره خروونکی د دې څخه نه بیریږي چي د قیامت په ورځ د خپل نبی(صلی الله عليه وسلم) د حوض څخه د دغه ږیري خرولو په سبب وشړل سي؟ 


آیا ږیره خروونکی د دې څخه نه بیریږي چي د خپل نبي(صلی الله عليه وسلم) د سنت د مخالفت په سبب دي د قیامت په ورځ د هغه د شفاعت څخه محروم او بې برخي سي؟


وروڼو! دا باید درته معلومه وي: هر هغه عمل چي د رسول الله(صلی الله عليه وسلم) پر طریقه او د هغه(صلی الله عليه وسلم) د متابعت په نیت سره وي هغه عمل د الله(جل جلاله) په نېز قبول او مقبول دی، دا ځکه چي رسول الله(صلی الله عليه وسلم) د رب العالمین محبوب دی او هر هغه څوک چي د حبیب الله(صلی الله عليه وسلم) سره په کړو وړو کي مشابهت ولري هغه د رب العالمین(جل جلاله) دپاره محبوب وي.
یو څوک قصه کوي او وايي: یوه ورځ د یوه کار دپاره بازار ته ولاړم، په بازار کي یوې سپین سري ښځي ولیدلم چي د دې کور په دغه بازار کي ؤ، دغي ښځي تر لاس ونیولم او خپل کور ته یې بوتلم، په کور کي یې زما ډیر عزت او احترام وکړی او په هغه څه سره یې ونازولم چي د دې په وسه پوره وه، یعني کوم خواړه چي یې په کورکي درلودل هغه یې ما ته د مهمانۍ پر قسم کښېښوول، کله چي د دغه شانداره مهمانۍ څخه فارغه سوم او د سپین سري څخه مي د تللو اجازه و غوښتل ښځي اجازه راکړه او دا یې را ته و ویل: 


هر وخت چي بازار ته راسې ما د خپلو لیدلو څخه مه محرومه کوه، یا زموږ په اصطلاح یو وار په ما ځان وینه.


قصه کوونکی وايي ماپوښتنه ځني وکړه چي اې عمه! د دې څه سبب ؤ چي تا د داسي چا عزت او مېلمستیا وکړه چي ستا او د هغه په منځ کي نه پخوانی معرفت او نه قرابت ؤ؟


ښځي را ته و ویل: زویه! زما د یوه زوی رنګ او شکل داسي دی لکه ستا، زما د زړه د یوې ټوټې کړه وړه، تګ او رفتار ستا په شان دي او هغه د ډیره وخته زما څخه مسافر دی او په بل لیري ملک کي اوسیږي، کله چي ما ته ولیدې هغه زوی مي را یاد سو، نو زما هغه د زړه محبت چي د ده سره سته پر حرکت راغلی او بې اختیاره مي ته د خپل زړه د خوشالولو دپاره کور ته را دعوت کړې او لکه څرنګه چي تا ولیدلم پر دغه قسم مي ستا عزت او اکرام وکړی او زویه! په الله سره قسم درکوم چي ما د خپل دوهم او درېیم ملاقات او لیدني کتني څخه مه محرومه کوه، نو قصه کوونکی وايي: زه هم چي هر وخت بازار ته ولاړ سم د دغي سپین سري ښځي ملاقات د دې د زړه د خوشالولو دپاره کوم او سپین سرې مي هم په هر وار کي هغسي نازوي لکه په اول وار کي چي یې ونازولم.


وروره! ته د دغي سپین سري ښځي رحمت او شفقت د هغه چا سره وسنجوه چي د دې د زوی سره یې په کړو وړو، تګ او رفتار کي مشابهت درلودی، نو کوم وخت چي د دغي سپین سري دپاره تر ټولو شیانو خوښ هغه څوک ؤ چي د دې د زوی سره یې مشابهت درلودی نو څرنګه به د هغه چا خوی او خصلت، عبادت او قیافه و الله(جل جلاله) ته خوښ نه وي چي د ده (جل جلاله) د محبوب رسول الله(صلی الله عليه وسلم) سره مشابهت ولري.

 

او رسول الله(صلی الله عليه وسلم) فرمايي: «مَن تَشَبَّهَ بِقومٍ فَهُوَ مِنهُم» .[رواه احمد و ابو داود] 

     
که چا ځان د یوه قوم سره مشابه کړی دﺉ د هغو څخه دي.


اوس پوه سوې چي د ږیري درلودل د چا سره مشابهت دی او د ږیري خرول د چا سره؟


اوس یوې بلي عجیبي قصې ته غوږ ونیسه: 


کله چي الله(جل جلاله) فرعون او د هغه عمله په دریاب کي غرق کړه خو د فرعون د مجلس او دربار هغه مسخراچي نه سو غرق کوم چي د فرعون او د هغه د قوم د خندولو دپاره به یې د موسْی(عليه السلام) د لباس او خبرو کولو پېښې کولې، یعني د موسْی(عليه السلام) په شان به یې لباس واغوستی او د موسْی(عليه السلام) پر قسم به یې خبري کولې او فرعون به هم د ده پر حرکاتو او سکناتو خندل، نو موسْی(عليه السلام) خپل رب عزوجل ته په عجز سره و ویل: یا رب! دا هغه څوک دی چي زه یې د فرعون تر نور قوم ډیر آزار کړی یم، نور غرق سوه او دﺉ پاته سو! 


الله(جل جلاله) و فرمایل: یا موسْی! ده په دغه وخت کي داسي لباس اغوستی ؤ لکه ستا لباس او حبیب هغه چا ته عذاب نه ورکوي چي د ده د حبیب پر قسم وي.


اوس پوه سوې؟ هغه څوک چي د باطل په قصد سره یې ځان د اهل حق سره مشابه کړی ؤ بیا یې هم په ظاهره د عذابه څخه نجات حاصل کړی، نو هر هغه څوک چي د انبیاء الله او اولیاء الله سره د شرف او تعظیم دپاره ځان مشابه کوي د هغه په باره کي څه فکر کوې؟


د ږيري درلودلو او ږیري خرولو بحث به دلته پای ته ورسوم خو که څوک نور تفصیلات هم غواړي نو دي د حیاتُ الصحابه د سلسلې څلرمه فیته واوری.


ماخذ :درسول الله (صلی الله عليه وسلم)مقام اودرجه 


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته