تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیرت نبوي د صعب بن معاذ د قلا محاصره او فتحه کېدل
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 23, 2020
  0

سیرت نبوي (۲۲۳برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د صعب بن معاذ د قلا محاصره او فتحه کېدل


 
اوس نو د خيبر دوهمه قلا چي د صعب بن معاذ قلا وه د مسلمانانو د طرفه محاصره سوه او رسول الله صلی الله علیه وسلم  د مسلمانانو بيرغ و حباب بن المنذر الانصاري رضی الله عنه  ته ورکړی، ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم  همېشه بيرغ د يوه نفره څخه  وبل نفر ته نقلاوه او په دې کار کي دوې فايدې وې، يو دا چي  د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د اصحاب کرامو شرف پکښي ښکاره کېدى او بل په دې کار ټوله قبيلې خوشاله کېدې، لکه أوس،خـزرج او نوري قـبيلې، نو ځکه  بيرغ به همېشه د يوه نفره څخه و بل نفر ته نقلېدى. 

 

هغه قلا چي مسلمانانو فتحه کړه چي د ناعم قلا وه هلته خوراکي مواد ډير نه وه پراته ځکه اصلاً و دغي قلا ته خوراکي مواد د هغه بلي قلا څخه چي د صعب بن معاذ قلا وه ور وړل کېده او فقط دومره خواړه ورته راوړل کېده چي د دوى ورځ په تېرېدل، څرنګه چي د مسلمانانو خپل خوراکي مواد خلاص سوي وه او په دغه قلا کي هم مسلمانانو ته دومره خوراکي مواد په لاس نه ورغله چي د دوى ګذاره په وسي نو په مسلمانانوکي لوږه شروع سوه، تر داسي اندازې چي د بني اسلم قبيله (دا هغه څوک دي چي په حديبيه کي هم د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره ملګري وه او اوس په خيبر کي هم ور سره دي، دغه د بني اسلم قبيلې په مدينه منوره کي د انصارو سره ژوندکاوه) نو دغه بني اسلم و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته په شکايت ورغله ويل: يا رسولَ الله! لوږي په عذاب کړو، د لوږي څخه يې شکايت کاوه او د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره هم د خوړلو دپاره شئ نه ؤ موجود، پوره لښکر دى او خواړه نه لري، رسول الله صلی الله علیه وسلم  دعاء وکړه او ويل: الْهي ته د دوى په حال خبر يې دا درته معلومه ده چي د دوى سره قوت او طاقت نسته او  زما په لاس کي هم شئ نسته چي و دوى ته يې ورکم، نو الْهي و دوى ته هغه قلا ور فتحه کړې چي په هغه کي خوراکي مواد ډير وي، خير او برکت پکښې وي.

 

 خو د يهودو بيا هغه لویه قلا او هغه چي خوراکي مواد ډير پکښې وه، هغه دغه د صعب بن معاذ قلا ده چي دغه اوس محاصره ده، په دغه بله ورځ په سهار کي د يهودو د قلا څخه يو پهلوان را و وتى چي نوم يې يوشع ؤ او د مسلمانانو څخه يې د جنګ او مبارزې دپاره نفر و غوښتى، حُباب بن المنذر رضی الله عنه  ور و وتى او يهودي يې ډير ژر و وژى، د يهودو څخه بل نفر را و وتى دا هم غواړي چي جنګ او مبارزه وکړي، و ده  ته د انصارو څخه يو نفر ور و وتى، بيا هم يهودي و وژل سو، په دغه ورځ دغه يو په يو جنګ او مبارزه کېدل، يهود د جنګ دپاره په ډله ييز ډول سره نه را و وتل او د قلا دروازه نه سوه خلاصه. 

 

څرنګه چي مسلمانان ډير وږي وه هلته د خيبر په شا وخواکي د خرو يوه ګله ګرځېدل مسلمانانو دغه خره ونيول او حلال يې کړه، د خرو په پخولو يې شروع وکړه، مسلمانان وږي دي د خوړلو دپاره شئ نه لري اوس غواړي چي خره پاخه کي او وې خوري، که څه هم په پخوا کي دوى د خرو غوښي نه خوړلې او دا يې عادت هم نه ؤ مګر اوس د ډيري لوږي څخه مجبوره وه او رسول الله صلی الله علیه وسلم  هم نه دى په خبر، خو  وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم  د لښکر د خبر او حال نيولو دپاره پر لښکر ګرځېدى وې ليده چي دېګونه باندي دي او په غوښو ډک دي ويل: دا څه شي دي؟ صحابۀ  کرامو و ويل:

 

يا رسولَ الله! خره مو پيدا کړه او حلال مو کړه غواړو چي غوښي يې وخورو، مګر رسول الله صلی الله علیه وسلم  د خره د غوښو د خوړلو څخه منعه کړه او د خره غوښي يې حرامي کړې، د خره غوښي په دغه وخت او دغه  ځاى کي حرامي سوې، يعني: د مخه يې په اسلام کي د حلال او حرام حکم نه ؤ موجود مګر دلته يې د حرام والي حکم وسو، دا حکم د أهلي خرو په متعلق او باره کي دى دغه خره چي د خلکو سره په کورو کي دي، خو يو هغه وحشي پټه درلودونکي خره دي د هغو غوښي حلالي دي او په دغه ځاى يعني: خيبر کي رسول الله صلی الله علیه وسلم د مُتعِې نکاح هم حرامه کړه، د مُتعې نکاح هغه موقتي نکاح ده چي د معين وخت دپاره نکاح تړي او د وخت تر  تېرېدلو وروسته هر يو په خپل کار پسي ځي،

 

چي اهل تشيع يې تر اوسه پوري جائزه بولي او دغه نکاح پکښي کيږي او په دغه ځاى کي پر مسلمانانو د ټولو هغو حيواناتو غوښي حرامي کړل سوې چي څيرونکي داړي لري، يعني: چي هغه څلور تېره او اوږده نېښونه ولري او همدارنګه د ټولو هغو مرغانو غوښي حرامي سوې چي د نورو مرغانو د څيرلو دپاره تېرې منګولي لري، نو هر هغه حيوان چي د څيرلو دپاره نېښونه لري او هر هغه مرغان چي د ښکار دپاره منګولي لري غوښي يې حرامي دي، دغه درې کاره د خيبر د فتحي په وخت کي د صعب بن معاذ د قلا سره حرام سوه.

 

 يهودو به همېشه د خپلو قلاوو ساتنه او حفاظت کاوه څوک نه سواى ور نژدې کېدلاى ځکه په غشو يې ويشتل، خو کله کله به د دوى ځيني چوپانان د پسو سره را وتل او پسونه به يې نژدې و قلا ته ماړه کړه او بيرته به ولاړل، په دغه ورځ چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د خپلو اصحابو سره ناست دى يو  شپانه را و وتى او څو پسونه يې را وايستل، مسلمانان د لوږي څخه ډير په  تکليف دي پسو ته ګوري خو د هغه غشو په سبب نه سي ور نژدې کېدلای، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: څوک د دغو پسو څخه يو څه موږ ته را وستلاى سي؟ يو د اصحاب کرامو څخه چي نوم يې ابو اليَبس ؤ و ويل:

 

زه يې را ولم يا رسولَ الله! رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: رايې وله، نو دغه صحابي کرار کرار په ناسته او څکېدلو پټ پټ ورغلى تر څو چي و پسو ته ښه  ور نژدې سو په يوه وار د خپله ځايه څخه ور وغورځېدى او د پسو پر طرف يې ور وځغستل، دغه نور اصحاب کرام وايي: موږ و ده  ته په تعجب کي سوو، يو پُسه يې په راسته لاس ونيوى او يو په چپه لاس، دواړه پسونه يې لوړ نيولي وه او را ځغلي داسي را رهي دى لکه هيڅ شئ چي نه وي ور سره، خلک په تعجب ورته ګوري څو پسونه يې و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته راوړه او ويل: يا رسولَ الله! دغه يې ستا مهماني، دا د صحابۀ کرامو قوت، شجاعت  او صداقت ؤ.

 

 اوس نو بيا رسول الله صلی الله علیه وسلم  او اصحاب کرام ناست دي چي د يهودو د طرفه د غشو ويشتل شروع سوه د غشو باران يې جوړکړی او غشي يې هم تر دومره ليري مسافې رسېدل چي عادتًا غشي دومره فاصله نه رسيږي، دومره غشي اوري چي د ډير والي په سبب مسلمانان زخميانوي، چي يو ګرځوي بل پر مښلي، رسول الله صلی الله علیه وسلم  او اصحاب کرام د سَپر په واسطه غشي د ځانو څخه ګرځوي، غشي اوري او صحابۀ کرام د هغو په دفاع مشغول دي چي دفعتًا او ناڅاپه د قلا دروازه خلاصه سوه او يهودو دفعتاً حمله شروع کړه، د صعب د قلا څخه لښکر را و وتى او په يوه وار يې هجوم را وړى، دلته مسلمانان د غشو په ګرځولو مشغول وه د جنګ دپاره يې تياري او آمادګي نه درلودل چي شديد جنګ شروع سو،

 

نو د دوهم وار دپاره مسلمانان پر شا ولاړل، د يهودو حمله دوام لري او جنګ شروع دى تر داسي اندازې چي يهود و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته ور و رسېدل او مسلمانان پر شا ځغلي، د جنګ پر ميدان بېله رسول الله صلی الله علیه وسلم  او څو نفره اصحاب کرامو څخه بل څوک نه سوه پاته، نور ټول مسلمانان پرشا ولاړل، دا بيا د صعب بن معاذ د قلا و مخ ته د مسلمانانو شکست ؤ. 

 

دلته نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  و مسلمانانو ته ور ناري کړه: «اِلَىّ عِبَادَالله أينَ تَفِرّون» اې د الله بندګانو زما و طرف ته راسى چيري تښتى، خو بيا هم د دغه ناګهاني هجوم څخه خلک په ځغستا کي وه، رسول الله صلی الله علیه وسلم  بيا ورناري کړه:«يَا اَهلَ بيعةِ الرِّضوان ! يا اصحابَ الشجرة! » اې د رِضوان د بيعت خلکو! اې د وُني ملګرو!   بيعتُ الرِّضوان خو په حديبيه کي تر هغه ونه لاندي سوى ؤ، کوم وخت چي صحابۀ کرامو دغه ږغ واورېدى بيرته را وګرځېدل، ځکه دوى هلته د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره پر مرګ او نه تېښته بيعت کړى ؤ، اوس رسول الله صلی الله علیه وسلم  په هغه نامه ورناري کړه او دوى هم په دغه ناره را وګرځېدل او د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه يې دفاع شروع کړه، تر څو يهود يې بيرته پر شا کړه، د يهودو په دغه ناګهاني حمله کي د اصحاب کرامو څخه درې نفره شهيدان سوه او د مسلمانانو دغه بيرته ژر او ناڅاپه را ګرځېدل د دې سبب سوه چي يهود بيرته پر شا ولاړ سي، خو اوس دغه د مسلمانانو بيرته را ګرځېدل ناڅاپه او ناګهاني وه، يهودو چي کومه نقشه جوړه کړې وه هغه عبث او بې فايدې سوه اوس يهود وارخطاء دي، يهود پرشا ځي او مسلمانان په پسې دي، يهود غواړي چي په قلا ننوزي او دروازه بنده کي، څرنګه چي يهود او مسلمانان سره ګډ او خلط وه نو يهودو دروازه نه کړه بنده او مسلمانان په قلا پسي ور ننوتل. 

 

اوس نو د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په ثابته پاته کېدلو سره هغه د مسلمانانو شکست په نصر او کاميابي بدل سو او په دغه حمله د صعب بن معاذ قلا هم فتحه سوه، څو نفره يهود بنديان ونيول سوه خو ډيرو يهودو وکولاى سواى چي وتښتي او د زبير قلا ته هغه چي د خيبر درېيمه قلا ده ولاړ سي، دغه د صعب بن معاذ د قلا په داخل کي ډير کارونه پېښ سوه، يو دا چي په دغه قلا کي تر اندازې زيات د خوړلو غذايي مواد پراته وه، دومره خوراکي مواد موجود وه چي د مسلمانانو د ټول لښکر دپاره بس او کافي وه، لکه څرنګه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  دعاء کړې وه هغسي وسوه. 

 

او بل مسلمانانو په دغه قلا کي ثقيله سلاح پيدا کړه چي په هغه کي منجنيق هم موجود ؤ (منجنيق داسي يوه آله ده چي د هغه په واسطه ډيري لوى لوى ډبري او د ډيري ليري فاصلې څخه پر دښمن ور غورځول کيږي) منجنيق په هغه وختو کي داسي ؤ لکه د نن ورځي توپ، رسول الله صلی الله علیه وسلم  د هغه نفر څخه پوښتنه وکړه کوم چي د مخه يې امان ور کړى ؤ ويل: دغه اسلحه يې د چا دپاره جوړه کړې وه؟ د يهودو خو د چا سره د  جنګ کولو نيت او إراده نه وه، هغه نفر و ويل: دغه شیان يې ستا دپاره جوړکړي وه.

 

یهودو د مدينې منورې د حملې دپاره ډيره لويه نقشه جوړه کړې وه چي څه موده وروسته يې دغه حمله کول، نو د دغي قلا د فتحه کېدلو سره د يهودو هغه وروستنۍ نقشه هم معلومه سوه، په دې قلا کي يې د شرابو ډير خُمان، بېلران او ژي پيدا کړه چي په شرابو ډک وه، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل:

 

دغه ټول خمان مات او ژي څيري کړی، يو د صحابۀ کرامو څخه چي په پخوا کي يې د شراب څښلو عادت درلودى او شراب تر خيبر د مخه منعه سوي وه، نو خود د هغه منعه کېدلو سره يې پرې ايښي وه، مګر اوس چي يې وليدل چي د شرابو څخه ډک ډک خُمان ماتيږي او د ده مخ ته بهيږي نو يې اشتهاء ورته وسوه، شيطان پر غالبه سو او شراب يې وڅښل، دغه نفر يې و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته راوستى ويل: يا رسولَ الله! عبدالله بيرته د شرابو و څښلو ته رجوع وکړه بيا يې شراب وڅښل، رسول الله صلی الله علیه وسلم  ور ولاړ سو خپله مبارکه چوټه يې وکښل او دغه نفر يې په واهه، دا واقعه د مخه تر دې وه چي د شرابو د څښلو جزاء نازله سي چي هغه په دُرو سره وهل دي، نو په دغه وخت کي دا هغه تعذير او جزاء وه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  و دغه نفر ته ورکول او ټول صحابۀ کرام يې امر کړه چي چوټه وکاږي او دئ په و وهي، صحابۀ کرامو هم په خپلو چوټو واهه، داکار د هغه چا دپاره سپکاوئ ؤ چي شراب يې څښلي وه، دلته نو حضرت عمر فاروق رضی الله عنه  و ويل: پر تا دي د الله لعنت وي ته شراب چښې او الله جل جلاله  منعه کړي دي؟

 

رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: يا عمر! لعنت مه پر وايه! دئ د الله او رسول الله سره محبت لري، هو ګناهکاره دى مګر بيا هم الله او رسول الله خوښ لري،  ايمان يې په زړه کي سته مګر انسان دی شيطان پر غالبه سو.


 وروڼو! دا چي يو وخت د يوه مسلمان څخه یوه ګناه پېښيږي دغه ګناه بېل او جلا شئ ده، ايمان او د الله جل جلاله  محبت بل شئ دى، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  دغه مسئله او دغه معنْی په دغه ځاى کي موږ ته را وښوول، د دغسي کسانو دپاره توبه سته چي بالکل د ګناه څخه په پاکيږي، موږ بايد يوه ګنهکار ته همېشه د ذِلّت په سترګه و نه ګورو، خو بد بختانه نن ورځ په موږ کي دا عادت ګرځېدلى دى:که يو چا د خير او نصيحت خبره راته وکړه زه د ده هغه ګناه ور يادوم چي لس پنځلس کاله د مخه ځني پېښه سوې وه، يعني: داسي ورته وايم: چي ته په خپله ګنهکاره يې ته بيا اوس ما ته نصيحت کوې؟ او دا مي هير کړي دي چي د توبې دروازه خلاصه ده او الله جل جلاله   توّاب او غفور دى، ممکن الله جل جلاله  د ده په حال کي تغير را وستلى وي، 


او په خپله دغه لوى تغير دى چي دئ يو وخت ګنهکاره ؤ او نن يې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وظيفه پرغاړه اخستې ده، خلکو ته اسلامي شريعت او د رسول الله صلی الله علیه وسلم  متابعت ور ښوي، خو افسوس يې زما او ستا پر حال چي د ده حق ويل خو نه قبلوو، بلکه د تېر تاريخ پېغور هم ورکوو، لکه د ده د  توبې قبلول او سمي لاري ته اوښتل چي زما په لاس او قدرت کي وي، يا دا چي د ده په باره کي هم د ځان پر قسم فکر کوم، یعني: لکه څرنګه زه نه یم اصلاح سوی دئ هم هغه شئ دی، يا زما په فکر او ګمان دا هيڅ امکان نه لري چي يو ګنهکاره دي و سمي لاري ته واوړي. 


خو دا کار په حقيقت کي د دې دپاره کيږي چي زما غرور او لويي ما د نصيحت واورېدلو ته نه پرېږدي او زه د نصيحت د اورېدلو څخه په دغه طريقه سره ځان خلاصوم، نه غواړم چي دنيوي مجلس او بېمعنا خبري مي د خير او مصلحت په خبرو بدل سي، نو د نصیحت او دیني خبرو مخه په هره طریقه سره چي وي نیسم. 


 وروڼو! پر دغه موضوع دا چي نن ورځ زه او ته په مبتلاء يو ډيري خبري سته چي د هغو بيانول ځان ته جلا بحث دى، خو فقط دومره به و وايم:که د امر بالمعروف او نهي عن المنکر دپاره يا د وعظ او نصيحت کولو دپاره دا شرط کښېښوول سي چي دغه نصيحت کونکى بايد خامخا د ګنهو څخه پاک او معصوم وي، نو پسله انبياء عليهم السلام  څخه بايد هيڅوک د دين او وعظ خبري و نه کړي، ځکه بېله انبياء عليهم السلام  څخه نور ټول انسانان د خطاء او ګناه سره مخامخ دي، بلكه دا هم باید درمعلومه وي چي د دیني خبرو کول او اورېدل په خپله د خیر او ثواب کار دی. (بيرته به خپلي قصې ته ولاړسم) 


مسلمانانو دغه د صعب بن معاذ په قلا کي يو سړئ بندي ونيوى که ګوري هغه سړئ سلام بن مشکم ؤ چي د يهودو د پاچهانو څخه يو پاچا ؤ، مريض ؤ او نه يې سواى کولاى چي وتښتي، رسول الله صلی الله علیه وسلم  د ده په وژلو امر وکړی، نو سلام بن مشکم د صعب بن معاذ په قلا کي و وژل سو، اوس نو د  دغو دوو فتحه سوو قلاوو ټول يهود د نطاة د منطقې و درېیمي قلا ته چي د زبير قلا ورته ويل کېده ولاړل، بيا نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  مسلمانان امر کړه چي د صعب بن معاذ د قلا و بامو ته لوړ وخېژی او په لوړ آواز تکبيرونه واياست، 

 

مسلمانان هم لوړ و قلا ته وختل او ټول لښکر په لوړ آواز د الله اكبر نارې وهي، دومره په زوره تکبيرونه يې ويل چي د خيبر هغه بلي حصې چي کُتيبه نومېدل اورېدل او هلته د يهودو زړونه نور هم د بيري ډک سوه، پوه سوه چي د صعب قلا هم مسلمانانو ونيول، دغه د مسلمانانو تکبيرونه د دوى د بيري سبب وګرځېدل، الله جل جلاله  په تکبير ويلو کاميابه کړه، د تکبير ويلو او نشرېدلو وخت او سبب دغه وخت او دغه ځاى دى، الله جل جلاله  د تکبير په ناره کي تاثير اېښى دى کفار همېشه د تکبير په نارو سره بيريږي او دغه د تکبير نارې بدي پر لګيږي.


ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند.

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته