تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د حجر اسود د وړلو او ایښولو نادره واقعه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 7, 2019
  0

نبوي سیرت (۵۱ برخه)


لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د حجر اسود قصه اوږده ده موږ يې مخ کي هم يو څه بيان درته کړى دى چي ابراهيم علیه السلام  خپل زوى اسماعيل علیه السلام ولېږى چي د دغه کُنج د پاره يوه مناسبه ډبره پيدا کړي، هغه ولاړى او وګرځېدى خو د خپلي خوښي ډبره يې نه کړه پيدا، بيرته چي راغلى د پلار سره يې دغه ډبره پرته وه، ويل: دا ډبره دي د کومه کړل؟ پلار یې و ويل: دا د اللهﷻ د طرفه را ته راغله او په يوه روايت کي ويل کيږي چي حجر اسود په اول کي سپينه ډبره وه مګر په وروسته کي د انسانانو د ګناهونو په سبب توره سوه. 

 


د حجراسود په تاريخ او قصه کي دا هم راغلي دي، چي په مسلمانانو کي د قرامطه په نامه سره يوه ډله پيدا سوه چي د اسلام څخه منحرف او اوښتي وه او دې ډلي د حجاز پر منطقه قدرت او تسلط پيدا کړی، دا چي دوى د اسلام څخه ډير منحرف وه نو دوى قصد وکړی چي يوه بله کعبه جوړه کړي او رشتيا يې هم په حِجَر کي يوه بله بناء او خونه جوړه کړه چي اوس دغه حِجَر د أحساء په نامه سره ياديږي او څوک وايي بحرين دى او د دې د پاره چي خلك د حج او زيارت د پاره دغه د دوى کعبې ته ورسي نو يې دغه حجر اسود د کعبې شريفي څخه وکښى او حِجر ته یې نقل کړى د هغه خپلي کعبې په بناء کي يې کښېښاوه او دغه حجر اسود د قرامطه په کعبه کي شپېته کاله پاته سو (په بل روايت کي وايي شل کاله پاته سو) ترڅو چي بيرته په واقعي مسلمانانو کي طاقت او قوت پيدا سو او حجر اسود يې بيرته د هغه ځاى څخه را نقل کړى، مګر قرامطه ډلي مات کړی او ټوټه ټوټه کړى ؤ، که چا حجر اسود ليدلى وي په هغه کي يوه ټوټه اصلي حجر اسود دى او نور په خپله حجر اسود نه دى، بلکه د عقيق د ډبري اوړه دي چي د حجر اسود هغه کوچنۍ ټوټې يې را ټولي کړي دي او دغه د عقيقو په اوړو کي يې د دې د پاره سره جمعه کړي او یو ځای کړي دي چي سره يو ځاى سي، خو واقعي حجر اسود فقط هغه يو تور داغ دى چي په دغه ځاى کي معلوميږي، دا کار چي حجر اسود يې مات کړی د قرامطه لعنة الله عليهم د ډلي په واسطه وسو. (بيرته قصې ته راسئ) 


کوم وخت چي قريش د کعبې شريفي په جوړولو کي د حجر اسود و ځاى ته ورسېدل دلته نو د قريشو د مشرانو څخه هر يو غواړي چي دئ دغه ډبره پر هغه خپل ځاى کښيږدي او دغه شرف يې په نصيب سي، ځکه د حجر اسود ايښوول داسي شرف او عزت دى چي په ټول ژوند کي د يوه وار د پاره و دوى ته حاصليږي، د حاجيانو سِقايه يا رِفاده داسي شرف دى چي هر کال مکرريږي او په هر کال کي سته مګر د جحر اسود شرف په عمر کي د يوه وار د پاره دى، نو خود د قريشو هر ښاخ غواړي چي دغه شرف د دوى په نصیب سي، نه غواړي چي هغه بل ښاخ يې کښيږدي، د قريشو په ښاخو کي د حجراسود پر ايښوولو مقابله او نزاع شروع سوه، د عبدالدار اولاده چي د کعبې شريفي د حِجابې يا پوښولو مسئول وه هغو و ويل:د کعبې شريفي حِجابه يا پوښول زموږ وظيفه ده نو حجراسود هم په والله که بيله موږه بل څوک کښيږدي، د دغه قَسم د تائيد او تاکيد د پاره يې د وينو څخه ډک لوښى را وړى او لاسونه يې په دغه وينو ولړل او بيا يې قسم وکړی چي حجر اسود به بېله موږ څخه بل څوک نه کښېږدي مګر زموږ د وينو په تويولو سره، يعني: زموږ بې مرګه يې بل څوک نه سي ايښوولاى، بني مخزوم چي دا حال وليدى هغو هم د وينو ډک لوښى را وړى او لاسونه يې په ولړل او عيناً دغه قَسم يې ياد کړى، بني عدي بن کعب چي د حضرتِ عمر فاروق رضی الله عنه  قوم دى هغو هم د وينو لوښى را وړى او عيناً دغه قَسم يې ياد کړى، مسئله ډيره خطرناکه سوه قريبه ده چي دا فتنه اور واخلي او په خپله قريش سره و وژني، د قريشو هر ښاخ ځانونه د جنګ د پاره تيار او آماده کړي دي، ټولو قَسم کړى دى چي حجر اسود به بيله موږ څخه بل څوک نه کښيږدي او نه يې ايښوولاى سي.

 

 دا د قريشو ژوند او حال ؤ، هره مسئله چي په هغه کي شرف او عزت وي دوى تيار او آماده دي چي د هغه شرف د حاصلولو د پاره خپل ځانونه قتل او قرباني کړي، کوم وخت چي نورو خلكو د پيسو د پاره، د ښځو د پاره، د دينار او درهم د پاره جنګونه کول خو د قريشو جنګ پر شرف او عزت ؤ، په دغه خطرناکه حالت کي د دوى په منځ کي يو هوښيار سړئ پيدا سو چي تر ټولو قريشو په عمر زيات ؤ، ويل کيږي چي په دغه وخت کي د ده عمر يو سل او شل کاله ؤ او د دغه سړي نوم ابو اُميه بن مغيره ؤ، ابو اُميه و ويل: اې قومه! خپل ځانونه پر څه بربادوى؟ که تاسي قريش په خپل منځ کي سره و جنګېږى نو د قريشو څخه به څوک پاته سي؟ تاسي د مکې سرداران ياست که تاسي يو د بله سره و وژنى مکه به څوک إداره کوي؟ آيا د مکې د إدارې د پاره به د دباندي څخه نور خلك راځي؟ (کشکي زموږ وطنوال په دغه خبره پوه سي) خلكو هم د ده خبره قبوله کړه او وعده يې وکړه چي د درېيم په فيصله به قناعت کوو، بيا يې د ابو اُميه څخه پوښتنه وکړه چي قاضي او فيصله کونکى څوک و ټاکو؟ ابو اُميه و ويل: ستاسي فيصله به هغه څوک درکوي کوم چي دغه د بني شيبه د دروازې څخه اول را داخل سو، يعني: کوم سړئ چي د دغه دروازې څخه اول و حرم ته راغلى حُکم او فيصله و هغه ته پرېږدئ هر څه چي هغه نفر و ويل هغه به قبلوی، ټول قریش په دغه خبره راضي سوه او په انتظار دي چي څوک به د دغه دروازې څخه راسي. 

 


 

الْهي حکمت ته وګورئ: په دغه وخت کي خير البشر سرورکائنات اشرف المخلوقات محمّد مصطفْی ﷺ  د بني شيبه د دروازې څخه و حَرم ته ور داخل سو، ټولو نارې کړې: (الصّادق الأمين) راضي يو، راضي يو، يعني: دا څومره ښه کار وسو چي صادق الأمين راغلى، هو موږ ټوله د ده په حکم او فيصله خوښ او راضي يو، اوس نو يو لوى عقل په کار دى چي دغه فتنه پاى ته و رسوي، عقل او حکمت، دانايي او هوښياري په کار ده چي د خلكو د منځ څخه خصومت او عداوت پورته کړي، په دغه مسئله کي حکم کول آسانه کار نه دى، د دغه قاضي هره خطا امکان لري چي د قريشو د جنګ او تباهۍ سبب وګرځي، دلته بايد سړئ د حکمت څخه کار واخلي او تاسي د رسول الله ﷺ  و لوى حکمت ته وګورئ، کوم وخت چي رسول الله ﷺ  ته حال و ويل سو او د دوى د نزاع سبب خو مخ کي ورته معلوم ؤ، نو يې خپل مبارک پټو د اوږو څخه ايسته کړى او د کعبې شريفي څخه يې ليري پر مځکه آوار کړی حجرِ اسود يې په خپلو مبارکو لاسو پر دغه پټو کښېښاوه، بيا يې د قريشو و رئيسانو ته ور ږغ کړه ويل: اوس نو په ټولو دغه پټو در پورته کړئ، په دې پورته کولو کي د قريشو د هر ښاخ مشر حصه واخیستل او حجر اسود چي د کعبې شريفي څخه ليري پروت ؤ و هغه خپل ځاى ته يې ورساوه، د قريشو د مشرانو څخه هر يوه دا فکر کاوه چي ما يو څه وکړه، بيا نو په خپله رسول الله ﷺ  حجر اسود د هغه پټو څخه واخیستى او د کعبې شريفي په بِناء کي يې په خپلو مبارکو لاسو پر هغه خپل ځاى کښېښاوه.

 


 

اوس نو هغه څوک چي حجراسود يې پردغه ځاى کښېښاوه هغه سرورکائنات محمّد مصطفْی ﷺ  ؤ او د ده ﷺ  په حِکمت سره هغه د اور لګېدلو پُليته ايسته سوه، قريش په داسي ډول د قتل او قتال څخه وساتل سوه چي هر يو خوشحاله ؤ، دا هغه مهمه واقعه وه چي د محمّد ﷺ  په ژوند کي تر واده کولو وروسته او تر بعثت د مخه پېښه سوې ده چي په دغه وختونو کي د رسول الله ﷺ عمر پنځه ديرش کاله ؤ، نور نو رسول الله ﷺ  په عادي ډول سره ژوند کاوه او کومه خاصه واقعه نه ده پېښه سوې.


ان شاءالله نور بیا....


ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

سرته