تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیرت نبوي و جموم ته د زيد بن الحارثه (رض)سَرِيه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 7, 2020
  0

سیرت نبوي (۲۰۵برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

څلورم: و جموم ته د زيد بن الحارثه  رضی الله عنه  سَرِيه

د هجرت د شپږم کال د ربيع الآۤخري په مياشت کي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د زيد بن الحارثه رضی الله عنه  په مشرى يوه ډله و (جموم) ته چي د بني سُليم قبيله هلته اوسېدل ولېږل بني سُليم هغه څوک دي چي په احزابو کي يې د مسلمانانو پر ضد په (700) نفرو ګډون او اشتراک کړى ؤ، نو ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم  و دوى ته د ادب او جزاء ورکولو دپاره د زيد بن الحارثه رضی الله عنه  په مشرۍ يوه ټولۍ ولېږل، زيد بن الحارثه رضی الله عنه  په دغه حمله کي د مُزَينه د قبيلې څخه يوه ښځه و نيول چي حليمه ورته ويل کېده، دغي ښځي د بني سُليم د حيواناتو ځاى ور وښاوه چي په هغه ځاى کي مسلمانانو ته دکفارو اوښان او پسونه په لاس ورغله او هلته يې ځيني کفار اسير ونيول او پاته نور يې وتښتېدل، مسلمانانو د غنيمت حيوانات او بنديان مدينې منورې ته را وستل خو رسول الله صلی الله علیه وسلم  و هغي ښځي ته چي د مسلمانانو رهنمايي يې کړې وه د دې ځان او د دې مېړه او د دې مال ور وبخښل، دغه ټولي حملې  پر هغو قبيلو کېدلې چي د مسلمانانو پر ضـد يې د خندق په غزاءکي ګډون او اشتراک کړى ؤ. 

 

ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته