تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیرت نبوي د خندق يا احزابو غزاء
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 1, 2020
  0
دوهم ټوک
 
سیرت نبوي (۱۹۵برخه)
 
 
لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
 
 
د خندق يا احزابو غزاء
 
اوس چي أمن  او سلامتيا راغله او پسله هغه جنګو څخه چي تر يوه کال زياته موده يې په برکي ونيول جزيرة العرب بيرته آرامه سوه، مګر يهود! هغه يهود چي د خپل غدر او خيانت، د خپلو چمو او دسيسو په نتيجه کي يې قِسم قِسم ذِلّتونه او سپکتياوي و څکلې بيا هم هغه خپل د غفلت د خوبه څخه نه سوه ويښ، د خپل غدر او خيانتو په سبب چي کوم تکليفونه ور و رسېدل په هغو سره يې پند او عبرت نه کړی حاصل، پسله هغه څخه چي دوى خيبر ته و شړل سوه اوس ګوري چي مسلمانانو ته به د دغو جنګو په نتيجه کي چي د مسلمانانو او بت پرستانو په منځ کي يې جريان درلودى څه پېښه سي، کوم وخت چي يهودو وليدل چي د ورځو تېرېدل د مسلمانانو په ګټه تماميږي، د وخت په تېرېدلو سره نور هم د مسلمانانو نفوذ زياتيږي او سُلُطه يې نوره هم قوي کيږي نو دغه يهود د حسد په اور کي داسي سوځل کېدل لکه پر سکروټو چي پرله اوړي. 
 
نو يې د خپل حسد د پوره کولو دپاره څه وکړه؟ بيرته د سره څخه يې په خپلو دسيسو او مؤامرو شروع وکړه، د يوې داسي حملې دکولو دپاره يې د ترتيباتو په نيولو شروع وکړه چي هغه حمله د مسلمانانو پر ضـد وژونکې او فيصله کونکې حمله وي او تر هغې حملې وروسته اسلام او مسلمانانو ته د ژوند کولو موقع نه سي پاته. 
 
ښه متوجه سى! نن ورځ هم هغه يهود دي، حتّْی نصارا هم د دوى د لاس آله ګرځېدلي دي، د دوى ټولو دسيسې و اسلام او مسلمانانو ته متوجه دي او بد بختانه په مسلمانانو کي يې د مسلمانانو په شکل او نامه سره نور نوکران هم پيدا کړي دي چي مثال يې د مدينې منورې منافقان دي. 
 
مسلمان وروڼو! ويښ او بيداره سى، ترڅو به مو انسانان د تجاوز ګرانو په لاسو وژل کيږي او وطن به مو د بې رحمه غادرانو او خائنانو په واسطه خرابيږي، کوچنيان به مو يتيمان او ښځي به مو کونډياني کيږي، د وطن کانونه او معدنونه به مو یرغلګران په طیارو او هلیکپترو کي وړي.
 
خير يهودو خو د فيصله کونکي حملې إراده وکړه مګر دوى په خپلو ځانو کي دا همت او جرئت نه درلودى چي مستقيماً او مخامخ د مسلمانانو سره و جنګيږي نو يې د دغه مقصد دپاره يوه ډېره خطرناکه نقشه جوړه کړه هغه داسي: د بني النضير د يهودو د مشرانو څخه هغه چي په خيبرکي اوسېدل شل نفره د مکې مکرمې و مشرک قريشو ته ورغله چي قريش يې د رسول الله صلی الله علیه وسلم  و جنګ ته تشويقول او ورته ويل يې: موږ مو په دغه جنګ کي ملګري او طرفداره يو، يهودو و قريشو ته ډېر تينګ عهدونه او وعدې ور کړې او ويل:موږ په هر هغه جنګ کي چي د مسلمانانو پر ضد وي په هر شي سره ستاسي کومک او نصرت کوو، قريشو هم دغه د دوى غوښتنه قبوله کړه. 
 
تاسي ته معلومه ده چي قريشو د دوهم بدر په وتلو کي د خپلي وعدې څخه مخالفت وکړى او هغه عمل د دوى دپاره پېغور سو نورو قبيلو به پېغورونه ورکول، د قريشو عزت او شرف سپک او زخمي سوى ؤ نو اوس ابوسفيان غواړي چي په دغه جنګ سره خپل بايللى شرف او شهرت لاس ته را وړي او هغه خپله د جنګ وعده پر ځاى کړي. 
 
په دغه وخت کي د مکې مکرمې مشرکانو د يهودو څخه پوښتنه وکړه چي تاسي خو اهلِ کتاب ياست او تاسي ته آسماني اديان درمعلوم دي نو تاسي موږ ته و واياست چي د محمّد صلی الله علیه وسلم  دين ښه دى که زموږ دين؟
 
دلته نو يهودو لعنةُ الله عليهم هغه خپل خباثت ښکاره کړی او ويل: يا! ستاسي  دين د محمّد صلی الله علیه وسلم  تر دين ښه او بهتر دى، سبحان الله! تاسي فکر وکړی شـرک او د بتانو عبادت د يوه الله جل جلاله  تر عبادت ښه او بهتر بولي حال دا چي د يهودو د دين اساس هم پر وحدانيت ولاړ دى، دا د هغي دښمنۍ تاثير دى چي يهود يې د اسلام او مسلمانانو سره لري.
 
خير قريش د جنګ کولو دپاره راضي سوه، بيا نو دغه د يهودو ډله وغطفان ته ولاړل، غطفان خو هغه څوک دي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغو و منطقې او قبيلو ته ورغلى ؤ او دوى وتښتېدل نو اوس يهودو دوى هم و هغه څه ته را وبلل چي قريش يې ور بللي وه، غطفان هم پر جنګ کولو موافقه ور سره وکړه، د يهودو ډله بيا د بني سُليم وقبيلو ته ورغله هغو هم دا ور سره خوښه کړه، د يهودو مشران د عربو پر مختلفو قبيلو لکه (بنو فزاره) (بنو مُرّه) (بنو أشجع) (بنو أسد) (د حبشيانو قبيله) او نوري مختلفي قبيلې، پر دغو ټولو قبيلو وګرځېدل او د مسلمانانو و جنګ ته يې را بولي چي تقريباً ټولو  قبيلو دغه د دوى غوښتنه او دعوت قبول کړى. 
 
 
په دغه طريقه سره د يهودو سياست پوهان او مشران کاميابه سوه چي په خپل شيطانت سره د کفر مختلفي ډلي يا احزاب د رسول الله صلی الله علیه وسلم  او د هغه د دعوت او مسلمانانو پر ضـد سره را ټولي او يو ځاى کړي. 
 
(نن ورځ هم موږ پر خپل شا وخوا دغه ته ورته دغسي سياسي حرکتونه وينو) 
نو واقعاً هم د مدينې منورې د جنوب د طرفه څخه قريش، دکنانه قبيله او د دوى حُلفاء چي د اهل تهامې څخه وه څلور زره نفر ه را و وتل چي مشر يې ابوسفيان ؤ او په مَرّ الظهران کي بنو سُليم هم ور سره يو ځاى سوه او د مدينې منورې د شرق د طرفه د غطفان قبيلې را و وتلې چي يوه بنو فزاره وه او مشر يې عُیینه بن حِصن ؤ او بله بنو مُره وه چي مشر يې حارث بن عوف ؤ او بنو أشجع را و وتل چي مشر يې مُسَعِر بن رُخَيله ؤ،
 
دغه رنګه بنو أسد او نوري قبيلې را و وتلې، چي په نتيجه کي د دغو قبيلو څخه دومره لوی لښکر جوړ سو چي په ټوله جزيرة العرب کي د اول وار دپاره په دغه اندازه انسانان او لښکر سره يو ځاى کيږي او دغو ټولو احزابو يا ډلو په هغه معين سوي تاريخ چي دوى د مخه سره ټاکلى ؤ د مدينې منورې پر طرف حرکت وکړی، پسله څو ورځو دغه جنګي لښکري چي شمېر يې و لسو زرو نفرو ته رسېدى د مدينې منورې پر شا و خوا سره يو ځاى سوې، سبحان الله! ښايي د دغو لښکرو شمېر او عدد تر هغو ټولو انسانانو چي په مدينه منوره کي اوسېدل که نارينه  وه که ښځي، که کوچنيان وه که لويان، که زاړه وه که ځوانان زيات ؤ. 
 
که چيري دغه سره يو ځاى سوي ډلي او دغه مسلح لښکر په بې خبري سره د مدينې منورې و قلاوو ته رسېدلى واى دا به د مسلمانانو پر نوي دولت او د هغو پر وجود يو داسي لوى خطر واى چي حد او اندازه يې زه نه سم بيانولاى ممکن د مدينې منورې ټول انسانان او کښتونه يې په يوه وار نېست او نابود کړي واى، مګر هلته يو ويښ او باخبره قيادت موجود ؤ چي همېشه يې ګوتي پر هغه غورځېدونکو  رګو پرتې وې، د حالاتو معلومات يې کاوه او د حالاتو د خطر اندازې يې سنجولې، دغه لښکرو د هغه خپلو ځايو څخه حرکت نه ؤ کړى چي د مدينې منورې استخباراتو و خپل قائد اعلْى صلی الله علیه وسلم  ته د دغه خطرناکه حرکتو حالات و رسول، رسول الله صلی الله علیه وسلم  پوه سو چي د دغو ډلو يا احزابو مقصد مدينه منوره ده.
 
 
نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  ډېر ژر يو عالي مشورتي مجلس جوړکړی چي په هغه مجلس کي د مدينې منورې څخه د دفاع پر موضوع خبري کېدلې، پسله  هغه څخه چي د مسلمانانو مشرانو او د شورْى غړو بحث او مناقشې سره وکړې پر هغه پيشنهاد يا وړانديز يې اتفاق وکړی چي يوه جليل القدره صحابي حضرت سلمان فارسي رضی الله عنه  تقديم کړى، سلمان فارسي رضی الله عنه  و ويل: يا رسولَ الله!کوم وخت چي موږ د فارس په مځکه کي ؤ موږ يوه داسي حِيله یا چم درلودى که به د يوه لوى لښکر د طرفه حمله راباندي کېدل موږ دغه حيله استعمالول، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: هغه کومه حيله وه؟
 
سلمان فارسي رضی الله عنه  و ويل: د خپلي منطقې پر شا وخوا به مو يو لوى خندق وکِندى، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: چي څنګه خندق؟ ځکه دغه حيله په عربو کي نه وه او نه يې پېژندل، سلمان رضی الله عنه  د خندق په باره کي تفصيل ورکړی او د هغه په مقصد يې پوه کړی، دا کار يوه ډېره حکيمانه نقشه وه او عربو ته تر دغه د مخه دغه نقشه نه وه ور معلومه، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  ډېر ژر د دغي نقشې په عملي کولو شروع وکړه او هر لس نفره مسلمانان يې په دې سره امر کړه چي (40) ذراعه خندق به کِني.
 
 
د دغه خندق د ځاى معلومولو او کيفيت دپاره مجبوره يم چي د مدينې منورې کَروکي يا جغرافيايې کيفيت درته بيان کړم، دا د دې دپاره چي موږ پوه سو چي خندق څنګه او چيري وکندل سو او رسول الله صلی الله علیه وسلم  ولي دغه ځاى د خندق د کِندلو دپاره اختيارکړى او پاته يهود د مدينې منورې په کومه منطقه کي اوسېدل؟ او دغه يوه خندق څنګه او په څه ډول ټوله مدينه منوره د دښمن د حملې څخه وساتل؟ 
په هغه وختو کي د مدينې منورې ښار په خپله په يوه عجيب شکل سره واقع ؤ .
 
 
هغه داسي: مدينه منوره د درو (حَرّو) په منځ کي پرته وه (حرّةُ الواقم) (حرّةُ الوَبره) او بله هغه (حَرّه) وه چي د مدينې منورې په جنوب کي وه، حَرّه څه شي ده؟ حرّه و هغه لوى او پراخه دښت او منطقې ته ويل کيږي چي ټول وچ او آوار دښت وي، خو دغه دښت په لويو لويو، تورو، غټو، ښوئ او ګرديو ډبرو ډک وى، يعني: پراخه او لوى دښت چي مځکه يې رېګنه ده او په دغه رېګ کي لوى لوى غټي. توري، ښوئ او ګردۍ ډبري يوه د بلي تر څنګ پرتې وي، دغسي مځکي ته په عربي کي (حـَرّه) وايي، اوس نو په دغه حـرّه کي پياده او يواځي يو سړئ په ډېر تکليف او مشکلاتو سره تګ کولاى سي او هغه هم ممکن يو کيلو متر لار په يوه شباروز کي نه كړي قطعه، مګر د سپاره سړي يا د لښکر دپاره په دغه حـرّه کي د تېرېدلو امکان نسته، نو مدينه منوره په طبيعي شکل د درو طرفو څخه په دغو درو حاراتو سره ساتلې وه او هغه منطقې چي په جنوبي طرف کي د دغو حاراتو په منځ کي دي هغه بيا ټول باغونه دي چي هلته هم دښمن نه سي ور ننوتلاى او د مدينې منورې په جنوب غرب کي يو  غـر دى چي د جبلِ عِير په نامه سره ياديږي، اوس نو مدينه منوره طبيعتاً د درو طرفو څخه و ساتل سوه، لکه قلا چي پر را ګرځېدلې وي. چي هغه درې ساتلي او محفوظ طرفونه: شرق، غرب او جنوب دي. 
 
 
په مدينه منوره کي د يهودو ځايونه چيري دي؟ و مدينې منورې ته اول او نژدې کلى د بني قينقاع د يهودو کورونه وه چي دغه کورونه تر نورو ټولو کُلو و مدينې منورې ته هغه نژدې کلى دى او د بني قينُقاع يهود ايستل سوي دي چي قصه يې د مخه درته بيان سوه، او بل په حـرّه جنوبيه کي د بني النضير د يهودو کلى او کورونه دي او هغه هم لږ موده مخ کي وايستل سوه چي قصه يې په تفصيل سره درته بيان سوه، اوس نو د يهودو څخه فقط هغه د بني قُريظه يهود پاته دي چي د هغو کورونه او قلاوي د مدينې منورې په جنوب شرق کي او د دوو حـرّو په منځ کي چي حـرّه شرقيه او حـرّه جنوبيه دي واقع دي، چي په دې حساب سره و مدينې منورې ته د داخلېدلو يواځنۍ لار د بني قريظه د يهودو د طرفه څخه ده چي د حـرّه شرقي او حـرّه جنوبي منځ دى، دا خو و مدينې منورې ته يوه لار سوه او بل د مدينې منورې د شمال طرف هم خلاص دى، اوس نو فقط دغه دوې لاري يا دوه ځايه دي چي ممکن د کفارو لښکر د دغو دوو ځايو څخه پر مسلمانانو حمله وکړي او مدينې منورې ته دي داخل سي يا د جنوب شرق څخه چي هلته د بني قُريظه د يهودو کلى دى چي د دوو حـرّو په منځ کي واقع دى، يا د شمال د طرفه د هجوم او حملې امکان سته. 
 
اوس چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د خندق د کِندلو إراده وکړه نو يې د بني قريظه يهود را وغوښتل، هغه چي پخوا هم د مسلمانانو د طرفه د دغو يهودو سره  د صلحي او همکارى عهد او وعده موجود وه، بيا يې هم هغه عهد نوى او تازه کړى، يهودو هم ټينګي وعدې ورکړې چي موږ ستاسي پرطرف يو او د دغي لاري ساتنه پر موږ ده، هيڅکله به مشرکان پرې نږدو چي د دغي لاري څخه دي مدينې منورې ته داخل سي دغه د جنوب شرق د لاري ساتل زموږ وظيفه ده، چي په دغه عهد او پيمان سره مدينه منوره د ټولو اطرافو څخه وساتل سوه بېله شِمال څخه، په شمال کي بيا د اُحُد غر پروت دى، خو د مدينې منورې ښار او کورو ته نژدې يو بل غر هم سته چي جبلِ سَلع ورته ويل کيږي،
 
 
اوس نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  د مدينې منورې په شمال کي د خندق د کندلو دپاره داسي ځاى اختيار کړى چي دغه خندق د  مدينې منورې شمالي طرف و ساتي، که څه هم هلته په حـرّةُ الوَبره کي ځيني داسي ځايونه وه چي ممکن څوک تر را تېر سي خو مسلمانانو هغه ځايونه هم په کوچنيو کوچنيو خندقو بند کړه، مګر لوى او عمومي خندق د شمال خندق ؤ او رسول الله صلی الله علیه وسلم  د مسلمانانو د لښکر د أړولو دپاره هم ځاى خوښ او انتخاب کړى چي هغه ځاى د خندق او جبل سلع په منځ کي ؤ چي دا ځاى هم د مدينې منورې په شمال کي واقع دى، اوس نو د مدينې منورې څخه نيولى بيا د اُحُد تر غره پوري خندق کِندل کيږي او جبل سلع هم د مدينې منورې او د خندق په داخل کي راغلى، رسول الله صلی الله علیه وسلم  د خپل لښکر دپاره داسي ځاى خېمې و درولې، چي خندق د دوى و شمال ته سو او جبل سلع د مسلمانانو د لښکر و شا ته سو. 
 
اوس نو مدينه منوره پوره و ساتل سوه هيڅ داسي لار نسته چي د هغه طرفه څخه دي و مدينې منورې ته لښکر ور داخل سي، بيا نو د خندق په کندلو شروع وسوه، دا خو معلومه او ښکاره خبره ده چي خندق ډېر اوږد دى او ډېره مسافه نيسي نو خود کنِدل يې هم آسانه کارنه دى، رسول الله صلی الله علیه وسلم  مسلمانان سره تقسيم کړه او د هرو لسو نفرو دپاره يې يو مشر  و ټاکى او هرو لسو نفرو ته يې څلوېښت ذراعه مځکه د کندلو دپاره ورکړه، صحي او منظم تقسيمات وسوه د هري ډلي دپاره دکِندلو ځاى او اندازه معين کړل سوه، اوس خو تاسي ته د خندق اوږد والى در معلوم سو چي د مدينې منورې شمالي طرف يې ټول نيولى ؤ، مګر عُمق يا د خندق ژور والى څومره ؤ؟
 
 
خندق په دومره اندازه ژور ؤ که يو څوک و دغه خندق ته ور و لويږي بيانو د هغه څخه را پورته کېدل يا را ختل سخت او مشکل وه، په آساني څوک نه سي ځني را پورته کېدلاى او د خندق عرض يا بـر دومره ؤ چي آس نه سواى تر غورځېدلاى، بېله هغه اصلي او تيزو آسانو څخه چي هغه هر چا نه درلودل، مګر عادي او معمولي آسانو نه سواى کولاى چي تر خندق دي واوړي، دا د خندق بَر او ژور والى ؤ، اوس نو د خندق کِندل د دغو شرايطو سره موافق شروع سوه چي دغه کار د کفارو او احزابو د راتګ دپاره د مسلمانانو تياري او آمادګي وه. 
 
 
صحابۀ کرامو د خندق په کِندلو شروع وکړه، مسلمانانو مريان او نوکران نه درلودل چي د دوى سره یې په دغه کار کي مرسته کړې وای نو خود دوی په خپله کار کاوه حتّْی رسول الله صلی الله علیه وسلم  هغه اکمل البشر په دغه کندلو کي حصه ور سره اخستل. 
 
 
امام بخاري د سهل بن سعد رضی الله عنه  څخه روايت کوي چي وايي: موږ د خندق په کندلو کي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره ملګري ؤ نورو به کندل کول او موږ به يې پرخپلو اوږو خاوري چلولې. 
 
دا معلومه خبره ده چي د وچي او کلکي ډبريني مځکي کندل آسانه کار نه دى انسان ستړ‌ى کوي نو به صحابۀ کرامو خپل فکرونه او ځانونه په ځينو اشعارو مشغولول اشعار به يې ويل او کار به يې کاوه، امام بخاري رحمة الله عليه  روايت کوي: صحابۀ کرامو چي د خندق په کندلو کي اول شعر و وايه هغه لره يوه قصه سته، هغه داسي: 
 
د خندق دکندلو په وخت کي يو سړئ راغلى او نوى مسلمان سو، رسول الله صلی الله علیه وسلم  پوښتنه ځني وکړه چي نوم دي څه دى؟ ده ويل جُعل يا جُعَيل، جُعل و هغه توري خزدکي ته ويل کيږي چي مرغټاني جوړوي، معلومه خبره ده چي دا ډېر بد نوم دى د رسول الله صلی الله علیه وسلم  دغه نوم نه سو خوښ نو يې و سړي ته و ويل: د نن ورځي څخه ستا نوم عمرو دى هغه پخوانئ نوم  دي پرېږده او عمرو دي نوم کښېږده، سړي ويل: هـو زه عمرو يم، مسلمانانو د دغه واقعې څخه شعر جوړکړى چي هغه داسي ؤ:
 
سَمّاهُ مِن بَعدِ جُعَيلٍ عمرواً
وَکانَ  لِلبَا ئسِ يَوماً  ظَهراً
 
صحابۀ کرامو به دکار په وخت کي دغه شعر وايه او هغه شعر به يې هم وايه کوم چي د مسجد نبوي او مسجد قُباء د جوړولو په وخت کي يې وايه چي هغه داسي ؤ: 
 
اللّهم اِن العَيشَ عيشَ الآخره
فاغـفر للانصـار و   المـهاجـره
 
امام بخاري د انس رضی الله عنه  څخه روايت کوي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  و خندق ته ور و وتى وې ليده چي مهاجرين او انصار په يوه يخ سهار کي خندق کِني، دوى مريان او نوکران نه درلودل چي په دغه کار کي د دوی مرسته وکړي، رسول الله صلی الله علیه وسلم  چي د دوى دغه ستړيا، يخ او لوږه وليدل نو يې و ويل:
 
اللّهم اِن العيش عيش الآخره
فاغـفر للانصـار و   الـمـهاجـره
 
يعني: په تحقيق سره واقعي ژوند د آخرت ژوند دى، نو الْهي ته و انصارو او مهاجرينو ته عفوه وکړې، صحابۀ کرامو د ده صلی الله علیه وسلم  په جواب کي و ويل: 
 
 
نـحـنُ الـذين   بايـعوا   محمّداً
عـلى الجـهـادِ مـا بـقِـيـنـا أبـداً
 
موږ  هغه کسان يو چي د محمّد صلی الله علیه وسلم  سره مو  ترڅو چي ژوندي يو پر جهاد بيعت کړى دى. او عبدالله بن رواحه رضی الله عنه  چي ښه شاعر ؤ د مسلمانانو دپاره دغه بيتونه جوړ کړه:
 
 
اللهم لولا انت ما اهـتدينا
ولا تـصـدقنا  ولا   صـليـنـا
 
  
فَـاَنـزلـن سکـينـةً علـينـا
وثبـت الاقـدام  ان لاقـينا
اِن الاُولى رغـبـوا عليـنـا  
وان أرا دوا فـتنـةً  أبيـنــا
 
امام بخاري د براء بن عازب رضی الله عنه  څخه روايت کوي چي وايي: ما رسول الله صلی الله علیه وسلم  وليدى چي د خندق خاوري يې چلولې ترڅو چي په خاورو او دوړو کي داسي پټ ؤ چي ما د ده صلی الله علیه وسلم  د مبارک نس پوست نه  ليدى، د پوست پر ورېښتانو يې دومره ګرز او خاوري پرتې وې چي نس مبارک يې نه معلومېدى او د دغه خاورو چلولو په وخت کي مي دغه د عبدالله بن رواحه بيتونه ځني واورېدل چي د ځان سره يې ويل صحابۀ کرامو به دکار په وخت کي دغه ذکر سوي اشعار ويل او رسول الله صلی الله علیه وسلم  به هم ور سره ويل.
 
 د خندق د کِندلو کار پرله پسې شروع دى مګر صحابۀ کرامو د ډېر مسکنت په سبب د خوړلو دپاره شئ نه درلودى خو بيا هم په وږي نس په کندلو کي ډېر کوښښ کوي کار په ډېر شوق او چالاکي سره کوي مګر د لوږي څخه تر داسي اندازې په تکليف وه چي زړه به دي پر ټک ټک سي. 
 
امام بخاري د انس رضی الله عنه  څخه روايت کوي چي وايي: اهل خندق ته به يې يوه لپه اوربشي چي په بد بويه او بد خونده وازګو به لړل سوي وې را وړې او د څو نفرو مخ ته به يې د خوړلو دپاره کښېښوولې چي هغه به هم په ستوني پوري مښتلې او هم به يې بد بوى تلى. 
ابو طلحه رضی الله عنه  وايي: موږ و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته د خپلي لوږي شکايت وکړی نو مو نسونه ور ښکاره کړه چي د لوږي مو پر نسو يوه يوه ډبره تړلې وه، رسول الله صلی الله علیه وسلم  خپل مبارک نس را ښکاره کړى چي دوې ډبري يې پر تړلي وې. 
 
 
مګر منافقان! څرنګه چي دوى په ښکاره سره ځانونه مسلمانان بلل نو مجبوره وه چي د خندق په کِندلو کي کار وکړي او حصه واخلي مګر هر وخت او هر ګړئ به تله، کوم وخت چي به يې د ملګري فکر نه ؤ دئ به تللى ؤ کار به يې نه کاوه او پټېدل به، په کورو کي به ناست وه پر وخت به کار ته نه ورتله، يوه او بله بهانه به يې کول حتّْی ځينو يې دکندلو کار پر مخ پرېښاوه، ځينو به بيا ويل: يا رسولَ الله! زموږ په کورو کي څوک نسته بېريږو چي د جنوب د طرفه څوک حمله پر و نه کړي، نو موږ غواړو چي د خپلو کورو د ساتني دپاره په کورو کي پاته سو او رسول الله صلی الله علیه وسلم  به و دغو نفرو ته اجازه ورکول چي ولاړ سى ځکه اصلاً په دوى کي خير نه ؤ او صحابۀ کرام به په کندلو مشغوله وه، دغه د خندق کِندلو ډيري شپي او ورځي په برکي و نيولې. 
 
 
د خندق دکندلو په وخت کي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  ډيري معجزې ښکاره سوي دي او د دغو معجزو د ښکاره کېدلو دپاره يو مهم سبب موجود ؤ هغه دا چي دغه وخت ډېر باريک او د امتحانه څخه ډک وخت ؤ، نو د رسول الله صلی الله علیه وسلم  معجزې د مسلمانانو دپاره د ثُبات او پر اسلام د دوى د پاته کېدلو سبب وګرځېدې چي اوس به هغه معجزې يوه يوه درته بيان سي. 
 
 
ان شاءالله نور بیا....
 
ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند
 
www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته