تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نوي سيرت:هغه قبائل چي اسلام پر عرض کړل سو!
  تعليم الاسلام ويب پاڼه
  July 6, 2020
  0

نبوي سیرت (۱۰۵ برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


هغه قبائل چي رسول الله صلی الله علیه وسلم اسلام پر عرض کړى دى

 

زُهري رحمة الله عليه  وايي: هغه قبيلې چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  اسلام پر عرض کړى دى او موږ ته يې نومونه راياد سوي دي داسي دي: بنو عامر بن  صعصعه، محارب بن خصفه، فزاره، غسان، مُره، حنيفه، سُلَيم، عَبس، بنو نصر، بنو البکاء، کِنده، کلب، حارث بن کعب، عذره، حضارمه، خو په دوی ټولو کي يوې قبيلې هم اسلام نه دى قبول کړى.

او دغه قبيلې چي زُهري رحمة الله عليه  يې نومونه ياد کړي دي پر دوى د اسلام عرضول نه په يوه کال کي وه او نه د حج په يوه موسم کي وه بلکه دغه د اسلام عرضول د بعثت د څلورم کال څخه بيا د هغه حج تر آخري موسمه پوري وه چي تر هجرت د مخه ؤ او دا هم نه سو تعينولاى چي په کوم موسم کي يې پر کومو  قبيلو اسلام عرض کړى دى، کوم وخت چي به د حج موسم شروع سو او د شا وخوا څخه به د عربو قبيلې د حج دپاره مكې مکرمې ته ورتلې رسول الله صلی الله علیه وسلم  به پر دغو قبيلو ګرځېدى د يوې قبيلې څخه به بلي ته ورتلى او اسلام ته به يې دعوتول، يو صحابي چي د انصارو څخه دى هغه روايت کوي، که څه هم په هغه وخت کي پر هغه خپل کفر او شرک ؤ هغه وايي: د حج په موسم کي مي رسول الله صلی الله علیه وسلم  وليدى چي د يوې قبيلې څخه به بلي قبيلې ته ورتلى او اسلام به يې پر عرضاوه خو تر شا يو نفر په پسې ؤ (د هغه نفر علامې بيانوې) او وايي: هغه نفر سپين پوستى سړئ ؤ، دوې کوڅۍ يې درلودې، په سترګو چپک ؤ، کوم وخت چي به رسول الله صلی الله علیه وسلم  د دعوت د خبرو څخه فارغه سو نو به دغه سړئ ولاړ سو او و به يې ويل: پام کوى چي د ده خبري و نه منى دئ درواغجن او د دينه اوښتى دى موږ د ده قوم يو او تر هر چا د ده په حال خبر يو، نور به يې هم د دغه قسمه څخه خبري وکړې، رسول الله صلی الله علیه وسلم  به هيڅ نه ورته ويل، نه به يې منعه کاوه نه به يې شړى، نه به يې نور بحث ور سره کاوه چي ته ولي را پسې يې؟ 

د قصې راوي وايي: ما پوښتنه وکړه چي دغه نفرڅوک دى چي په رسول الله صلی الله علیه وسلم  پسې دى؟ ويل: دا يې اکا ابولهب دى، هغه چي د اسلامه څخه يې د خلكو په منعه کولو کي تخصص درلودى، د موسم په وخت کي يې ځان نه په تجارت او نه د دنيا په نورو کارو مشغوله کاوه بلکه خپل ځان او خپل وخت يې د دغه دپاره وقف کړي وه چي خلك د اسلامه څخه منعه کړي او پر دې سربېره به رسول الله صلی الله علیه وسلم  نه څه ورته ويل او نه يې منعه کاوه.

 اوس به په مختصر ډول سره د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د طرفه پر ځینو قبيلو د اسلام عرضول او د قبيلو د طرفه د هغو  رَد يا جواب درته بيان سي:  

۱- رسول الله صلی الله علیه وسلم  د بني کلب د قبيلې و يوه ښاخ ته ورغلى چي بنو عبدالله ورته ويل کېده او ورته وې فرمايل: يا بني عبدالله! الله جل جلاله  ستاسي د نيکه نوم ښه نوم ايښى دى اسلام او د الله وحدانيت قبول کړى، خو هغو بد بختانو دغه دعوت او بلنه نه کړه قبول.    

۲- رسول الله صلی الله علیه وسلم  د بنو حنيفه د قبيلې و خېمو ته ورغلى او اسلام يې پر عرض کړى، خو د عربو په ټولو قبيلو کي د يوې جواب دومره بد او ناوړه جواب نه ؤ لکه د دوى.

۳- رسول الله صلی الله علیه وسلم  د بني عامر بن صعصعه و قبيلې ته چي يوه ډله يې د حج دپاره راغلې وه ورغلى، پوښتنه يې وکړه چي د دې قبيلې مشر او سردار څوک دى؟ خلكو ويل: ضَيحه ذو فَراس بن صعصع يې مشر دى،  رسول الله صلی الله علیه وسلم  و ويل: زه غواړم چي ور سره و وينم. 

رسول الله صلی الله علیه وسلم  د هغه سره کښېنستى اسلام او د هغه احکام يې ورته  بيان کړه، کلام الله يې ورته تلاوت کړى، سړي چي دکلام الله معجز بيان واورېدى ډير تر تاثير لاندي سو نو ويل: ته لږ انتظار وکړه، ضيحه ولاړ سو خپل قوم يې سره راټول کړى او ويل: يا قوم! ما ته يو سړئ راغلى او داسي کلام يې راته و وايه چي ما په ټول عمر نه دى اورېدلى (دا دکلام الله اعجاز دى، الْهي کلام معجِز او بې مثله دى) ضَيحه و ويل: قسم په الله دغه سړئ به د دغه کلام په واسطه پر ټولو عربو غالبه او حاکم سي، قوم ويل: نو څه إراده لرې؟ ضيحه ويل: زما په فکر بايد متابعت يې وکړو، قوم ويل: ته زموږ مشر او سردار يې څنګه چي ستا خوښه وي هغسي وکړه.

 ضيحه و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته و ويل: ايمان درباندي را وړو، عزت دي کوو، زموږ توري ستا تر امر لاندي دي خو په يوه شرط، رسول الله صلی الله علیه وسلم  ويل: شرط دي څه شي دى؟ ضيحه و ويل: شرط دا دى چي تر تا وروسته به امر زما وي، يعني: تر تا وروسته به زه خليفه يم، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: امر د الله دى هر چا ته چي د الله جل جلاله  خوښه وي و هغو بندګانو ته يې ورکوي او عاقبت د پرهيزګارانو دى، ضيحه و ويل: يا محمّد! صلی الله علیه وسلم  موږ د عربو و تورو ته غاړي ايږدو، جنګ يې قبلوو او بيا به آمريت د بل چا وي؟  خلافت زما کړه متابعت او دفاع به دي وکړو، بيا هم رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل:
»اِنَ الأمرَ لِلّه يَضَعَهُ حَيثُ يَشَاءُ مِن عِبَادِهِ وَالعَاقِبَةُ لِلمُتَقِين « .
 امر د الله جل جلاله  دى هر چا ته چي د ده عزوجل  خوښه وي هغه ته يې ورکوي او آخرت هم د متقيانو دى، څرنګه چي د ضيحه طمعه د دنيا او آمريت وه او په دې پوهېدى چي اسلام غالبه کيږي، اسلام به پر عربو حاکم وي، نو يې د آمريت طمعه او اميد په سرکي پيدا سوه، نو ځکه و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته يې و ويل: اسلام قبلوم په دې شرط چي تر تا وروسته به زه خليفه يم، رسول الله صلی الله علیه وسلم  د خلافت وعده نه ور سره وکړه او ده  هم اسلام نه کړی قبول، ځکه اصلاً دئ په ايمان او اسلام را وړلو کي صادق نه ؤ بلکه طمعه يې د آمريت او دنيا وه.
 
کوم وخت چي دغه د بني صعصع ډله و خپلي قبيلې ته ولاړه هلته د دوى په قبيله کي يو  ډير سپين ږيرى سړئ ؤ چي د خپل ضعف په سبب حج ته نه سواى تلاى مګر هوښيار او پوه سړئ ؤ او هر وخت چي به د ده د قبيلې خلك د حج د سفره څخه راغله ده به د حالاتو پوښتنه ځني کول، په دې وار کي يې هم پوښتنه ځني وکړه چي په حج کي مو څه حال ؤ؟ قوم د خپل سفر حال ورته و وايه، خو دغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم  قصه يې نه ورته وکړه.

 سپين ږيري و ويل: بېله دغه نوره نوې خبره نه وه پېښه سوې؟ دوى ويل: هو داسي د قريشو يو ځوان چي د بني عبدالمطلب څخه ؤ راغلى او دا يې ويل: چي زه نبي يم، موږ يې و دې ته بللو چي د ده سره و درېږو، د خلكو د آزارو څخه يې وساتو او زموږ سره يې زموږ وطن ته راولو، موږ د ده غوښتنه نه کړه قبوله، سپين ږيري دواړه لاسونه پر سر کښېښوول او ويل: تاسي لره دي افسوس وي آيا د دغه شي عوض پيدا کولاى سى؟ څنګه مو  پرېښاوه، دا تر لمر روښانه ده چي دغه سړئ نبي دى آيا تاسي نه ياست خبر چي دا وخت د آخري نبي د راتللو دى؟ او دغه آخري نبي به هم د اسماعيل عليه السلام  د اولادې څخه وي او د اسماعيل عليه السلام  اولادې تر اوسه د نبوت دعوه نه ده کړې، دا د اسماعيل عليه السلام  د اولادې څخه اول نفر دى چي د نبوت اظهار او اعلان کوي په والله خامخا دئ نبي دى، عقلونه مو چيري وه؟ څنګه مو پرېښاوه، خو د سپين ږيري خبره چا نه کړه قبوله او د دوى څخه هغه ابدي عزت د لاسه و وتى، ځکه که دوى ايمان را وړى واى دوى به انصار واى مګر بد قسمته وه دغه شرف يې نه ؤ په نصيب سوى. 


ان شاءالله نور بیا....

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

www.taleemulislam.net

سرته