تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیرت نبوي د دُومة الجندل غزاء
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 1, 2020
  0


سیرت نبوي (۱۹۴برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د دُومة الجندل غزاء

 

رسول الله صلی الله علیه وسلم  د بدره څخه بيرته مدينې منورې ته ولاړى، په ټوله اسلامي منطقه کي يو وار بيا أمن  او سلامتيا قائم سوه، اسلامي دولت په أمان او إطمينان سره شپې او ورځي تېروي، رسول الله صلی الله علیه وسلم  يو وار بيا و دې ته فارغه سو چي د عربو و هغه ليرو حدودو ته متوجه سي،

د دعوت  دپاره د مسلمانانو تسلط او سيطره پر ليري منطقو زياته سي او د مسلمانانو په موجودیت دوستان او دښمنان اعتراف وکړي، د بدر د دوهمي غزاء شپږ مياشتي تيري سوې او رسول الله صلی الله علیه وسلم  په مدينه منوره کي دى څو بيا داسي خبر ورته راغلى: کومي قبيلې چي د دُومة الجندل پر شا وخوا دي هغه په لارو کي دريږي او هرڅوک چي پر دغو لارو تېريږي هغه شکوي، يعني لويي لاري يې نيولي دي او غلاوي کوي او په عين وخت کي يې د مدينې منورې د حملې دپاره يو لوى لښکر هم سره يو ځاى کړى دى. 


دومةُ الجندل د مدينې منورې څخه ډېر ليري دى، دومة الجندل د مدينې منورې په شمال کي د شام پر حدودو پروت دى، د دوُمة الجندل او د مشق په منځ کي د پنځو ورځو لار ده، خو د مدينې منورې څخه تر دوُمة الجندل پوري د پنځلسو ورځو لار ده، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  د هجرت د پنځم کال د ربيع الاول په مياشت کي د زرو نفرو مسلمانانو سره د دُومة الجندل پر طرف رهي سو او د بني عَذَره د قبيلې څخه يې يو نفر چي مذکور نومېدى د رهنما يا لار ښوونکي په صفت ور سره رهي کړى چي مسلمانانو ته تر دُومة الجندل پوري پټي او نژدې لاري ور وښيي، اسلامي لښکر د شپې تګ کوي او د ورځي پټيږي، دا د دې دپاره چي د دښمن په بې خبري کي پر هغو حمله وکړي،

 

اوس چي دومة الجندل ته ور نژدې سوه وې لیده چي هلته هيڅوک نسته، نو مسلمانانو د هغو پر حيواناتو او چوپانانو حمله وکړه، د چوپانانو څخه چي څوک تښتېدلاى سواى هغه وتښتېدل او څوک چي زخمي کېده هغه زخمي سوه او په خپله د دُومة الجندل اوسېدونکي شا وخوا تښتېدلي او پټ سوي وه، اوس چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د دوى په منطقه کي واړول هيڅوک يې نه و ليدل، رسول الله صلی الله علیه وسلم  دلته څو ورځي او شپې پاته سو د لښکر څخه يې ټولياني جوړي کړې او شا وخوا  يې ولېږلې، خو نه يې څوک وليدل او نه مسلمانانو ته کوم تکليف پېښ سو. 


څو ورځي وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم  بيرته مدينې منورې ته رهي سو، رسول الله صلی الله علیه وسلم  په دغه سفر او غزاء کي د عُیینه بن حِصَن سره چي د غطفان د قبیلې مشر او رئیس ؤ د صلحي او أمان عهد او وعده وکړه. 


په دغه پرله پسې قاطع او فيصله کونکو اقداماتو په دغه حکيمانه او د عزمه ډکو نقشو سره رسول الله صلی الله علیه وسلم  د أمن  او أمان په را وستلو کي کاميابه سو، په شا وخوا منطقه کي يې صلحه او سلامتيا را وستل پر حالاتو يې تسلط او سيطره حاصله کړه، د ورځو اوښتل يې د مسلمانانو په ګټه تمام کړه، هغه خارجي او داخلي ستړياوي چي پـرله پسې پر مسلمانانو راتلې هغه لږ او سپکي سوې، منافقان چپ او عاجزه سوه، د يهودو يوه بله قبيله د مدينې منورې څخه وايستل سوه، پاته يهودو د همسايه توب حقوق آداء کول، پر هغه خپلو عهدو او وعدو يې په ښکاره سره وفاء کول، شا وخوا صحرايي عرب آرام سوه قريش د هغه خپلو تيزو حملو څخه پڅ سوه، په دغو حالاتو کي مسلمانانو د اسلامي دين د نشرولو او د رب العالمين د رسالت د رسولو فُرصه او موقع پيدا کړه.


د لومړي ټوک پای
الله جل جلاله  لره دي حمد او ثنا وي چي د سرور کائنات صلی الله علیه وسلم  ژوند د لومړي ټوک د لیکلو او پوره کولو توان او توفیق یې راکړی او هم د دغه رب عزوجل   د دربار څخه دا خواست او غوښتنه کوم چي د پاته دوهم ټوک د لیکلو او پوره کولو دپاره صحت او توفیق راکړي.

 
سُبْحَانَ رَبِّكَ رَبِّ الْعِزَّةِ عَمَّا يَصِفُونَ ﴿١٨٠﴾ وَسَلَامٌ عَلَى الْمُرْسَلِينَ ﴿١٨١﴾ وَالْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ ﴿١٨٢﴾


وصلى الله تعالْى على خير خلقه سيدنا و حبيبنا و مولانا محمّدوآله و اصحابه واهل بيته اجمعين.


و السلام علیکم ورحمة الله و برکاته.


د دعاء محتاج  (عنایت الله)

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته