تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نبوي سيرت:د عقبې سره د اهل یثرِب دوهم بيعت
  تعليم الاسلام ويب پاڼه
  July 16, 2020
  0

نبوي سیرت (۱۱۲ برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د عقبې سره د اهل یثرِب دوهم بيعت

 

د بعثت د ديارلسم کال د حج په موسم کي چي د (622) ميلادي کال د جون مياشت وه د مدينې منورې د مسلمانانو څخه (73) نفره نارينه مسلمانان او دوې مسلماني ښځي د خپل قوم د مشرک حاجيانو سره يو ځاى د حج د آداء کولو دپاره را و وتل (تاسي ته معلومه ده چي مشرکانو هم حج کاوه) او دغه مسلمانانو هلته په مدينه منوره کي يا پر لاري سره و ويل: څو ترڅو به رسول الله صلی الله علیه وسلم  د مکې مکرمې په غرو کي تريخ ژوند او په تکليفي حالت کي شپې او ورځي تېروي؟ کوم وخت چي دغه مسلمانان مکې مکرمې ته راغله د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره يې د پټ او سِري ملاقات غوښتنه وکړه، هغه داسي:


دغه مسلمانانو دوه نفره و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته ور ولېږل چي يو يې براء بن معروف ؤ او بل يې سعد بن مالک ؤ چي دغه سعد بن مالک د عربو مشهوره شاعر ؤ او براء بن معروف د انصارو د مشرانو څخه ؤ، دوى رسول الله صلی الله علیه وسلم  په رنګ نه پېژندى خو بيا هم قوم ور ولېږل ويل ورسى پوښتنه وکړی، ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم  مشهوره ؤ ويل ورسى د ملاقات وعده ځني واخلى چي کله او چيري به دغه د حج په موسم کي سره وينو؟ چي بيعت در سره وکړو، دغه دوه نفره رهي سوه او پرلاري يې پوښتنه وکړه چي محمّد صلی الله علیه وسلم  چيري دى؟ خلكو ورته و ويل: هلته د کعبې  شريفي سره ناست دى او که د ده اکا عباس پيژنى هغه ور سره ناست دى، براء بن معروف د رسول الله صلی الله علیه وسلم  اکا حضرت عباس رضی الله عنه  پيژندى، کعبې شريفي ته چي ورغله وې ليدل چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د خپل اکا عباس رضی الله عنه  سره ناست دى، دوى هلته ورغله سلام يې ورته و وايه او ورته کښېنستل، رسول الله صلی الله علیه وسلم  هم و عليک ورته و وايه او پوښتنه يې ځني وکړه چي څوک ياست؟ براء و ويل: زه براء بن معروف يم او سعد و ويل: زه سعد بن مالک يم.  


سعد وايي: کوم وخت چي ما خپل نوم و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته ور ياد کړى رسول الله صلی الله علیه وسلم  يوه جمله و ويل چي هيڅکله مي نه هيريږي او نه يې هېروم، هغه دا چه ما و ويل: سعد بن مالک، رسول الله صلی الله علیه وسلم  په ډير تعجب و ويل: هغه شــــــــــــــآۤعـر! دغسي په اوږده آواز، ما ويل: هو شاعر، سعد بن مالک رضی الله عنه  د مدينې منورې د لوړو او مشهورو شاعرانو څخه ؤ او رسول الله صلی الله علیه وسلم  په دې ډير زيات خوشاله سو چي يو شاعر مسلمانيږي دا ولي؟ ځکه په هغه وختو کي د يوه خبر د نشرولو دپاره دغسي وسائل نه وه موجود لکه د نن ورځي راديو، تلويزيون، اخبار، مجله او نور، د دغو شيانو څخه هيڅ شئ نه ؤ، په هغه وختو کي د خبر د نشرولو دپاره فقط دوه شيه موجود وه، يو خطيب او بل شاعر. 


نو كله چي يو شاعر مسلمان سي دا داسي مثال لري لکه مسلمانانو چي د راديو يا تلويزيون يو اسټېشن پيدا کړی، يا يې د اخبار او مجلې د چاپولو مطبعه پيدا کړه، په هغه زمانه کي د هري موضوع او هري واقعې د نشرولو دپاره د شعر اعتبار ډير زيات ؤ، رسول الله صلی الله علیه وسلم  به په خلكو پسي ګرځېدى په اسلام به یې خبرول او اسلام ته به يې دعوتول مګر شعر په خپله عربو يو د بله سره نقلاوه، حتّْی که شعر ښکنځل هم واى خلكو په ياداوه او نقلاوه يې، ځکه د عربو په طبيعت کي شعر خوښ ؤ او د عربو په هر فرد کي که نارینه ؤ که ښځه د شعر ویلو او شاعرۍ طبیعت پروت ؤ، حتّْی د هغه ډيري علاقې په سبب چي عربو د شعر سره درلودل خبري چي به دي هرڅه ورته وکړې هېرېدې يې، مګر شعر چي به دي يو يا دوه واره ورته و وايه په ياد به يې سو. 


دغه يوه قصه د مثال پر ډول درته بيانوم:


يو وخت! دا بیا وروسته په مدينه منوره کي يو صحرايي عرب و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته راغلى او مسلمان سو، مسلمانانو لمونځ ور وښاوه، لمونځ يې هم زده سو مګر دا يې هيڅ نه زده کېدل چي د هر وخت لمونځ څو رکعاته دى، خلك ورته وايي: سهار دوه رکعاته، ماپښين څلور رکعاته، خو چه هرڅه يې ور وښيي نه يې په ياديږي بيا غلط سي، نو و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته کښېنستى ويل: يا رسولَ الله! هيڅ مي نه زده کيږي چي د هر وخت لمونځ څو رکعاته دى، اوس يې رسول الله صلی الله علیه وسلم  ور ښيي: سهار دوه رکعاته، ماپښين څلور رکعاته، ماځيګر، ماښام، ماخستن، خو صحرايي چي يې وايي غلطيږي، بيا يې ور وښوول بيا غلطيږي، هرڅه چي په وکړي بيا هم غلطيږي نه يې سي زده کولاى، خو دلته يَو صحابي موجود ؤ چي شاعر ؤ، هغه و ويل: يا رسولَ الله! که ستا اجازه وي زه به يې ور وښيم، ويل: ور وېښيه، شاعر و ويل:إ سمَع ياَ رَجُل! سړيه! واوره:


اِنَ الصَّلوةَ اَربَعٌ فَاَربَعٌ   --   ثُمَ ثَلاثَ بَعدَهُنَ اَربَعٌ   --     ثُمَ صَلوةَ الفَجرِ لاَ تُضَيَّع


دغه رکعتونه يې په شعر ور وښوول، بس په ياد او زده يې سوه، مقصد دا چه په عربو کي شعر خاص مقام درلودى، شعر يې په دماغ کي کښېنستى، شعر يې پر ژبو آسانه ؤ، شعر يې په ياداوه او يو د بله يې سره نقلاوه، نوکله چي سعد بن مالک شاعر مسلمان سو، دا د اسلام دپاره ډيره لویه کاميابي وه، ځکه د ده د شعر په واسطه و اسلام ته دعوت نشرېدى، بل چا داسي نه سواى نشرولاى لکه يوه شاعر چي د شعر په واسطه سره نشراوه، نو خود رسول الله صلی الله علیه وسلم د سعد بن مالک په اسلام ډير خوشاله سو او بيا رسول الله صلی الله علیه وسلم  د دغو دوو نفرو سره وعده وکړه چي په فلانۍ شپه به د (عقبې) سره په پټه سره يو ځاى کيږو او هلته به ملاقات سره کوو. 


(عقبه په منْى کي د جمرة الاولى سره د يوه غرګي نوم دى)


اوس به قصه د انصارو و يوه مشر ته پريږدو چي د دغه تاريخي ټولني او اجتماع هغه چي د شرک او اسلام د مقابلې و ورځو ته يې تغير ورکړى حالات را ته بيان کړي: 


کعب بن مالک الانصاري رضی الله عنه  وايي: موږ د مدينې منورې څخه د حج دپاره و مکې مکرمې ته راغلو او د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره مو د ايام تشريق د منځ په ورځوکي د عَقَبِې سره د ملاقات وعده وکړه، څو هغه شپه را  ورسېدل چي موږ د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره په هغه شپه د ملاقات وعده درلودل، په دې سفرکي پر نورو مشرکانو علاوه زموږ د قوم د مشرانو څخه يو مشر او زموږ د اشرافو څخه يو شريف عبدالله بن عمرو بن حَرام چي دئ هم مشرک ؤ را سره ؤ، که څه هم موږ خپل حال زموږ د قوم د مشرکانو څخه پټ ساتى خو د عبدالله بن عمرو سره مو په دې باره کي خبري وکړې او موږ ورته و ويل: يا ابا جابر ته زموږ د اشرافو او مشرانو څخه يو شريف او يو مشر يې او موږ دغه ستا په حال نه يو خوښ، نه غواړو چي سبا د دوږخ اور په تا بليږي، بيا مو اسلام ته دعوت کړى او د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د ملاقات په وعده مو هم خبرکړى، عبدالله بن عمرو اسلام قبول کړی او عَقَبې ته هم را سره حاضر سو او د دوولسو نقيبانو څخه دئ هم يو نقيب ؤ. 


کعب بن مالک رضی الله عنه  وايي: موږ  هغه د وعدې په شپه د خپله قومه سره په خپل ځاى کي بيده سوو، کوم وخت چي د شپې درېيمه حصه تېره سوه موږ د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره د وعدې و ځاى ته يو يو او په پټه ور رهي سوو، څو چه د عقبې سره په هغه شېله کي ټول سره يو ځاى سوو، موږ ټوله (73) نفره نارینه  وو او دوې ښځي را سره وې، چي يوه يې نُسَيبَه بنت کعب وه، چي په اُمَ عماره شره مشهوره ده او بله يې اسماء بنت عمرو وه چي اُمِ منيع ورته ويل کېده. 


موږ په دغه شېله کي سره يو ځاى سوو او د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د راتګ انتظار مو کاوه، څو چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  راغلى او د ده سره د ده اکا عباس بن عبدالمطلب هم ور سره ملګرى ؤ او عباس په دغه وخت کي د خپل  قوم پر دين ؤ خو بيا يې هم دا خوښه وبلل چي د خپل وراره په معامله کي حاضر وي او ځان ته پوره اطمينان حاصل کړي.


 وروڼو! موږ مخ کي و ويل: کوم وخت چي براء بن معروف او سعد بن مالک د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره د ملاقات وخت او ځاى ټاکى عباس رضی الله عنه  هم هلته حاضر ؤ، دغو دوو نفرو نه غوښتل چي د عباس رضی الله عنه  په حضور کي دغه د ملاقات خبري وسي ځکه عباس رضی الله عنه  هغه وخت اسلام ته نه ؤ داخل سوى، خو رسول الله صلی الله علیه وسلم  ورته و ويل: خبري په ښکاره سره کوى دا زما اکا دى مطمئنه اوسى، نو د ملاقات وعده د عباس رضی الله عنه  په حضورکي وسوه، کوم وخت چي د وعدې شپه را ورسېدل عباس رضی الله عنه  و رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ټينګ سو چي زه هم در سره ځم او رسول الله صلی الله علیه وسلم  هم د ځان ملګرى کړى. 


کعب بن مالک رضی الله عنه  وايي: اول هغه څوک چي په دغه اجتماع کي يې خبري وکړې هغه عباس بن عبدالمطلب د رسول الله صلی الله علیه وسلم  اکا ؤ او په پوره صراحت سره يې د دغه مسئوليت چي موږ انصارو پرغاړه اخستى ؤ خطرونه راته بيان کړه او ويې  ويل: 


يا معشرَ الخزرج! محمّد صلی الله علیه وسلم  په موږکي هغه مقام لري چي تاسي ته در معلوم دى، موږ د هغو کسانو څخه ساتلى دى چي د ده صلی الله علیه وسلم  مخالف دي، دئ صلی الله علیه وسلم  په خپل قوم کي په عزت او د دښمنانو څخه ساتلى دى خو دئ صلی الله علیه وسلم  ستاسي په غوښتنه اوس غواړي چي و تا سي ته درسي، که تاسي  په هغه څه سره وفاء کولاى سى چي د ده سره مو وعده کړې ده او د ده د مخالفينو څخه يې ساتلاى سى نو تاسي پوه سی او دغه مسئوليت او که تاسي د ده صلی الله علیه وسلم  تر در تګ یا تر هجرت کولو وروسته دئ صلی الله علیه وسلم  يواځي پرېږدى او د ده و دښمنانو ته يې ورتسليموى نو د اوسـه څخه يې لا پريږدى ځکه دئ صلی الله علیه وسلم  اوس په خپل  قوم او په خپل ښار کي په عزت او ساتنه کي دى. 


کعب رضی الله عنه  وايي موږ و عباس رضی الله عنه  ته و ويل: موږ ستا خبري واورېدې او اوس ته خبري وکه يا رسولَ الله! ستا د خپل ځان او ستا د رب دپاره هغه شيان پر موږ کښېږده چي ستا خوښ وي.


 تاسي پوهېږى چي د انصارو په دغه جواب کي ډيره لويه معنْی پرته ده، يعني: موږ په پوره عزم او تصميم په پوره شجاعت، ايمان او اخلاص سره دغه لوى مسئوليتونه قبلوو او هغه خطرناکه عواقب يې تحملوو خو یا رسولَ الله ته دي خپل شرطونه و وايه.


بيا نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  خپلي خبري وکړې او بيعت پاى ته ورسېدى، اوس نو په  بيعت کي څه شي وه؟ او تر بيعت د مخه کومي خبري وسوې، د دواړو طرفو له خوا څه و ويل سوه؟ ښه متوجه سى! د مسلمانانو دپاره واقعي اسلام دغسي وي.


امام احمد رحمة الله عليه د جابر رضی الله عنه  څخه د دغه بيعت مادې، يا بندونه په تفصيل سره بيانوي او وايي: چي جابر رضی الله عنه  وايي: موږ و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته و ويل: يا رسولَ الله! پر څه شي بيعت در سره وکړو؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل:


1 - د ضعف او قوت په وخت کي به زما اوامر اورى او قبلوى.


2- د پراخۍ او مفلسۍ په وخت کي به ما او زما ملګرو ته نفقه را کوى.


3 - امر بالمعروف او نهي عن المنکر به کوى، يعني: خلك به په ښو امر کوى او د بدو څخه به يې منعه کوى. 
سبحان الله! نن ورځ خلك څومره د دغه کار څخه ليري دي اوکه بيا يو څوک دغه کار کوي اورېدونکي په قسم قسم خبرو او لغازو د هغه د خبرو مخ نيوى کوي، د خپل غرور او کبريا په سبب نه غواړي چي داسي څوک پيدا سي چي و دوى ته دي د دوى عيب و وايي او سمي لاري ته دي يې را وبولي.


4 - د الله جل جلاله  په لار کي به ثابت درېږى، په الْهي اوامرو کي به د ملامتۍ ويونکو خبري تاثير نه درباندي کوي. 
يعني د خلكو د ناخوښۍ یا نه رضائیت په سبب به الْهي اوامر نه پرېږدى.


5 - که زه و تا سي ته درغلم زما نصرت به کوى او ما به د هغو شيانو څخه ساتى چي د هغو څخه خپل ځانونه خپلي ښځي او خپل اولادونه ساتى او د دغه کارو او شرطو د عملي کولو په بدله او مقابل کي تاسي لره جنت دى. 


کعب بن مالک رضی الله عنه  وايي: براء بن معرور رضی الله عنه  رسول الله صلی الله علیه وسلم  تر لاس ونيوى او ويل: هو په هغه ذات سره دي زموږ قسم وي چي ته يې په حقه  سره رسول را لېږلى يې موږ به ستا داسي ساتنه کوو لکه د خپلو اولادو او کورنيو ساتنه چي کوو، بيعت را سره وکه يا رسولَ الله! په والله موږ  په جنګ پوه، په جنګ کي پاخه او د همت خاوندان يو، موږ ته همت او مړانه د نيکه ګانو څخه په ميراث را پاته دي.


 کعب رضی الله عنه  وايي: براء خبري کولې چي ابو الهيثم بن التيهان يې په خبرو کي ور ولوېدى او ويل: يا رسولَ الله! زموږ او د خلكو په منځ کي علائق سته او موږ هغه علاقات پرېکوو (د خلكو څخه يې د مدينې منورې يهود مقصد وه) نو ويل: داسي خو به بيا نه پيښيږي چي موږ هغه علاقات پرې کړو او الله جل جلاله   تا او ستا دين لوړ او ښکاره کي او بيا ته موږ پرېږدې او خپل قوم ته راسې؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم  تبسم وکړی او وې فرمايل:« بَلِ الدّم الدّم، والهدم الهدم » زه ستاسي څخه يم او تاسي زما څخه ياست د هغه چا سره جنګېږم چي تاسي ور سره جنګېږى او د هغه چا سره صلحه کوم چي تاسي صلحه ور سره کوى. 


پسله هغه څخه چي د بيعت پر شرطو خبري وسوې او اوس مسلمانان غواړي چي په بيعت کولو شروع وکړي بيا هم دوه نفره د هغه اولو مسلمانانو څخه چي د بعثت په يوولسم او دوولسم کال کي مسلمانان سوي وه يو په بل پسي د خبرو کولو دپاره ولاړ سوه غواړي چي و خپل قوم ته د دغه بيعت پوره مسئوليت او خطرونه ور ښکاره کړي، دا دپاره د دې چي دغه بيعت په پوره وضاحت او ښکاره ډول سره وي او دوى پوه سي چي د دوى قوم د تضحيې او قربانۍ دپاره څومره آمادګي لري. 


ابن اسحاق وايي:کوم وخت چي قوم د بيعت دپاره آماده سو عباس بن عُباده بن نضله رضی الله عنه  و ويل: تاسي پوهېږى چي تاسي د دغه سړي سره پر څه شي بيعت کوى؟ قوم ويل: هو. 


ده و ويل: تاسي د خلكو د تور او سره سره پرجنګ کولو بيعت کوى، که تاسي په دې فکر ياست، که مو مالونه په يوه مصيبت سره تباه سوه، يا ستاسي اشراف او مشران و وژل سوه بيا نو تاسي دئ و دښمنانو ته ور تسليموى نو د اوسه څخه يې لا پرېږدى، ځکه که بيا داسي وکړی دا کار په والله د دنيا او آخرت ښويېدل دي او که تاسي په ځانو کي دا قدرت وينى چي د مال پر تاوان او د مشرانو پر وژل کېدلو سر بېره پر دغه شرطو وفاء کوى نو يې در سره بوزى او په والله دا ستاسي د دنيا او آخرت خير دى. 


قوم و ويل: موږ يې د مال په تاوان، د اشرافو او مشرانو په وژنه، قبلوو او را سره بيايو.


بيا قوم و ويل: يا رسولَ الله! که موږ دغه کار وکړى د هغه په بدله کي موږ ته څه شي سته؟ يعني: که موږ دغه شرطونه پر ځاى کړه ته موږ ته څه شي را کوې؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: ستاسي دپاره جنت دى. 


د دنيا د شيانو څخه يې هيڅ شئ نه ورته و وايه چي يا به خلافت ستاسي  وي يا نور دنيوي شيان، فقط ويل: تاسي لره جنت درکول کيږي. 
قوم و ويل: لاَ نُقِيل وَلاَ نَستَقِيل، يعني: بس پر دغه مو فيصله ده، نه به موږ عذر کوو او نه ته. 


قوم ويل: لاس دي د بيعت دپاره راکه، جابر رضی الله عنه  وايي: موږ د بيعت دپاره ور ولاړ سوو، په دغه وخت کي اسعد بن زُراره رضی الله عنه  د رسول الله صلی الله علیه وسلم  لاس ونيوى او دئ په دغه درو اويا نفرو کي په عمر تر ټولو کشر ؤ او ويل: يا اهل یثرِب! په کراره سره، موږ و ده  ته اوښان نه حلالوو چي فقط يوه مهماني ده، بلکه موږ پوهيږو چي دا رسولُ الله دى د ده بېول د ټولو عربو سره د روابطو او علاقاتو شکول دي (ځکه په هغه وخت کي ټول عرب مشرکان وه) او ستاسي د اشرافو وژل دي او تاسي به د عربو توري ژويي، يا به تاسي پر دغو ټولو خطرو او مشکلاتو  صبر کوى نو يې بوزى او ستاسي اجر پر الله دى، يا به تاسي پر خپلو ځانو بېرېږى نو يې پرېږدى او د الله په حضور مو دغه عذر دى، پسله دغه ټولو تاکيداتو او صراحتو د عَقَبې دوهم بيعت د لاس په ورکولو سره شروع سو. 


راوي د قصې جابر رضی الله عنه  پسله هغه څخه چي د اسعد بن زُراره رضی الله عنه  دغه قول يې بيان کړى وايي: قوم ورته و ويل: يا اسعد! لاس دي ايسته کړه په والله موږ دغه بيعت نه پريږدو او نه پر پښېمانه کيږو، دلته نو اسعد رضی الله عنه  ته په دغه لار کي د قوم د قربانۍ او استقامت اندازه ورمعلومه سوه او پر هغه يې يقين سو. 


اسعد رضی الله عنه  چي د مصعب بن عمير رضی الله عنه  په ملګرتيا په مدينه منوره کي و اسلام ته هغه لوى داعي او بلونکى ؤ او اوس هم د دغه بيعت کونکو ديني رئيس دى نو خود دئ هغه اول نفر ؤ چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره يې بيعت وکړى او بيا نو عام بيعت شروع سو.


جابر رضی الله عنه  وايي: موږ يو يو ور ولاړېدلو او د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره مو بيعت کاوه او موږ ته يې د دغه بيعت په مقابل کي په جنت سره وعده را کول،  مګر د هغو دوو ښځو بيعت چي زموږ سره دغه اجتماع ته حاضري سوي وې د خولې په خبرو سره ؤ، رسول الله صلی الله علیه وسلم  هيڅ وخت و پردۍ ښځي ته لاس نه دى ورکړى، دغه بيعت په اسلام کي پر جنګ او جهاد اول بيعت  ؤ او  دغه بيعت ته (بيعةُ العقبةِ الثّانيه) ويل کيږي. 


ان شاءالله نور بیا....

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

www.taleemulislam.net

 

سرته