تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نبوي سیرت: د دعوت په لار کي د رسول الله ﷺ تکالیف
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 23, 2020
  0

نبوي سیرت (۷۲ برخه)

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د دعوت په لار کي د رسول الله ﷺ تکالیف او هر داعي لره تسلیت
موږ مخ کي د هغو آزارو بيان کاوه چي د مشرکانو د طرفه و رسول اللهﷺ ته ور کول کېدل اوس هغه بحث پسي پوره کوم.
 اُميه بن خلف چي دئ هم د قريشو د رئيسانو څخه ؤ د رسول اللهﷺ په غياب کي چي به يې پر هغهﷺ هر بد ويل هغه خو يې ويل، خو کوم وخت چي به يې رسول اللهﷺ وليدى په ښکاره سره به يې هم بد او پوچ ورته ويل، د الله جل جلاله دغه قول چي فرمايي:


(وَيْلٌ لِّكُلِّ هُمَزَةٍ لُّمَزَةٍ)
دا ایت د اُميه بن خلف په باره کي نازل سوى دى.


ابن هشام وايي: هُمزه هغه څوک دى چي په ښکاره سره يو چا ته پوچ او فحش وايي او په سترګو هم کږې وږې اشارې ور سره کوي، چشمکان وهي او لُمزه هغه څوک دى چي د يو چا په غياب کي يعني: د هغه تر شا پر هغه عيبونه وايي او په خبرو یې آزاروي، نو دغو کسانو لره دي که اُمیه بن خلف یا بل څوک وي ويل او هلاک وي.


 مګر د اُميه بن خلف ورور اُبى بن خلف د کفارو د هغي جملې څخه ؤ چي د مسلمانانو سره يې ډير زيات عداوت او دښمني درلودل، يوه ورځ و رسول اللهﷺ ته ورغلى او يو زوړ پخوانئ هډوکى يې په لاس کي ؤ، داسي زوړ هډوکى ؤ چي بالکل وروست او شوړېدلى ؤ، دغه هډوکى يې مات کړی او په اورغوي کي يې سره و موږى څو داسي سو لکه اوړه، بيا يې دغه اوړه د رسول اللهﷺ پر مخ ور وپاشل او رسول اللهﷺ ته يې و ويل: ته وايي: الله موږ د دغو اوړو يا ايرو څخه بيا را ژوندي کوي؟ څوک پسله مرګه موږ بيرته را ژوندي کولاى سي؟ پسله دغه څخه چي موږ دغسي ايرې سو لکه دغه هډوکى بيا را ژوندي کېدلاى سو؟ په دغه باره کي د الله جل جلاله دا قول نازل سو چي فرمايي:


(وَضَرَبَ لَنَا مَثَلًا وَنَسِيَ خَلْقَهُ ۖ قَالَ مَن يُحْيِي الْعِظَامَ وَهِيَ رَمِيمٌ ) [يْسين / ۷۸ ]
يعني: و موږ ته يې د وراسته شوړېدلي هډوکي مثال را وړى او خپل پيدايښت يې هير کړى دى، وايي: څوک به دغه هډوکي ژوندي کړي؟ حال دا چه دغه هډوکي وراسته او شوړېدلي دي.


(قُلْ يُحْيِيهَا الَّذِي أَنشَأَهَا أَوَّلَ مَرَّةٍ وَهُوَ بِكُلِّ خَلْقٍ عَلِيمٌ) [يْسين / 7۹ ]  
يا محمّد! ﷺو ده  ته و وايه چي بيا يې هغه قادر مطلق ذات ژوندي کوي چي اول وار يې پيدا کړي دي او بېشکه دغه الله پر هر قسم پيدايښت ښه عالم دى (که نوي پيدا کول وي که زاړه)


سبحان الله! هغه ذات چي اول وار يې د هيڅ څخه پيدا کړي دي، دوهم وار يې هم هغه ذات پيدا کوي، دغه آياتونه د دغه اُبى بن خلف کافر د دغه عمل په باره کي نازل سوه.


عُقبه بن ابي مُعِيط چي دئ هم د قريشو او مشرکانو د مشرانو څخه ؤ، د دې د پاره چي د مسلمانانو او مشرکانو په منځ کي دغه د دښمنۍ ډکه معامله او ګذاره لږ څه آرامه سي يوه ورځ يې رسول اللهﷺ ميلمه کړی، کوم وخت چي خواړه را وړل سوه، رسول اللهﷺ د خوړو د خوړلو څخه انکار وکړی، دکور خاوند عقبه بن ابي مُعيط ور ته ټينګ دى چي خواړه وخوره، رسول اللهﷺ و ويل يا! تر هغو به ستا خواړه ونه خورم چي ته و نه وايي: أشهَدُ أن لا إله إلا الله وَأنِّى رسول الله


عقبه چي هرڅه کوښښ وکړى چي رسول اللهﷺ ډوډۍ وخوري مګر رسول اللهﷺ د ډوډۍ خوړلو د پاره دا شرط کښېښاوه، ځکه د رسول اللهﷺ اميد ؤ که عقبه دغه د شهادت کلمې مراعتاً هم و وايي په نتيجه کي به يې مسلمان سي، لکه حمزه رضی الله عنه چي و ابوجهل ته و ويل: ته محمّد ته ښکنځل کوې او زه د هغه پر دين يم، دا خبره د حمزه تر خولې بېله ارادې را و وتل، خو بيا د دغه خپلي خبري په واسطه مسلمان سو.  (د حمزه  رضی الله عنه د اسلام قصه به په وروسته کي درته بيان سي).


اوس هم د رسول اللهﷺ دا اميد ؤ که چيري عُقبه مراعتًا د رسول اللهﷺ د ډوډۍ خوړلو د پاره د شهادت کلمې و وايي، خو ښايي آخر مسلمان سي، عقبه چي هر څه ځان يوې او بلي خوا ته کړی رسول اللهﷺ پرخپله خبره ټينګ ؤ، عقبه فکر وکړی چي ميلمه دى دا امکان نه لري چي ډوډۍ و نه خوري  او ولاړ سي دا عيب دى نو عقبه د عقيدې په سبب نه بلکه په دې سبب چي رسول اللهﷺ خواړه وخوري د شهادت کلمې و ويلې، ويل: أشهدأن لا إلْه إلا الله وأشهد أنّکَ رسولُ الله او رسول اللهﷺ هم خواړه وخوړل، مګر وروسته په قريشو کي دا خبر نشر سو چي عُقبه بن ابي معيط د شهادت کلمې و ويلې، قريش په دې خبره ډير خواشيني او ناراضه سوه او هغه چي  ډير زيات خواشينى سو هغه اُبى بن خلف ؤ، ځکه اُبى د عقبه ډير نژدې آشناى او مجلسي ؤ، نو اُبى و عُقبه ته ورغلى او ويل: زما مخ پرتا حرام دى نه خبري در سره کوم او نه دي آشناى يم ترڅو چي د محمّدﷺ پر مخ ور تُوف نه کړې، د هغه د پاره دي د شهادت کلمې و ويلې خو زما شرط بيا دا دى چي پر مخ به يې ور تُو کې، که تا دغه کار وکړی هغه وخت بيا خبري در سره کوم، اوس عقبه په حيرت او تردد کي دى چي څه وکړم؟ هر څه کوښښ يې وکړی چي اُبى بيله دغه شرطه راضي او خوشاله کړي او د دغه شرط څخه دﺉ خلاص سي فايده يې نه کول، اُبى پر خپله خبره ټينګ ولاړ دى، د عقبه په مخ کي دوې لاري دي:


 يا به د محمّدﷺ په مقابل کي دغه ناوړه عمل کوي، يابه د قريشو مشران د لاسه ورکوي، آخر يې دا ښه وبلل چي محمّدﷺ خپه او نا راضه کړي، نو ورغلى د رسول اللهﷺ پر مبارک مخ يې توف کړل، رسول الله ﷺ چپ او پټه خوله ؤ هيڅ يې و نه ويل.


 وروڼو! ښه فکر وکړی: دا هم يو د هغو آزارو او إهانتو څخه دى چي سرور کائنات رسول اللهﷺ د دين د نشرولو د پاره او د دعوت په لار کي قبول کړي دي، که نن ورځ د هغه چا په مقابل کي چي و خلكو ته اسلامي احکام بيانوي يا د اسلام ولاري ته خلك را بولي، يا د ټولني انحرافات او خطاوي بيانوي، د ځينو کسانو د طرفه ناوړه الفاظ ويل کيږي، يا ځيني تهمتونه پر تړل کيږي، يا د اخلاقو څخه ليري حرکتونه ور سره کيږي، هغه بايد په دې سره نه زهير سي او نه ناراضه، دئ بايد دغه اعمال ور په ياد کړي چي د رسول اللهﷺ اشرف المخلوقات په مقابل کي کېدل.


اې د محمّدي دین بیانونکې! نن ورځ هم دوې ډلي ستا سره حسد او عناد لري، اوله هغه ډله ده چي په ډاګه سره د اسلام دښمنان دي، حق ويل او حق اورېدل يې نه دي خوښ، او دوهمه هغه ډله ده چي په ښکاره سره حاجي، ملا او آخندزاده دی خو د دعوت او تبلیغ فضيلت د دوى نه دى په برخه سوى، نو ځکه د حسد په سبب يې یواځي دا نه چي ستا وعظ او دعوت نه وي خوښ بلکه پر تا هم د دې د پاره عيبونه وايي چي خلک در څخه متنفره کړي او هغه د ده شیطان راضي او د حسد اور یې مړ سي.


مګر د يوه واعظ او عالم مقصد بايد د الله جل جلاله رضاء او د دين نشرول وي که څه هم په دغه لار کي تکليفونه او آزارونه ورکول سي، يو مسلمان بايد د دين د نشرولو په لار کي تهمتونه او آزارونه په پراخه سينه سره قبول کړي، ځکه د هغه معامله د الله جل جلاله سره ده، خلك د پيسو د ګټلو د پاره تکليفونه او آزارونه قبلوي، ته يې د الله جل جلاله د رضاء او جنت د پاره نه قبلوې؟ خو دا دي هم درته معلومه وي چي د دغو حاسدانو په مقابل کي هلته نور ډير داسي خلك سته چي ستا د وعظ او دين نشرولو څخه ډير خوښ دي او الله جل جلاله د ښه عمل کولو توفيق هم ورکړى دى، هغه خلك بايد د فکره څخه و نه باسې.


د دغه عقبه بن ابي معَيط او د هغه د ملګري اُبى بن خلف په باره کي د سورة الفرقان دغه آياتونه نازل سوه چي رب عزوجل فرمايي:


(وَيَوْمَ يَعَضُّ الظَّالِمُ عَلَىٰ يَدَيْهِ يَقُولُ يَا لَيْتَنِي اتَّخَذْتُ مَعَ الرَّسُولِ سَبِيلًا)
 يعني: يا محمّد! ﷺهغه د قيامت ورځ در په ياد کړه چي دغه ظالم به د پښېمانۍ په سبب د ډيره غمه او افسوزه په خپلو لاسو خولې لګوي او وايي به:  کشکي د رسول اللهﷺ سره د هغه پر لار تللى واى.


(يَا وَيْلَتَىٰ لَيْتَنِي لَمْ أَتَّخِذْ فُلَانًا خَلِيلًا)
او وايي به: ما لره دي وَيل هلاک او خرابي وي کشکي مي فُلانئ چي دغه (اُبى بن خلف) دى د ځان دوست او خليل نه واى ګرځولى.


(لَّقَدْ أَضَلَّنِي عَنِ الذِّكْرِ بَعْدَ إِذْ جَاءَنِي ۗ)
 په تحقيق پسله هغه څخه چي د قرآن ذکر او نصيحت ما ته راغلى، ده زه ګمراه کړم، بيا نو الله عزوجل فرمايي:


(وَكَانَ الشَّيْطَانُ لِلْإِنسَانِ خَذُولًا)
او شيطان د انسان د پاره ښَوَيَوُونکى او خطايستونکى دى.


عُقبه بن ابى مُعَيط به د قيامت په ورځ وايي: ډير افسوس! قريبه وه چي زه و اسلام ته داخل سوى واى، مګر اُبى بن خلف کافر را ته راغلى او ګمراه يې کړم، نو به د قيامت په ورځ د پښېمانيه په خپلو لاسو غاښونه لګوي چي ايمان او اسلام مي د لاسه و وتى، سره د دې چي دئ ور نژدې سوى ؤ.


ان شاءالله نور بیا....


ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

 

سرته