تازه سرليکونه
د (تعليم الاسلام مجله) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د وريښتانو توئېدل او درملنه
  تعليم الاسلام ويب پاڼه
  October 4, 2020
  0

د وريښتانو توئېدل او درملنه


ليکوال: ډاکټر عبدالولي (اعتماد)

 

د سر وریښتان د وریښتانو د پياز يا فوليکول ( دوریښتانو ريښه) په واسطه چي د پوست په لاندنۍ برخه کي شتون لري، جوړيږي.

 

په عادي ډول له ۵ تر ۱۰ سلني پوري دا فوليکولونه د ارامتيا په حالت کي وي او د ۹۰ تر ۹۵ سلني پوري د فعالیت په حالت کي ژوند کوي.

د وېښته هر پياز له ۲ تر ۳ مياشتو پوري د آرامتيا مرحله لري چي په دغه موده کي وریښتان رژيږي او له دې مودې وروسته د دوهم ځل لپاره په کار کولو پيل کوي. چي د هغو د کار کولو موده بيا له ۳ څخه تر ۵ کالو پوري وي، البته له دې مودې وروسته يوه بله مرحله د بين البيني يا انتقالي مرحلي په نوم شتون لري، چي شاوخوا له دوو څخه تر دريو اونيو پوري دوام کوي او وریښتان د کار کولو له مرحلې څخه د آرامتيا لوري ته ځي. دا دوره په نوبتي ډول صورت نيسي او هره ورځ په عادي توګه د يو شمېر وریښتانو د رژېدلو لامل ګرځي او په يو عادي انسان کي د وریښتانو د رژېدلو دا شمېره د ورځي له پنځوسو څخه تر سلو پوري وي چي د وریښتانو د مينځلو په وخت کي بيا دا شمېره زياتيږي.

 

د وریښتانو رژېدل يو لړ لاملونه لري هغه لاملونه چي ډېر عام دي، په لاندي ډول دي:

 

۱- ارثي 

۲- د ويني دا وسپني کمښت او د ميسو نشتوالی

۳- دځيني دواوو استعمال

۴- وریښتان تر اندازې زيات کشول

۵- سيبوريا يا له اندازې زيات د پوستکي او وریښتانو غوړوالی

۶- سخت رواني تشويشونه

۷- د وریښتانو رژېدل په ځانګړي موسم کي.

۸- د وریښتانو رژېدل درې مياشتي وروسته له پيدايښته

۹- د تبي ناروغۍ پرله پسې پېښېدل.

۱۰- د وریښتانو نه ساتنه.

 

یادونه: د وریښتانو د رژېدلو ځيني نور علتونه هم شتون لري چي هغه لږ پېښېدونکي دي او دلته مو بيان نه کړل

 

 

درملنه

 

۱- د پوستکي متخصص ډاکټر په مرسته د پورته علتونو اصلاح کول.

۲- د پوستکي د متخصص ډاکټر په مرسته پي ار پي (PRP) کول، چي تر ټولو غوره درملنه ده.

 

راسئ، پي آر پي در وښیو:

پي آر پي د ورېښتانو د توېدو د مخنيوي او قوي کېدو لپاره يوه ګټوره او غوره لار ده. چي بېله جراحي څخه ترسره کيږي.

په دې ميتود کي خپله د ناروغ وينه اخستل کيږي وروسته د ماشين په وسيله تجزيه کيږي. د ويني يوه ځانګړې ماده د پلتيليټ په نامه تر عادي حالت څو ځله غليظه کيږي. دا ماده په زياته اندازه د نمو (ودي)  فکتورونه لري چي د سر په پوست کي د ځانګړي پېچکاری په وسيله لګول کيږي.  پي آر پي په مکمله توګه بې ضرره ميتود دی چي د معتبرو سرچينو امريکا او اروپا لخوا تائید سوی دی.

 

د پي آر پي نتيجه په بېلابېلو کسانو کي فرق کوي يعني په ځينو کسانو کي ډېره ښه وي، په ځينو کسانو کي د قناعت وړ وي او په ځينو کسانو يې نتيجه کمزوه وي. د وريښتانو د ښه تقويې لپاره هر کس کولای سي  د ۳ څخه تر ۶ مياشتو پوري په تکراري ډول پي آر پي وکړي.

تراوسه هيڅ کومه لاره د وريښتانو د توېدو د همېشنۍ درملني لپاره نسته، نو کولای سو چي د پي آر پي څخه لاسته راغلې نتيجه د لږ دوا په استعمال سره وساتو.

 

پي آر پي د لاندي حالاتو لپاره استعماليږي:

۱. د وريښتانو د توېدو د مخنيوي او تقويې لپاره

۲. د تندي، پزي او شونډو د نازکو ګونجو د کمولو لپار

۳. د پوستکي د ځوانۍ او تازوالي لپاره

 

 

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

مأخد تعليم الاسلام مجله 26 ګڼه

 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته