تازه سرليکونه
د (نيکمرغه مېرمن) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ښځو د عزت او عفت ساتني درس
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 15, 2019
  0

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د ښځو د عزت او عفت ساتني درس

کوم وخت چي الله جل جلاله  و رسول الله صلی الله علیه وسلم  او مسلمانانو ته مکه مکرمه ور  فتحه کړه، و اهل مکې ته حق ورښکاره سو او په حق پوه سوه، دا ور معلومه سوه چي وکاميابۍ ته بله لار نسته بېله اسلامه، نو ټول اهل مکې د مسلمانېدلو إراده وکړه او د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره د بيعت دپاره نارينه  او ښځي سره يو ځاى سوه، رسول الله صلی الله علیه وسلم  د صفا پر غونډۍ کښېنستى او حضرت عمر رضی الله عنه  تر ده صلی الله علیه وسلم  کښته ناست ؤ د خلکو څخه يې بيعت اخستى، ټولو خلکو پر دې بيعت ور سره وکړی چي د ده صلی الله علیه وسلم  اوامر به اوري او تر کومه ځايه چي يې په وسه پوره وي اطاعت به يې کوي، د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره چي به نارینه بيعت کاوه! د بیعت کولو په وخت کي به رسول الله صلی الله علیه وسلم  لاس ورکړی، کوم وخت چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د نارینه وو د بيعت څخه فارغه سو نو يې د ښځو څخه په بيعت اخستلو شروع وکړه او د ښځو څخه يې بيعت فقط د خولې په خبرو سره اخستى، ښځو ته يې لاس نه ورکاوه، امام بخاري د حضرت عائشې رضی الله عنها څخه روايت کوي چي وايي: رسول الله صلی الله علیه وسلم  د ښځو سره د خولې په خبرو بيعت کاوه او هيڅکله د رسول الله صلی الله علیه وسلم  لاس د ښځي د لاس څخه نه دى مښتى بېله هغو ښځو څخه چي الله جل جلاله و ده  صلی الله علیه وسلم  ته حلالي کړي وې. 

 

نو  رسول الله صلی الله علیه وسلم  د صفا پر غونډۍ  لوړ ناست ؤ او حضرت عمر رضی الله عنه  تر ده صلی الله علیه وسلم  کښته ناست دى د ښځو سره يې د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په امر بيعت کاوه، يعني: د رسول الله صلی الله علیه وسلم  خبري يې و دوى ته ور رسولې، د ښځو په جمله کي هند بنت عتبه د ابوسفيان ښځه هم راغلې وه، دا هغه ښځه ده چي د اُحُد په ورځ يې د سيد الشهداء سیدنا حمزه رضی الله عنه  تر شهادت وروسته د هغه پزه او غوږونه ور پرې کړه او ځيګر يې ور څيري کړی او د هغه اينه يې را وکښل، دا هغه هند ده چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  په هغو لسو نفرو کي ياده کړې وه چي ويل: که د کعبې شريفي په پوښو هم ځړيږي ويې وژنى، اوس دغه هند د ښځو په منځ کي راغلې ده مخ يې پټ دى نه پيژندل کيږي، دا غواړي چي مسلمانه سي او په دغه واسطه امان پيدا کړي، اوس چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د ښځو څخه د بيعت په اخستلو شروع وکړه وې فرمايل: تاسي به زما سره بيعت کوى چي الله جل جلاله لره به هيڅ شئ نه شريکوى، هند و ويل: يا رسولَ الله! هغه چي نن مات کړه سوه که هغه آلهه يا خدايان واى نن به يې زموږ سره يو څه مرسته کړې واى. 

 

رسول الله  صلی الله علیه وسلم بيا و فرمايل: او غلا به نه کوى، هند و ويل: يا رسولَ الله! ابوسفيان ټینګ سړئ دى ما د ده د ماله څخه يو څه اخستي دي او نه يم خبره چي هغه ما ته حلال وه که حرام، ابوسفيان چي دالته ولاړ ؤ هغه و ويل: هغه چي پخوا دي اخستي دي هغه مي در بخښلى دى. 

 

رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: ته هند بنت عتبه يې؟ دې ويل: هو زه هند يم يا نبيَ الله! پر هغه تېرو سوو عفوه را ته وکړه الله دي تا ته عفوه وکړي. 

 

رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل:  زنا او فاحش کارونه به نه کوى، هند و ويل: آيا حُره ښځه زنا کوي؟ ځکه د جهالت او كفر په وخت کي هم عربو  زنا بد کار باله، حُرو یعني ازادو ښځو هيڅکله زنا نه کول، فقط هغه مينځي وي چي خپلو مالکانو به د پیسو د ګټلو دپاره دغه کارونه په کول، په حرو ښځو کي زنا شاذ او نادره پېښېدل، نو هند په تعجب کي سوه چي زموږ څخه څنګه د نه زنا کولو بيعت اخستل کيږي؟ 

 

خوندو! رسول الله صلی الله علیه وسلم  د ټولو مسلمانو ښځو څخه په دغه لفظ بيعت اخستى دى: چي زنا او فاحش کارونه به نه کوى، په جاهليت کي هم د مشرکانو ښځو زنا نه کول، د ښځي دپاره عفت او ځان پاک ساتل شرف او عزت دى، هغه کسان چي نن ورځ په غير شرعي ډول د ښځو د حقوقو نارې وهي: په والله هغه ستاسي غمخوره نه دي او نه ستاسي حقوق درکوي، بلکه هغه غواړي چي خپل شهواني غوښتني او خواهشات په آسانه سره ترلاسه کړي، د خپل شيطاني هوس د پوره کولو دپاره ستا عزت او شرف درڅخه واخلي، دوى غواړي چي په لارو او کوڅو کي مو بېله ستره او حجابه و ويني، دوى غواړي چي په بازارو او دفترو کي مو و ويني، دوى غواړي چي په دکانو او موسسو کي مو و ويني او دوى په خپله خوښه په تاسي کي چَڼ او خوښول وکړي او په آساني سره خپلي شهواني غوښتني پوره کړي، په دغسي حالت کي نو تا ته کوم شرف او عزت يا کوم قدر او قېمت پاته کيږي؟ آیا ستا د عزت او شرف لوټول ستا حقوق دي چي تا ته درکول کیږي؟

 

خوري! که پيسې یا مال و لرې پټ يې ساتې، که يو امېل او لاکټ و لرې پټ يې ساتې چي څوک يې درڅخه غلا نه کړي، خو د عزت او شرف مرغلره تر دغو شيانو لوړه او مهمه ده، د شرف قېمت په هیڅ شي کي نسته د هغه په ساتلو کي ډير کوښښ کوه، نن ورځ ستا د شرف او عزت لوټماران اوخائنان ډير دي، د دوی د خولې په خوږو خبرو مه خطاوزه دا ټوله د صياد او ښکاري تلکي او دامونه دي. 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته