تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
حسد
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  August 19, 2018
  1

رالېږونکی: سیف الله عاصم / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


حسد يو داسي مرض دی چي د انسان ټول بدن د فساد په درشل کي دروي.


يو چاښه ويلي دي چي کينه ناک انسان راحت نه لري ، دی د مظلوميت په جامه کي ظالم او د دوستۍ په جامه کي دښمن دی.


حسد څومره بد او ناوړه عمل دی چي ترهرڅه د مخه لومړی پر حاسد حمله کوي او وژني يې.


زه تاسي او خپل ځان ته په ټينګار سره وايم چي له حسد څخه ځانونه وساتئ ، پرنورو رحم وکړئ چي د الله جل جلاله د رحمت مورد وګرځی.


د نورو په اړه حسد کول د زړه غوښي خوړل ، د غمونو تازه کول او پر ځان د خوب حرام کول دي.


حسد د روح قيد خانه ده.


افسوس د حاسد پر حال  چي په داسي مرض ککړ دی ، چي هيڅ ثواب ورباندي نه دی مرتب.


له هر چا سره مصالحت کيدلای سي ، مګر له حاسد سره بيخي نه سي کيدلای ، له هغه سره مصالحت همدا دی ترڅو د الله جل جلاله د نعمتونو څخه تنازل وکړي ، خپل سپيڅلي خصلتونه او مناقب له لاسه ورکړي ، که دا کار دي وکړی نو ښايي له تا څخه راضي او خوښ سي (نعوذ بالله  من شر حاسد اذا حسد) حاسد انسان هماغه تور ښامار دی چي ترڅو يې خپل ګنده زهر په يو پاک جسم کي نه وي خوشي کړي کرار نه نيسي.

 

ټولي تبصرې (1)
پوپل
September 2, 2018

 سیف الله عاصم صاحب الله پاک دی پر قلم برکت کړه ، ډیر په زړه پور لیکنه دی بس دعاوی که چی الله پاک مو د حسد څخه وستاتی 

د نور داسی شایسته لیکنو په هیله 
لوستونکی 
پوپل
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته