تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
مرګ د دنیا آخري منزل
  تعليم الاسلام
  October 5, 2017
  0

لیکواله: انیسه«غزنوی/تعليم الاسلام ويب پاڼه


قال الله تعالی:


 كُلُّ نَفْسٍ ذائِقَةُ الْمَوْتِ ثُمَّ إِلَيْنا تُرْجَعُونَ  . ( سورة: العنکبوت    آیة: ۵۷)


ژباړه: الله تعالی فرمایلی: هر یو نفس (ژوندی) څکوونکی د مرګ دی، بیا (خاص) مونږ ته (پر بعث بعدالموت سره) راوستل کیږي.


مرګ د دنیا آخري منزل او د آخرت له منزلونو څخه لومړی منزل دی.


مرګ په دنیا کې د ټولو نعمتونو ختمونکی دی او له انسان څخه دا ټول نعمتونه بیلوي، مرګ انسان د دنیا د آزاد ژوندانه تنګ قبر ته ورننباسي چې هغه به د ځینې خلکو لپاره د جنت د 


باغیچو نه یوه باغیچه او یا د دوزخ  له کندو څخه یوه کنده وي.


مرګ یوه داسې آینه ده چې تا ته ستا نیکي او ستا بدي ټول در ښکاره کوي او هغه انسان چې مرګ منې هغه لپاره په هر شي کې عبرت وي.


مرګ یو داسې حقیقت دی چې هر څوک یو وخت د خپل رب سره مخامخ کوي.


امام تیمیرحمه الله به ویل دوه شیان دي چې ما د دنیا له نعمتونو څخه لذت اخستلو ته نه پریږدي، مرګ او د الله جل جلاله په وړاندې دریدل.


حضرت ابوالدردا رضی الله عنه به فرمایل: په نصیحت کې مرګ بس دی او دا زمانه بس ده چې انسان ته ور وښیې چې څه شی ښه او څه شی بد دي انسان یوه ورځ دلته او بله ورځ په قبر کې 


وي همدومره نصیحت بس دی.


مرګ یو داسې حقیقت دی چې په وجود یې د هر چا یقین دی او له څرنګوالي نه یې هیڅوک ندی خبر، مرګ د نیک عمله مؤمن لپاره د خوشحالی زیری او بد عمله لپاره یو تریخ حقیقت دی.


حضرت عمر بن عبدالعزیز رحمه الله  یوه ورځ په مجلس کې خبرې کولې او په مجلس کې د مرګ په اړه خبرې روانې وي ده مبارک وفرمایل: 


دا مرګ د دنیا په خلکو باندې د دنیا تازګي خرابوي او هغه وخت چې خلک د دنیا په راحتونو کې خوشحال وي یو دم د مرګ آواز ور باندې وشي او هغه هر شی ورته خراب کړي او په ده باندې دنیا ړنګه کړي افسوس د هغه چا په حال دی چې له مرګ څخه

نه ډاریږي، افسوس د هغه چا په حال چې کله مړ شي 


ورمعلومه شي چې ده د هغه ژوند لپاره هیڅ نه دي کړي او بیا په هغه وخت کې هیڅ نه کیږي بیا حضرت عمر بن عبدالعزیز رحمه الله په ژړا شو او سخت یې ژړل.....


نو ای مسلمانانو! په هوش کې راشی او ګناهونه پریږدی، مرګ ډیر یادوئ، تر څو په دنیا کې درته عظمت او عزت او په آخرت کې د دوزخ له اور څخه خلاصون په نصیب شي.


کوم وخت چې تاسو دنیا ته سترګې پرانستلې نو تاسو ژړل او خلکو خندل اوس تاسو داسې ژوند تیر کړی چې کله مری تاسو خاندی او خلک در پسې ژاړي

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته