تازه سرليکونه
د نکاح تړون او رکن
 
  December 17, 2011
  0

د نكاح تړون

نكاح په ايجاب او قبول تړل كيږي ، پدي شرط چي ايجاب او قبول د شاهدانو په حضور كي وسي. نكاح هم د نورو معاملاتو په شان تړون دى ، د دواړو خواوو په رضا او خوښۍ صحت پيدا کوي . نارينه او ښځه چي يو د بل سره په نكاح تړلو خوښ او راضي سي ، په دوى دوو كي چي هر يو لومړى د شاهدانو په حضور كي د خپل رضايت او موافقې اظِهَار او څرګندونه په كومه وينا كوي هغي وينا ته د فقهي په اصطلاح كي ايجاب وايي . هغه بل چي د ايجاب وروسته په هماغه مجلس كي په كومو لفظونو د خپل رضايت او موافقي اظِهَار او څرګندونه كوي هغه ته قبول وايي .

د نكاح ركن

ايجاب او قبول د نكاح ركن بلل كيږي ، بېله ايجاب او قبول څخه نكاح نه تړل كيږي   ځكه د نارينه او ښځي تر منځ هغه مهال نكاح تړل كېدلاى سي چي دوى دواړه په نكاح تړلو راضي او خوښ سي . هغه وينا چي دوى خپله خوښي او رضايت په څرګندوي هغې ته ايجاب او قبول وايي ، نو ځكه بېله ايجاب او قبول څخه نكاح نه صحيح كيږي .

ايجاب او قبول د وكيل او ولي په توسط هم كېدلاى سي . كوم كسان چي خپله نكاح په خپله تړلاى سي هغوى د شريعت له نظره داسي هم كولاى سي چي د نكاح تړلو د پاره بل څوك وكيل وټاكي څو وكيل د هغوى پر ځاى ايجاب يا قبول وكړي .
كوم كسان چي په شريعت كي د نكاح تړلو واك او اختيار نه لري لکه کوچنيان د هغو نكاح د ولي لخوا تړل كيږي ، د هغو پر ځاى د هغو ولي پخپله يا د وكيل په توسط ايجاب يا قبول كوي .

ماخذ: فقه المبتدي، دوهم ټوک، نکاح

---------------
۴: د نکاح تړون په خطبه پيل کول مستحب دى ، د نکاح خطبه رسول الله صلي الله عليه و سلم داسي ښوولې ده : عَنْ عَبْدِ اللَّهِ قَالَ عَلَّمَنَا رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ خُطْبَةَ الْحَاجَةِ أَنْ الْحَمْدُ لِلَّهِ نَسْتَعِينُهُ وَنَسْتَغْفِرُهُ وَنَعُوذُ بِهِ مِنْ شُرُورِ أَنْفُسِنَا مَنْ يَهْدِ اللَّهُ فَلَا مُضِلَّ لَهُ وَمَنْ يُضْلِلْ فَلَا هَادِيَ لَهُ وَأَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ وَأَشْهَدُ أَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُهُ وَرَسُولُهُ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا
{ اتَّقُوا اللَّهَ الَّذِي تَسَاءَلُونَ بِهِ وَالْأَرْحَامَ إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلَيْكُمْ رَقِيبًا }
{ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ حَقَّ تُقَاتِهِ وَلَا تَمُوتُنَّ إِلَّا وَأَنْتُمْ مُسْلِمُونَ }
{ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ وَقُولُوا قَوْلًا سَدِيدًا يُصْلِحْ لَكُمْ أَعْمَالَكُمْ وَيَغْفِرْ لَكُمْ ذُنُوبَكُمْ وَمَنْ يُطِعْ اللَّهَ وَرَسُولَهُ فَقَدْ فَازَ فَوْزًا عَظِيمًا } ( ابوداود )

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته