تازه سرليکونه
د (نکاح) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د لقطې خرڅ
  تعلیم الاسلام
  January 8, 2016
  0
 
که لقطې خرڅ ته اړتيا درلودل ، د بېلګي په ډول پسه وي ځکه په نس مړېده غواړي ، که  مُلْتَقِطِ د ځان څخه خرڅ پر کاوه ، د مالک څخه يې د خرڅ غوښتنه نسي کولاى ، خو که د قاضي په حکم يې خرڅ پر کاوه هغه ټول د مالک پر ذمه پور پاتيږي څه مهال چي مالک يې پيدا سي د هغه څخه يې د خرڅ مجراء اخيستل کيږي.
 
که لقطې خرڅ درلودى او موضوع قاضي ته وړاندي سوه ، که لقطې عايد درلودى ، د مثال په ډول په کرايه ورکول کېدلاى سواى نو په کرايه دي ورکړي ، د کرايې د عايد څخه دي خرڅ پر کوي ، که عايد يې نه درلودى بيا دې شي ته کتل کيږي ، که دونه خرڅ يې درلودى چي د دې شي قيمت ټول په خرڅ کي تلى ، نو بيا دې خرڅ کړي او د هغه قيمت دي مالک ته وساتي ، ځکه په خرڅولو کي يې د مالک ګټه ده .
 
که د خرڅولو پر ځاى يې ساتل او خرڅ پر کول د مالک په ګټه وو بيا دي خرڅ ټول په مالک پسي ليکي او څه مهال چي څښتن يې پيدا سي د خرڅ د مجراء ورکولو وروسته دي شئ ورتسليم کړي.
 
د لقطې څښتن
 
که داسي څوک پيدا سو چي ځان يې د لقطې څښتن باله نو د هغه څخه د لقطې نښي پوښتل کيږي ، د نښو تر بيانولو وروسته مُلْتَقِطِ هغه لره لُقَطَه ورکولاى سي ، البته که د نښو د بيانولو سره مُلْتَقِطِ په ډاډه نه وو ، دا کس يې د لقطې مالک نه باله نو د قضايي حکم له مخي يې په ورکولو نه مجبوره کيږي ، ځکه د قضايي حکم له مخي  مُلْتَقِطِ هغه مهال د لقطې پر ورکولو مجبوريږي چي مالک يې قضا ته شاهدان وړاندي کړي. 
 
که څوک د لقطې تعريف او اعلان په ټاکلې مده کي وکړي ، بيا يې هم مالک و نه مندل سي ، بيا ک مُلْتَقِطِ  لُقَطَه د ځان د پاره اخيسته يا يې د مالک لخوا صدقه کوله ، لومړى دي د دې شي نښي او علامې ځان ته معلومي کړي ، چي دا شئ خپله څه ډول دى ؟ په څه ډول کڅوڼه يا کارتن کي دى ؟ څه ډول تناو پر راپيچل سوى دى ؟ د نښو د معلومولو وروسته بيا کولاى سي چي خپله کار ځني واخلي يا يې بل فقير او محتاج ته ورکړي ، ځکه  لُقَطَه چي مصرف سي نو بيا يې څښتن د نښو او علامو په بيانولو پېژندل کيږي . 
 
 
-----------------------------
 
اړونده ليکنه: 
 
د لقطې تعريف
د لقطې پېژندنه او مسایل
 
مأخذ: فقه المبتدي - نکاح برخه
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته