تازه سرليکونه
د (فکري پوهنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د مسلمان نسل زیاتوب او پر ضد ئې د غرب پلانونه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 21, 2018
  0

لیکنه: حسن علوي / لومړۍ برخه

 

څېړونكي او محقيقن ټول په دې خبره يوه خوله دي چې د اسبابو په نړۍ كې د طاقت پرېكړې جغرافيايي مساحتونه نه بلكې افرادي قوت او بشري ځواك كوي ، د پرمختللو وسايلو او عصري ټيكنالوژي په دې دور كې لاهم كابو ټول پوهان په دې حقيقت اعتراف كوي چې وړاندې والى اوغلبه به يواځې د هغه ملت په برخه وي چې ډېر مېړونه ولري ، خو غرب چې په دې ډګر كې دا مهال د سترو ننګونو سره مخامخ دى ، د نفوس په مخ په زياتېدونكي كمښت د لويديځ لپاره راتلونكې تر ټولو ستر بشري ناورين دى ، چې امريكايان او اروپايان يې سخت اندېښمن كړي دي خو چې د مخنيوي لپاره يې پورته شوي ټول ګامونه د فطري اصولو نه ډېر لري دي نو د ګټې په پرتله يې تاوان زيات كړى دى او نوې ستونزې يې زېږولې دي .

 

په امريكا او اروپا كې د نوو كوچنيانو د زېږېدلو فيصدي ۷،۱ ده خو په اسلامي نړۍ كې ۵، ۶ ده . په امريكايانو كې د شنډتوب د مخ په زياتېدونكي مرض په باره كې په ۱۹۹۵ كې د نيوز ويك نومي امريكايي جرېدې يوه ځانګړې ګڼه خپره شوې وه چې پكې د امريكايي شنډو فاميلونو شمېره ۵ ميليونه او ۳ سوه زره ښودل شوې وه ،جرېدې د National Center For Health Statistics نومي تحقيقاتي ادارې په حواله ليكلي و چې په ۱۹۶۵ م كې د شنډتوب د مرض فيصدي په امريكايانو كې ۴، ۱۴ وه خو تر ۱۹۹۵ پورې دا سلنه ۵، ۱۸ ته لوړه شوه .

 

امريكايي پوهان ددې ځانګړي لامل د جنسي غوښتنو د پوره كولو لپاره د غير فطري لارو انتخاب او د ودونو نشتوالى يا پكې وروسته والى بولي .

 

په غربي ټولنو كې د انساني نسل د مخ په زياتېدونكي كمښت د مخنيوي لپاره د امريكا او اروپا دولتونو ځينې اقدامات هم كړي دي مثلاً : د كومو كوچنيانو چې پلاران نه وي معلوم قانوني تحفظ وركړل شوى دى ، كومې ميندې چې حرامي اولادونه زېږوي د دولتونو له لوري د ډېرو آسانتياوو نه برخمنې وي ، بې له واده ازدواجي روابط ومنل شو او د بهرنيانو سره دودونو كولو لپاره وګړي ، وهڅول شول ، خو چې دا لارې چارې د خدايي قوانينو او د فطرت د غوښتنو نه لرې وې نو تاوانونه يې دوى هم اوس د سر په سترګو ويني ، او د مشكل د حل لپاره د نويو لارو په لټه كې دي ، خو فطرت ته د راګرحېدلو او د اسلامي لارښوونو د قبلولو پرته به د برياليتوب يوه لار هم ونه مومي .

 

په ۱۹۸۴ م كې د اروپايي اتحاديې له لورې په دې موضوع جوړ شوى كانفرانس كې يو پرېكړه ليك صادر شو چې پكې د ټولو غړو هيوادونو نه دداسې ګامونو پورته كولو غوښتنه شوې وه چې له امله يې په غربي ټولنه كې د كوچنيانو په زېږولو كې زياتوالى راشي ، په پرېكړه ليك كې په دې خبره سخته اندېښنه څرګنده شوې وه ، چې په ۱۹۵۰ كې د نړۍ په انسانانو كې اروپايان ۸، ۸ فيصده وو چې تر ۲۰۲۵ م پورې به دا فيصدي ۲ ته راكوزه شي چې د يوې پېړۍ نه هم په كم وخت كې څلورمې برخې ته راكوځېدل په خپل ذات كې ډېر ستر كموالى دى. '' امريكن انټرپرايزز انسټي ټيوټ '' نومې ادارې په ۱۹۹۵ كې په خپل يو راپور كې ليكلي وو چې د نفوس تناسب ته په پام كې نيولو سره ويلى شو چې كمزوري ولسونه به په راتلونكي كې ځواكمن شي او سترځواكونه به د نفوس له كموالي له امله له منځه ولاړ شي .

 

 

د مسلمانانو د نسل زياتوالى متعصب لويديځوال سخت اندېښمن كړي دي هغوى وايي چې يوه عامه يمنۍ ښځه لږ تر لږه ۷ اولادونه زېږوي كه تر راتلونكو ۳ نسلونو پورې كوچنيان زېږولو تناسب همداسې وي نو د هرې يمنۍ ښـځې به په ۳ نسلونو كې ۴۹ لمسيانو ، ۳۴۳ كړوسيانو او ۲۴۰۱ كوديانو نړۍ ته سترګې غړولي وي ، خو برعكس د المان ، هسپانيا ،ايټاليا ، په شمول د اروپا د اكثرو هيوادونو زياتره ښځې يواځې يو بچى راوړي چې پدې توګه ۳ نسله پس د هرې اروپايي ښځې يواځې يو بچى ، يو لمسى ، يوكړوسى او يو كودى نړۍ ته سترګې غړولي وي ، ۳ نسله پس د يو اروپايي په مقابل كې د ۲۴۰۱ مسلمانانو راتلل د عمل په نړۍ كې ضروري نه دي خو صليبي متعصبينو ته يقيني ښكاري او همدې حساب كتاب سخت وارخطا كړي دي او په دې وېره كې دي چې كه خبره همداسې روانه وي نو په راتلونكو څو لسيزو كې به د نړۍ نقشه بېخي بدله شي .

 

د فوځي ځواک کمښت
په ۱۹۸۸ كې د امريكن ډيفنس ډيپارټمنټ '' نومي مركزي ادارې په خپور شوي تحقيقي راپور كې د انساني نفوس د زياتوالي په بې انډولۍ سخته اندېښنه څرګنده شوې وه ، او پكې راغلي وو چې د نفوس د زياتوالي له امله به په راتلونكو څو لسيزو كې د فوځي ځواك په نړيوال توازن كې ستر بدلون رامنځته شي په راپور كې د امريكا د پاليسي جوړوونكو كړيو نه په كلكه غوښتل شوي و چې د انساني نفوس د زياتوالي مخنيوي ته دې همدومره توجه وكړي څومره چې د عامه وژونكو وسلو نه خپراوي ته كيږي .

 

د امريكا څېړونكي ځكه د زيات تشويش ښكار دي چې د هغوى د اټكلونو له مخې به په ۲۰۲۵ كې د امريكا نفوس د تايوان د نفوس نه هم كم وي ، د ايران نفوس به د جاپان سره برابر شي او د ايتوپيا نفوس به د فرانسې د نفوس نه يو پر دوه شي .

 

د اشتراكي يا كمونستي نظام د ړنګېدو نه پس يواځينى اسلامي نظام دى چې د غربي پانګوال نظام په مقابل كې ولاړ دى او د قومونو د متحد كولو صلاحيت هم لري ، نو ځكه د مسلمانانو د نفوس زياتوالى غرب د سترې وارخطايۍ سره مخ كړى دى .

 

د مسلمانانو د نفوس کمولو دسیسه
وايي چې نامتو لويديځوال څېړونكي Eberstadt وايي چې '' په نړۍ كې د انساني نفوس د زيات ډېروالي اوكموالي د فرقونو د له منځه وړلو لپاره مونږ يواځې دوې لارې لرو لويديځ دې خپل نفوس زيات كړي او يا دا چې د دوهمې نړۍ د نفوس د كموالي لپاره هر ډول هڅې وشي ، د لويديځوالو لپاره خو د نفوس زياتول ناشوني دی ځكه چې غرب كې د كوچنيانو د تولد فيصدي ډېره ټيټه ده او د لوړوالي لپاره يې دولتي او انفرادي شوي ټولې هڅې ناكامې شوې دي او نوې هڅې په دېره لوړه بيه پرېوځي ، د ټيسټ ټيوب بي بي له لارې د نفوس د زياتوالي كوششونه روان دي خو ددې مصارف ډېر لوړ دي او كلوننګ هم د همدې لړۍ كړۍ ده. 


بل لور ته د غرب د نوي كلتور له مخې ښځې د كوچنيانو پالل د ځان لپاره يو مصيبت او ستونزمن عمل بولي'' غرب چې د خپل نفوس د ډېرولو له لارې نه ناهيلي شوي اوس يې دوهمه لار غوره كړه او په دوهمه نړۍ كې عموماً او په اسلامي نړۍ كې يې په ځانګړې توګه د انسانانو د نسل د زياتوالي د مخنيوي لپاره ټول وسايل په كار واچول او په دې باره كې يې د هر ډول توطئيو نه كار واخيست چې د ځينو نه به يې څو كرښې پس يادونه هم وكړو .

 

ان شاءالله نور بیا...

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته