تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د مځکي پر مخ لويي درختي
  تعلیم الاسلام
  September 28, 2017
  0

د درختي نوم: باوباب (اډانسونیا)

د شنه کېدو ځای: مډګاسکر، افریقا او اسټرالیا

اوږدوالی:  ۵ -۳۰ متره
 
 تنه: ۷-۱۱ متره ده او د ۱۲۰۰۰۰ لېټره اوبو ځایولو ظرفیت لري.
 
نوري ځانګړتیاوي: د کال په اکثره وختونو کي بلګونه نلري او داسي ښکاري ګواګي ریښې يې لوړي په هوا کي ځوړندي دي. د عمر په اړه یې اختلاف دی؛ خو دومره ویل کېږي، چي زښت زیات عمر لري.
 
دا درخته د ژوند د درختي په نامه هم یادېږي؛ ځکه پناه، کالي، غذا او اوبه جوړوي. تنه او پوستکی يې د اور په وړاندي مقاومت لري او د کالو او رسیو د جوړولو لپاره کارېږي. 
 
د پاڼو او بلګونو څخه يې د خوراکي موادو او درملو په تر کيب کي ګټه اخیستل کېږي. مېوه يې د خوړلو وړ ده؛ چي د ویټامین سي  (Vitamin-C) زیاته اندازه پکښي سته.
 
عموماً د ډېر عمر لرونکو درختو منځ تش او خالي وي؛ چي د انسانانو او حیواناتو د اوسېدلو ځای جوړوي. د دغو درختو څخه د دکانونو لپاره هم استفاده کېږي.
 هَذَا خَلْقُ اللَّهِ فَأَرُونِي مَاذَا خَلَقَ الَّذِينَ مِنْ دُونِهِ بَلِ الظَّالِمُونَ فِي ضَلَالٍ مُبِينٍ. (لقمان: ۱۱)
 
سرچنه: تعلیم الاسلام مجله، ۱۵ ګڼه
 مأخذ:  ویکیپيډيا
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته