تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
لمونځ که د مؤمن معراج؟
 
  August 5, 2016
  0

 

 

ليکوال: ډاکټر عبدالهادي"متين" / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

لمونځ د الله تعالی سره د اړيکو د ټينګولو يوه بنسټيزه وسيله ده، لمونځ په انسان کي ايماني مفاهيم راټوکوي. په لمانځه کي انسان له پيل څخه تر پايه پوري د الله تعالی ذکر او مبارک صفتونه يادوي. آخرت ورپياديږي، په پيغمبر (صلی الله عليه وسلم)باندي ئې ایمان تازه کيږي؛ په لمانځه کي انسان د الله تعالی لارښووني په ياد راوړي، لمونځ د ايمان بالغيب د عملي شکل څخه عبارت دی. 
الله تعالی د لمانځه څخه په ايمان  تعبير کړی دی او فرمايي:
 
(وَمَا كَانَ اللَّهُ لِيُضِيعَ إِيمَانَكُمْ ) [البقره:]

 ژباړه:الله تعالی به ستاسي ايمان (بيت المقدس ته لمونځ) هيڅکله ضايع نه کړي. 

د همدې مضمون له مخي رسول الله  صلی الله علیه وسلم  دلمانځه  اداءکول د ایمان دشتون دليل ښودلی دی. 

د لمانځه داهميت او فضيلت په برخه کي ډېر آياتونه او احاديث ذکر سوي دي، لمونځ د اعمالو د اصلاح لپاره غوره وسيله او د ایمان اساسي نښه ده.

عبد الله بن مسعود  رضي الله عنه  فرمايي: موږ منافقان له دې څخه پېژندل، چي د لمانځه څخه پاته کېدل. 

باید پردې غور او فکر وکړو، چي د اسلام دغه مهم رکن موږ څرنګه په سمه توګه ترسره کولای سو. د لمانځه د صحیح اداکولو لپاره د نورو شرایطو ترڅنګ لاندي دوه شرطونه بنسټیز  رول لري:

۱- د قرآني کلماتو تلفظ اداءکول: له بده مرغه په موږ کي دا عادت نسته! کله چي قرآن زده کوو له هغه څخه. وړاندي د قرآن د حروفو او کلماتو تلفظ او لوستل په صحیح طریقه نه زده کوو، قرآن په عربي ژبه دی موږ يې د کلماتو او حروفو تلفظ او اداء په پښتو ژبه کوو . (قاف)په (کاف) وایو (حا) په (ها) او (عين) په (همزه) تلفظ کوو، چي دا تلفظونه د قران ومعنی ته کاملاً تغیر ورکوي. مثلاً: (قل هو الله احد)  موږ يې (کل هو الله اهد) باندي لولو. (رب العالمین) په (رب الآلمین) باندي وایو، همداسي نو د ټول قرآن د آیاتو لوستل اټکل کړه، .چي موږ ورته  هیڅ توجه نه ده کړې. 

موږ ته لارمه ده چي دد غو محدودو عربي حروفو صحیح تلفظ زده کړو .دا کار ډېر آسانه دی. که موږ هر سهار د نیم ساعت لپاره د له يوه عالم یا قاري صاحب څخه ددرو حروفو صحیح تلفظ زده کړړ او له ځانه سره ئي تکرار وو په یوه هفته کي به مو د ضرورت په اندازه د قرآن د حروفو صحیح لوستل زده کړي وي. څه فرق کوي که دا کار څه زیات وخت ونیسي آیا موږ د هغه لپاره کافي وخت نه لرو؟

۲ - د قرآن کریم د کلماتو او آیاتو په معنی ځان پوهول : دا کار هم ډېر آسان او هم ډېر ضرور دی .سورة الفاتحه او څه نور سورتونه کوم چي په لمانځه کي لوستل کیږي په یاد کړي دي د دغو سورتو د کلماتو پښتو معنی زده کول تر هغه څو چنده آسانه دي .راځي چي یو وار دا کار امتحان کړو! په کندهارۍ پښتو ژباړل سوي نمازونه سته تر هر عربي توري لاندي ئي پښتو ترجمه لیکل سوې ده که موږ یو وار د احتیاط لپاره د قاري صاحب سره  هغه ووایو، بیا ئي دځانونو سره تکر ار کړو،  په یوه یا دوې هفتې کي به مو ټول لمونځ په ترجمه زده کړی وي او که د کومي کلمې معنی راڅخه هېرېدل سمدستي به ئي پښتو معنی په هغه کتاب کي ګورو.

 هر کله چي په لمانځه کي موږ د قرآن په آیتونو پوه سولو هغه وخت به بیا د لمانځه اداکول او د هغه آیتونو تلاوت او اورېدل بل کیفیت او خوند ولري تر دې وخته خو موږ د الله عزوجل  په خبرو نه پوهیدو او د هغه سره مو رابطه بلکل قطع وه، دا محال به زموږ رابطه د الله عزوجل سره برقراره سوې وي، په دې باندي به پوهیږو، چي هغه ذات زموږ څخه څه غواړي، پر څه راته امر کوي او د څه شي څخه منع کوي، د خپل ژوند په مقصد به پوه سو .

په دغه څو پاڼو کوچني نماز کي  موږ د لمانځه معنی په یوه هفته یا لس ورځي کي زده کولای سو له هغه وروسته که د قرآن شریف څو آخري سورتونه او د بقرې سورة په معنی زده کوو بیا به مو نو لمونځ لمونځ وي کله چي امام قرائت په لوړ آواز وايي او مقتدی يې په معنی پوهیږي دا نو د الله تعالی د حضور یو بله دنیا وي زیات خوندونه لري، د انسان ذهن او زړه له هر نوع باطلو او شیطاني فکرونو او وسوسو څخه پاکوي د انسان د زړه څخه نااميدي او تکبر باسي، په عوض ئې اطمينان ،تواضع او نور ښه صفتونه ورداخلوي. 

کله چي سړی د لمانځه د آیتونو ، تسبیحاتو او درودوپه معنی پوهیږي او تدبر پکښي کوي په دې طریقه په لمانځه کي حضور حاصلیږي لمونځ صحت پیدا کوي، لمونځ کوونکی به قیامه ، سجده او نور افعال په سمه طریقه سره سرته رسوي ، د چاچي د لمانځه معنی نه وي زده او فکر پکښي نه کوي، د هغه لمونځ نو بیا یو عادت دی نه عبادت! ولي چي د لمانځه د معنی د پوهيدو څخه پرته حضور نه برابریږي ، د انسان زړه د ویري او ناامیدۍ سره نه مخامخ کیږي، هر انسان په سعي او کوښښ کولو مکلف دی، چي باید د لمانځه په معنی او نورو ټولو شرایطو او ارکانو ځان پوه کړي، دا کار د انسان د توان څخه لوړ نه بلکه ډېر کښته دی. نه پوهیدل د الله تعالی  په وړاندي عذر نه سي جوړېدلای! بیا د داسي آسانه او اهم کار په باره کي موږ ولي ځانونه ناګومانه او نا خبره واچوو؟ دا دومره ډېره ګټه په لږ غفلت باندي ولي له لاسه ورکوو؟ زموږ خلګ د اسلام په نامه سر  ورکوي، خو د اسلام په مقصد ځانونه نه پوه کوي؛ نو ځکه فکرونه او عملونه مو د اسلام څخه په لیري فاصله کي واقع دي. کوم برکتونه او ګټي، چي د اسلام په دین کي موجودي دي، موږ ځني محروم یو.

علماءکرام  کولای سي، عوام خلک ودغه حقیقت ته متوجه کړي. په وار-وار ورته ووايي او مجبوره ئي کړي، چی د قرآن مجید صحیح تلاوت او د لمانځه معنی زده کړي، د هر مقتدي څخه جلا- جلا د لمانځه پوښتني وکړي، ان شاء الله تعالی د اسلامي امت دا تر ټولو لوي مشکل به ډېر ژر حتی په څو ورځو کي حل سي.

ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۱۸ ګڼه

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته