تازه سرليکونه
د (عقايد) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
عقیدوي او مادي غربت
  تعلیم الاسلام
  November 15, 2017
  0

محمد عثمان "پوپل" / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

که څه هم په نړۍ کي د هغو غريبو کسانو شمېر ډېر زيات دی، چي خوراک، پوښاک، استوګنځای اونورو مادياتو ته ضرورت لري، بې له هغه څخه د نړۍ پر مخ د داسي کسانو ژوند کول ناممکن ګرځي، لاکن په نړۍ کي داسي کسان هم سته، چي د عقيدې له اړخه سخت غريب وي. 

 

هغه غريبان چي ظاهرآ يو څه ته ضرورت لري، يا په فقر لاس پوري کوي او يا هم مختلفو جنايتونو ته مخه کوي. دا هغه غريبان دي، چي په ښکاره له دنيوي اسبابو څخه بې برخي دي، مګر هغه غريبان چي عقيدوي غربت لري او مادي شيانو ته هيڅ ضرورت هم نه لري، له دې ډول غريبانو څخه ډېر په تاوان کي دي، چي هغوي د مادياتو د ترلاسه کولو لپاره په کوم جنايت لاس پوري کوي، دوی د عقيدوي او ديني فقر څخه خلاصون ته ضرورت لري، تر څو د عقيدې له اړخه هم بډايه سي.

 

هغه تش په نامه مسلمانان، چي خپلو اسلامي او ديني ارزښتونو ته ژمن نه وي، هم له غريبو کسانو څخه شمېرل کېدای سي، هغوی چي نه لمونځ کوي، نه روژه نيسي او نه هم د نورو ديني ارکانو او احکامو پابند دي. اسلام لوی نعمت دی او په صحيح توګه ورته غاړه ايښودلو سره نه يوازي دا چي د رب العالمين رضاء لاس ته راوړلای سو، بلکي په ذريعه ئې ابدي کاميابۍ ته ځانونه رسولای سو. لمونځ د الله تعالی له لوري مؤمن مسلمان ته يوه قيمتي ډالۍ ده، خو هغه کسان چي لمونځ نه ادا کوي، له دې ستري ډالۍ څخه بې برخي دي، ځکه خو نو بې له شکه چي غريبان دي.

 

د يو مسلمان په توګه بايد کوښښ وسي، چي د ټولني د عقیدوي او ديني غربت مخه ونيول سي او په دې لار کي د غريبانو لاس نيوی وسي.

 

ماخذ: تعلیم الاسلام مجله: ۲۲ ګڼه

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته