تازه سرليکونه
د (نيکمرغه مېرمن) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د مؤمنانو مور صفیه رضي الله عنها
  تعلیم الاسلام راډیو
  February 12, 2018
  0

ترتیب: عبدالبصیر صمیمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 


نوم:

د صفيې  رضی الله عنها اصلي نوم زينب يا حبيبه او کنيه نوم ئې ام يحيی و، د صفيې رضی الله عنها  نوم د خيبر تر غزا وروسته بدل کړل سو. 

 

نسب: 
صفيه بنت حيی بن اخطب بن سعيد بن ثعلبه بن عبيد بن کعب بن خزرج بن ابي حبيب بن نفير بن نمام.

دا سلسله د موسْی علیه السلام  تر ورور هارون علیه السلام پوري رسيږي، د مور نوم ئې (ضره) يا (بره) بنت شموال ياد سوی دی، د صفيې رضی الله عنها  پلار (حيی) د بنو نضير د قبيلې سردار وو، مور ئې د بنو قريظه کورنۍ د سردار لور وه، چي په همدې ترتيب صفيه رضی الله عنها  د مور او پلار له خوا د سردارانو لور وه.

 

د صفيې رضی الله عنها  واده: 
صفيې رضی الله عنها لومړی د سلام بن مشکم سره نکاح کړې وه، د هغه تر طلاق وروسته ئې د کنانه ابن ابي حقيق سره واده وکړ. کنانه د حجاز د مشهور سوداګر او د خيبر د رئيس ابورافع خوریی کېدی او د خيبر په غزا کي د مسلمانانو له خوا ووژل سو.

 

د رسول اکرم  صلی الله علیه وسلم  سره د واده شرف:
کله چي خيبر فتحه سو او غنيمتونه ووېشل سوه، نو صفيه رضی الله عنها  د دحيةالکلبي په برخه ورسېده، رسول الله  صلی الله علیه وسلم  بلال رضی الله عنه  ته امر وکړ، چي دحية الکلبي رضی الله عنه راولي او بله مينځه د صفيې رضی الله عنها په بدل کي ورکړي،

همداسي وسوه، دحية الکلبي رضی الله عنه  ته ئې د صفيې رضی الله عنها د اکا لور ورکړه، مخکي تر دې چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د خيبر څخه د تګ اراده وکړي، صفيې رضی الله عنها اسلام قبول کړ، او رسول الله  صلی الله علیه وسلم  نکاح ورسره وکړه. رسول الله  صلی الله علیه وسلم  د راستنېدو پر مهال په صهباء نومي سيمه کي د کاروان سره واړول، صفيې رضی الله عنها د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره همدلته شپه تېره کړه.

 

 رسول الله  صلی الله علیه وسلم  چي سهار له خېمې راووت، ا بوايوب خالد بن يزيد انصاري رضی الله عنه ئې وليد، چي توره په لاس ولاړ دی او پيره کوي، رسول الله  صلی الله علیه وسلم پوښتنه ځني وکړه، څه کوې؟ ابو ايوب ورته وفرمايل، چي اې د الله رسوله!  صلی الله علیه وسلم  پيره مي درباندي کوله، له دې ښځي څخه بېرېدم، چي پلار، مېـړه او نور خپلوان ئې د مسلمانانو سره په جنګ کي ووژل سوه، هسي نه چي تاسو ته تاوان ورسوي، رسول الله  صلی الله علیه وسلم هم ابويوب ته ددې کار په بدله کي د خير دعاء وکړه.

 

د صفيې رضی الله عنها  سره د واده کولو ساده وليمه هم رسول الله  صلی الله علیه وسلم  تياره کړې وه، رسول الله  صلی الله علیه وسلم  يو لوی دسترخوان هوار کړ او انس رضی الله عنه  ته ئې امر وکړ، چي مسلمانان راټول کړي او خپل د سفر خواړه ورسره راوړي، ټول راټول سوه، خپل ساده خواړه ئې پر يوه دسترخوان وخوړل. صفيې رضی الله عنها  په (۷هـ) کال د رسول الله  صلی الله علیه وسلم  سره د واده شرف ترلاسه کړ.

 

فضائل: 
صفيه رضی الله عنها  ډېره هوښياره، ذکي، عالمه او سخي مېرمن وه، کور ئې د علم مرکز وو او د ژوند تر پايه ئې مسلمانانو ته د مسائلو ښوونه کوله. د صبر او حوصلې له لوړ مقام څخه برخمنه وه، رسول الله  صلی الله علیه وسلم  ئې پخپله پر اسلام شاهدي ورکړې ده او فرمايلي ئې دي، چي صفيه رضی الله عنها  د کلک ايمان درلودونکي ده، همداسي ئې ورته ويلي دي، چي نوري بيباني تر تا غوره نه دي ځکه چي ته د محمد  صلی الله علیه وسلم  مېرمن، د هارون  علیه السلام  لور او د موسْی  علیه السلام ورېره يې.

 

کله چي رسول الله مريض سو، نو د مؤمنانو مېندي پر راټولي سوې، صفيې رضی الله عنها رسول الله  صلی الله علیه وسلم  ته وفرمايل: کاشکي ستا مرض ماته رانقل سوی وای، نورو بيبانو په تعجب ورته وکتل، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل: قسم په الله صفيه رضی الله عنها رښتيا وايي! 

 

صفيه رضی الله عنها د زيات سخاوت له امله مشهوره وه، کله چي عثمان رضی الله عنه محاصره سو، نو صفيې رضی الله عنها ډېره مرسته ورسره کوله، يو وار ئې وغوښتل، چي په خپله اوبه ور وړي خو ظالمانو نه پرېښوول، بيا به ئې د حسن رضی الله عنه په واسطه خواړه وراستول.

 

د احاديثو روايت : 
صفيه رضی الله عنها  د رسول اکرم  صلی الله علیه وسلم څخه د احاديثو د روايت شرف هم لري او تقريباً لس (۱۰) احاديث ئې ورڅخه روايت کړي دي، چي د دې جملې څخه يوازي يو حديث (متفق عليه) دی يعني په بخاري او مسلم شريف په دواړو کي رانقل سوی دی.

 

ځانګړني :
 د علم، حکمت او پاخه عقل تر څنګ صفيې رضی الله عنها په پخلۍ کي هم ښه مهارت درلود. رسول الله  صلی الله علیه وسلم  ته به ئې ډېر ښه خواړه تيارول او کله کله به ئې د نورو بيبانو کورونو ته هم وراستول، يوه ورځ رسول الله  صلی الله علیه وسلم د عائشې رضی الله عنها  کره وو، صفيې رضی الله عنها په يوه لوښي کي خواړه ورواستول،

کله چي عائشې  رضی الله عنها  وليدل، نو د احساساتو تر اغيزې لاندي راغله او لوښی ئې مات کړ، خو ډېر ژر پښېمانه سوه او رسول الله  صلی الله علیه وسلم  ته ئې وويل، چي ددغه غلطۍ کفاره څه شي ده؟ رسول الله  صلی الله علیه وسلم وويل، چي هماغه شان لوښی او هماغه شان خواړه دي!

وفات : 
صفيه رضی الله عنها د رسول الله  صلی الله علیه وسلم  تر رحلت وروسته د الله تعالی او د رسول الله  صلی الله علیه وسلم  د احکامو مطابق ژوند تېراوه، د قرآن کريم تلاوت ئې کاوه او د رسول الله  صلی الله علیه وسلم  لارښووني ئې عملي کولې، د رسول الله  صلی الله علیه وسلم تر وفات وروسته پوره څلويښت (۴۰) کاله ژوندۍ وه اوپه پنځوس (۵۰ هــــ.) کي وفات سوه.

کله چي د وفات خبر ابن عباس رضی الله عنهما ته ورسيدی، فوراً ئې سجده وکړه، چا پوښتنه ځني وکړه، چي داسي وخت او سجده؟! ابن عباس رضی الله عنهما وويل: رسول اکرم  صلی الله علیه وسلم  فرمايلي دي: کله مو چي کوم آيت (خاصه نخښه) ليدله؛ نو سجده کوئ او د امهات المؤمنين تر رحلت لويه نښانه به څه وي؟!

 

صفيه رضی الله عنها وفات سوه، د زيات شمېر صحابه کرامو رضی الله عنهم له خوا ئې د جنازې لمونځ اداء کړل سو او په جنت البقيع کي د نورو بيبانو تر څنګ خاورو ته وسپارله سوه. ( رضي الله عنها وارضاها)

 

ماخذ: تعلیم الاسلام مجله: ۱۹ ګڼه

 

---------------------

د مؤمنانو مندي

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته