تازه سرليکونه
د (فکري پوهنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د فکري جګړې وسله او شعار (۲برخه)
  تعلیم الاسلام
  November 2, 2017
  0

لیکنه او ټولونه: عبید الله / تعلیم الاسلام ویب پاڼه – دوهمه برخه

 

د فکري جګړې وسله 

 

      د فکري جګړې وسلې د وسله والې جګړې د وسلې سره ډېر توپيرونه لري ځکه په وسله واله جګړه کې چې د کومې وسلې څخه کار اخيستل کيږي هغه انسان په خپلو سترګو ليدلاى شي او همدارنګه هغه انسان ته ښکاره او ظاهري زيان رسوي او انسان د هغې وسلې اغيزې معلومولاى شي او هر وخت د هغې څخه د خلاصون لارې چارې لټوي لکه توپ ،ټانګونه او الوتکې ....ولې د فکري جګړې وسلې هغه وسلې دي چې هغه انسان په سترګو نه شي ليدلاى ،همدارنګه هغه انسان ته ښکاره او ظاهري زيان نه رسوي، ډېرى انسانان ددغې جګړې اغېزې نه شي معلومولاى او همدارنګه ډېرى وختونه د هغې څخه د خلاصون لارې چارې نه لټوي پداسې حال کې چې د فکري جګړې وسلې له هغه څخه چې اټکل کيږي ډېرې خطرناکه او وژونکې او د ډېرو ناوړه اغېزو لرونکې دي ځکه چې د فکري جګړې وسلې زروي ماشينونه ، د لېرې واټن ويشتونکي توغندي ،پرمختللې الوتکې توپونه او ټانګونه نه دي بلکه د فکري جګړې وسلې د اسلامي او انساني ضد فکرونو او نظرياتو خپرول ،په اسلامي زده کړو کې د شک او ترديد رامينځ ته کول ،د اسلامي ټولنې د وګړو په مينځ کې د دښمنۍ او بې باورۍ رامينځ ته کول او د واقيعتونو تحريف او له مينځه وړلو څخه عبارت دي چې په حقيقت کې د فکري جګړې دغه وسلې ډېرى خلک لاتر اوسه يا خو وسله نه بولي او يا يې هغه پيژندلي نه دي. (٢_  ٢٢_٢٣)

 

د فکري جګړې شعار
     د فکري جګړې د پرمخ بېولو لپاره ددغې جګړې لارښوونکي او ګمارل شوي مشران داسې شعارونه ورکوي چې ددغو شعارونو په اساس غواړي چې د عامو مسلمانانو ذهنونه د دوي د کړنو په هکله داسې جوړ کړي چې د دوى ټولې کړنې ګټورې او د ځان او د خپل هېواد لپاره د پرمختګ بنسټ وګڼي چې دغه شعارونه عبارت دي له پرمختګ ، تمدن ، سمون غوښتنه ، د ښکېلاک په وړاندې مقاومت ، پوهه ، د فکر او بيان ازادي ، د هرې پخوانۍ پديدې په وړاندې مبارزه او داسې نورو څخه يادونه کولاى شو پداسې حال کې چې د دوى دغه شعارونه ټول د حقيقت څخه خالي دي ،نه د سولې ، نه د ازادۍ او نه د پرمختګ د پيغامونو لرونکي دي بلکه د دوى ددغو شعارونو پيغام د زور، ښکېلاک، زبېښاک ، بې عدالتۍ ، بې بندوبارۍ ، غلامۍ او داسې نورو ناوړه افتونو لرونکي دي. (۲)

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته