تازه سرليکونه
د (فکري پوهنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د فکري جګړې ځانګړتیاوي (۶برخه)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 29, 2018
  0

لیکنه: عبید الله / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

څلورم مبحث : د فکري جګړې ځانګړتياوې 

د فکري جګړې د مهمو او د اهميت وړځانګړنو څخه يوه ځانګړتيا  شموليت او دويمه يې دواميت يا دايمي والى ګڼل کيږي چې هر يو يې په لاندې کرښو کې په لنډ ډول تر څېړنې لاندې نيسو:

 

الف : دايمي والى:
       پدې معنى چې دغه جګړه د خپل خطرناک او پيچلي جوړښت له مخې داسې ده چې د يوه ټاکلي او معلوم وخت لپاره نه کارول کيږي بلکه ددې لپار ه چې ددې جګړې په لاراچونکي خپلو شومو موخوته په پلانيزه ډول په اسانۍ سره ورسيږي نو ډېر وخت ته اړتيا ليدل کيږي، د بېلګې په توګه که چېرې ددغې جګړې په لاره اچونکي وغواړي چې د يو هېواد اسلامي نظام کمزورى او يا راوپرځوي نو دوی ددې کار لپاره له مختلفو لارو څخه کار اخلي چې په دغو لارو چاروکې ځينې يې ډېر زيات وخت ته اړتيا لري ښايي چې دغه وخت څو پېړۍ په خپله غېږه کې راونغاړي د بېلګې په توګه د يو ملت دين ، مذهب او يا کلتور ته تغير ورکول يا په هغوى باندې د خپل دين منل او داسې نورې چارې ....

 

ب : شامل والى (د ژوندانه ټولو برخو ته شموليت) :
    ددغې جګړې د دويمې ځانګړتيا څخه موخه دا ده چې دغه جګړه يوه ډېره لويه او راښکېلونکې جګړه ده پدې معنى چې د ژوند ټول اړخونه د خپل هدف لاندې راولي او ډېرې دردونکې اغېزې له ځانه سره لري چې نه شي کېدلاى له وسله والې جګړې څخه په لاس راشي .

 

      نو ځکه لوى خداى جل جلاله ددغې جګړې رهبران او مشران په ډېرو بدو الفاظو سره غندلي دي او هغوى ته يې د شيطانانو، ناپوهانو، لويو مجرمينو، د کفر لارښوونکو، ناروغ زړو او داسې نورو صفاتو نسبت کړى دی او ددغې جګړې اغېزې يې د تورې د جګړې او همدارنګه د انسان وژنې د جرم د اغېزو څخه ډېر دردناکه او خطرناکه ګڼلي دي لکه چې پدې هکله الله جل جلاله  فرمايلي دي: 

 

( وَالْفِتْنَةُ أَشَدُّ مِنَ الْقَتْلِ ) سورت بقره: ١٩١

---------------------

اړوند لیکني:

د فکري جګړې تعریف او پس منظر 
د فکري جګړې وسله او شعار 
د فکري جګړې موخي او اهداف
 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته