تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د عربي ژبي د ځینو لغاتو فصاحت
  تعلیم الاسلام
  November 9, 2017
  0

بسم الله الرحمن الرحیم 


عبدالسلام حنفي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


 د ( الابدي ،الازلي ، الامدي . او  السرمدي )  فرق 


 الابدي : هغه دی چي هيڅ نهایت نه لري.
الازلي : هغه دی چي  هغه لره شروع یا ابتداء  نه وي.
الامدي : هغه دي چي تر مابین د  الازلي او ابدي وي.
السرمدي : هغه دی چي نه شروع یعني ابتداء لري او نه پاي یعني انتهاء .


د ( التحسس  والتجسس )  ترمنځ فرق
 التحسس   : د خلکو د ښو او خیر خبرو تلاښ او پلټنه کول لکه چي الله جل جلاله  په قرانکریم کی د یوسف علیه السلام په واقعه کې فرمايي:
 (اذْهَبُوا فَتَحَسَّسُوا مِنْ يُوسُفَ وَأَخِيهِ) لاړ شئ د یوسف علیه السلام او د هغه د ورور پته ولټوئ.  


التجسس :  د خلکو د پټوو رازونو عیبونه پیژندل اود هغوی پلټنه کول  ، لکه قران کي چې الله جل جلاله فرمايي:

 (وَلَا تَجَسَّسُوا) د چا پټ عیبونه مه لټوئ  


د ( الصمت او السکوت ) ترمنځ فرق 
 الصمت : هغه چوپتیا ته وايي چې د اداب او  حکمت په وخت کي اختیاریږي.
سکوت : هغه چوپتیا ته وايي چي د د ویري په حالت کی اختیاريږي.


 د (  الکابة او الحزن ) ترمنځ فرق 

الکابة  : هغه غم دی چې  اظهار يي په مخ کي کیږي.
حزن : هغه غم دی چې  په زړه کي پټ وي.


د (  شرقت الشمس او اشرقت الشمس ) ترمنځ فرق
شرقت : په معنی د راختلو سره دی 
اشرقت : په معني د روښانه یا ځلانده  کیدلو سره دی لکه قران کي راځي:
 (وَأَشْرَقَتِ الْأَرْضُ بِنُورِ رَبِّهَا) یعني ځمکه به د خپل رب په نور سره ځلانده شي.


د (  التعلیم او التلقین ) ترمنځ فرق
 التلقین:  یواځي  په خبرو یا کلام کي وي 
التعلیم:  په خبرو او نورو شیانو کي هم چا ته ورکولی شي لکه یو عربي مقوله ده چي: لقنه الشعر، و لا يقال : لقنه النجارة.


 د جسد او بدن ترمنځ فرق
جسد: د انسان جسم د سر څخه نیولې تر پښو پوري ټول ته جسد وايي.
بدن  : یواځي د انسان تنې ته وايي اطراف نه دې په کي داخل لکه لاس ، پښي او سر.
(ردالمحتار مع الدر المختار . ج ۳ص ۲۵۶ مکتبه شامله)


د ( التضاد او التناقض ) ترمنځ فرق 
 التضاد: په فعل کي واقع كيږي.
التناقض: په اقوالو  یعني خبرو کي واقع کیږي .


 د ( الهبوط او النزول ) ترمنځ فرق 
هبوط : په یو ځاي کې اقامت یعني د یو څه وخت لپاره اوسیدل ایت شریف کي راځي:
(اهْبِطُوا مِصْرًا فَإِنَّ لَكُمْ مَا سَأَلْتُمْ)

یعني نو ښار ته لاړ شئ څه چې غواړي هلته به يې ومومی.
 مطلب ښار ته د اقامت لپاره ولاړ شی.


نزول : د یو موقت وخت لپاره یوځای دریدل چي استقرار نه وي په کې.


د ( مختال او فخور ) ترمنځ فرق 
مختال: هغه کس ته وايي چې  خپل ځان ته د افتخار په سترګه ګوري.
فخور: هغه چا ته وايي چې  نورو خلکو ته د حقارت په سترګه ګوري.


د ( الظلم او الهضم ) ترمنځ فرق  
الهضم :  د چا څخه د بعضي حصي یا حق خوړل.
ظلم :  د یو چا په پوره او ټول حق باندي قبضه کول.
 لکه قران کې چي راغلي دي: (فَلا يَخَافُ ظُلْمًا وَلا هَضْمًا)  او هغه چا ته به د څه ظلم او حق ضایع کیدو خطره نه وي چي ښه عمل وکړي.


د  (المقسط او القاسط ) ترمنځ فرق 
المقسط : عادل او انصاف کوونکي ته وايي.
لکه الله جل جلاله چي په  قرانکریم کې فرمايي:

(إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ) الله جل جلاله د عدالت کوونکي کسانو سره محبت لري.


قاسط :  ظالم او د حق څخه مخ اړونکي ته وايي.
لکه په قرانکریم کي  چي راځي:  (وَأَمَّا الْقَاسِطُونَ فَكَانُوا لِجَهَنَّمَ حَطَبًا) او کوم  کسان چې د حق څخه مخ اړونکي دي هغوی د جهنم د سون مواد ګرځیدونکي دي.

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته