تازه سرليکونه
د (اخلاق) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
غرور جهالت دئ
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  February 19, 2023
  0

غرور جهالت دئ

محمدنبي سلطاني / تعلیم الاسلام ویب پاڼه 

له بده مرغه نن ورځ لیدل کیږي، چي په عامه مجلسونو، فردي ځایونو، ټولنیزو شبکو او نورو کي هڅه کيږي چي غرور او تکبر د عزت او عظمت، لوړتیا او پوهي په توګه وښيي او عامه ذهنیت دې ته چمتو کي چي دا یو منلی حقیقت دئ او په مټ يې انسان کولای سي، چي لوړ مقام، ځای او شخصیت تر لاسه کړي. 


په داسي حال کي چي  دا تېروتنه او غولونه ده؛ د عزت او عظمت، لوړتیا او پوهه نه؛ بلکي جاهلیت، ناپوهي، ناداني، اخلاقي خرابي او د انساني کرامت ځوړتیا ده. مغرور انسان تل د اخلاقي او ټولنیزو دیني معیارونو خلاف فکر کوي چي د هرچا او هر څه څخه لوړ دئ، هغه دا په بشپړه توګه هېروي چي هغه د نورو الهی مخلوقاتو په څېر د یو واحد خالق تخلیق دئ، د هغو نعمتونوهیڅ خپلواکي نه لري چي د خدای تعالی لخوا ورته ورکړل سوي دي او په هر وخت کي هغه کولای سي. دغه الهي نعمتونه چي واک او اختیار يې د الله جل جلاله سره دئ له لاسه ورکړي او د ده د کبر، غرور او ناشکرۍ کاسه نسکوره کړي. 


  کله - کله انسان د ځواک، ځوانۍ، مال، دولت او حیثیت  له امله د مخلوق او خالق په وړاندي خپل وظيفه او مسووليت هېروي، د الله تعالی له نعمتونو او عظمت څخه په افسوس سره سترګي پټوي او د غرور په لومه کي لوېږي. قرآنکريم د انسان د جهل د لمنځه وړلو، د غرور څخه د راويښولو او له الهي وظايفو څخه د خبرولو په موخه په سختو ټکو د ده څخه داسې پوښتنه کوي: « اې انسانه! د خپل رب په اړه څه يې غولولى؟، هغه چي پيدا ئې كړې او ښه ئې برابر او متعادل كړې، په هري بڼي چي غوښتل ئې، تركيب ئې كړې» سورت الانفطار: آیت، ۶- ۸)    


  د قرآن دغه وينا انسان ته د انسان د کرامت يادونه کوي، چي څنگه د خپل هغه رب په اړه اشتباه كوي، چي ده ته ئې سم او سالم، روغ او رمټ ذهن، فکر، استعداد، ښکلا، بقاء او سلامتيا ورکړي، نه ئې په جوړښت كي کوم عيب او نقص سته او نه ئې په ښایست کي، متوازن او متعادل ئې جوړ كړی، كمال ته ئې رسولی، د ژوند لازم شرائط ئې ورته برابر کړي، رزق، روزي او د ده ټول ضروريات ئې تأمين کړي.  انسان ته د دې مادي او معنوي نعمتونو د برابرولو او د خپل واک نه لرلو په شتون کي د غرور هيڅ ځای نه پاتېږي، کله چي انسان وغواړي د ځواني، مال، دولت، حيثيت او نور د احساس له امله غرور او تکبر وکړي او د الهي نعمتونو له ورکړي سترګي پټي کړي الله جل جلاله ئې بیا هم مخاطب کوي او پوښتنه ورڅخه کوي: « نو تاسو به د خپل رب له كومو كومو نعمتونو انكار كوئ».

  
غرور او تکبر د متکبر انسان د غفلت او ناپوهۍ پایله ده، د ده جهالت او غفلت دئ، تیاره او ظلمت دئ، بېعقلي او ناداني ده، د ځان تېروتنه او تېرایستنه ده، فريب او غولېدنه ده، چي انسان وغولوي، بې عقله ئې كړي او الله ورباندي هېر كړي. كه انسان د دې غولووني او فريب تر اغېز لاندي رانه سي، الله جل جلاله به په خپلو ټولو حواسو سره درك كړي. د ده خپل وجود او هغه تعادل او توازن چي د ده په جوړښت كي مراعات سوى، هغه ښايست او ښكلا، هغه بې شمېره پېرزويني چي د ده رب پر کړي، دا ټول به د ده زړه او دماغ، عقل او شعور د الله جل جلاله په شته والي ډاډ كړي، د خپل خالق د نعمتونو شکر به وباسي، قدر به ئې وکړي، په هر حالت کي به مطع او راضي و اوسي د زړه له تله به ووايي، اې څه شي د خپل رب په اړه غولولى ئې او څه شي دې ته هڅولی ئې چي خپل رب هېر کړې او له اوامرو ئې سرغړنه وکړې.


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته