تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د خوراک كولو آداب
 
  July 8, 2017
  0

لیکنه: مولوي قدرت الله ارشاد / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

لومړی باید لاسونه تر مړوند پوري ووینځل شي او لاسونه باید مسح نه شي مطلب دا چه په دسمال او یا بل شی وچ نه شي تر څو هغه اثر د لندوالي پاتې وي،

د خوراک په شروع کي  بسم الله  او آخر کي الحمدلله باید وویل شي او که چیري له چا نه بسم الله ویل په اول کي هیره شوه نو بیا په منځ کي چه کله وریاده شوه  (بِسْمِ اللَّهِ فِي أَوَّلِهِ وَآخِرِهِ) دي ووائي،
 
بسم الله باید په لوړ آواز وویل شي تر څو د ډوډی خوړونکي د ملګرو لپاره تلقین شي،
چه تر څو خلګ له ډوډی خوړلو فارغ شوی نه وي په لوړ آواز الحمدلله باید ونه ویل شي،
لږ خوراک باید وشي او له زیات خوراک  ډډه کول پکار ده،
 
په ډوډی کي اٌف کول یعني ساه پوکول نه دي پکار، او نه باید بوی کول شي،
 
ګرمه ډوډوی باید ونه خوړل شي په ارام ارام سره خوراک کول تر څو ګرمه ډوډی ورته ضرر ونه رسوي، 
 
له خپل طرف نه خوراک کول دا هله که د خوراک شي کي مختلف النوع توکي نه وه،
او بل دا چه د لاسو پریمنځلو او یا دسمال د استعمالولو مخکي ګوتي څټل او همدارنګه کاسه ښه صفا کول یعني په ګوتو څټل،
 
او که چیري د ګولې څه حصه دسترخوان باندي ولګیږي  باید له بلي ګولي مخکي هغه پورته کول شي او وخوړل شي،
 
او آخر کي لاسونه باید پریمنځل شي، صابون شامپو او یا بل داسي شئ باید استعمال شي تر څو له لاسونو څخه دسومة او غوړوالی زایل کړي  او لاسونه په دسمال وچول په کار دي.
 
 مأخذ هنديه وغيره
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته