تازه سرليکونه
د (نوي مسلمانان) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
اسلام او مسلمانان په برتانیه کي
  تعلیم الاسلام
  March 27, 2017
  0

 اسلام او مسلمانان  په برتانیه کي

لیکوال: علي الله متوکل الرحمن
 
په برتانيه کي تقريباً دري نيم  ميليونه مسلمانان ژوند کوي چي د برتانیي د ټول نفوس (۶۴ میلیونه) څخه تقریبا دري میلیونه مسلمانان دي او اسلام د دې هېواد دوهم لوی دین دی او دا هیواد د مسلمانانو د شمېر له لحاظه په اروپا کي دریم لوی هیواد دی. زیات مسلمانان ئې د پاکستان، هند، بنګلدیش او افغانستان اوسیدونکي دي.ځیني ئې د افریقا اوسیدونکي او  نوي مسلمانان دي. پدې هیواد کي د اسلام تبلیغ او دعوت خورا په چټکی سره روان دی.
 
د اسلام انتشار نن په برطانیه کي خورا تیز دی، د کلیسا دروازو ته ځنځیران ورلویږي او په مقابل کي ئې د مسجدونو د صفو شمیر ورځ تر بلي اضافه کیږي، لا کلونه وړاندي د " ډایلي میل " ورځ پاڼي د یو څو انځورونو په خپرولو سره د اسلام حقانیت نور هم روښانه کړ، په ورځپاڼه کي دوه بیل بیل انځورونه ایښودل سوي وه، چي دا انځورونه د لندن په ختیځه برخه کي اخیستل سوي وه، یو انځور د قديس جورج د کلیسا وو چي په اتلسمه پیړی کي ودانه سوی وه او په اخیستل سوي انځور کي یوازي ۱۲ تنه عبادت کوونکي ولاړ وه. بل انځور د قديس ماری د کلیسا وو چي په ۱۸۴۹ میلادي کال کي د نهه زرو کسانو لپاره جوړه سوی وه، پداسي حال کي چي په انځور کي یوازي شل کسان د عبادت لپاره ولاړ وه، او بل طرفته  د لندن په ښار کي جامع ګاني جوړیږي، خلک د اسلام لور ته را درومي او د الله ﷻ رضا حاصلوي. 
 
پدې هیواد کي لومړی مسجد په کال ۱۸۶۰ کي د کاردیف په منطقه کي جوړ سوی دی او اوس د هغه څیړني پر اساس چي د (د برتانيي د مسلمانانو مرکز) لخوا سوي ده ۴۱۵ اسلامي مرکزونه او مسجدونه وجود لري.
 
په برتانیه کي نوي مسلمانان خپل د مسلمانېدو لامل د غیر مسلمانو بد اخلاقي، شراب، نشيي توکي او جنسي ازادي بولي.
 
د برتانیي د " پي ای ډبلیو " د اداري د راپور له مخي په ۲۰۵۰ میلادي کال کي به اسلام د برطانيي لمړی دین وي او په میلیونونو شمېر به لري او اوس مهال په بریتانیا کي په هرو لسو کسانو کي چي عمر ئې تر ۲۵ کالو کم وي یو ئې مسلمان دی. 
 
د مسلمانانو زیات شمېر په لندن کي اوسیږي، د لندن ښاري پولیسو په وینا پدې ښار کي پر مسلمانانو یرغلونه ډیر سوي او د تاوتریخوالي زیاتي پیښي ثبتیږي.
 
د انټرفېت په نوم یو خپلواک جوړښتون د تېر کال په احصایه کي لیکلي: په برتانیه کي د نوو مسلمانانو شمېر تر یو لک اوړي؛ چي ۶۶ سلنه ئې ښځینه دي او اکثریت ئې د ۲۷ کالو عمر لرونکي دي. 
 
د د برتانیي د نوو مسلمانانو څخه یوه هم لورا بوث، د پخواني صدراعظم ټوني بلېر خوښینه ده چی حجاب کوي.
 
د (ټېل مه مه) په نامه یوه خیریه مؤسسه چي د مسلمانانو پر خلاف یرغلونه څاري، ددې مؤسسي مشر فیاض مغول په وینا ښځې له دې کرکې او افراط څخه تر نورو ډېر عذاب ګالي، په ثبت سوو قضیو کي د انټرنیټي ځورونې څخه نیولې تر فزیکي حملي شاملي دي.
 
پدې هیواد کی تر نیمايي زیاتي میرمني حجاب کوي نو ځکه په تکلیف کیږي هم، انګریزی میرمن جوني کلارک چي دې وروستیو کي مسلمانه سوي ده ددې ځورونو په هکله وایي: " دوی داسې فکر کوي چي زه د افغانستان یا سعودي عربه راغلې یم. ښایي تاسي هم داسي فکر وکړئ، ځکه چي یوازي سترګې او لاسونه مې لیدی سی، هره ورځ خلک ناري راپسي وهي، څوک مې خاینه او ترهګره بولي او ځینې بیا وایي خپل هیواد ته ستنه سه " 
 
د ملي سرشمېرونو له مخي ددې هیواد مسلمانان دا هیله ښيي چي نور برتانیه د اسلامي کیدو و خواته روانه ده او د بیلګي په توګه ددې یادونه کوي چي د محمد نوم په ۲۰۱۴ کال کي د لندن میشتو وګړو تر ټولو زیات د خوښي وړ نوم وو.
 
د برتانیي حکومت وايي: زیات شمېر بندیان په محبسونو کي اسلام مني، چي ښه بېلګه ئې د فیلتم محبس دی چي د ۶۸۶ بندیانو څخه ئې ۲۲۹ مسلمانان دي او  د جمعي په لمانځه کي خو بېخي مسلمانان د یاد محبس په جمنازیم کي هم نه ځايېږي. 
 
په برتانیه کي سیاسي مشران کله کله کوښښ کوي چي په ټاکنو کي د اسلاموفوبیا یا اسلام ستېزۍ د لاري رايي تر لاسه کړي، نو ځکه په ۲۰۱۵ میلادي کال کي تر شپیتو زیاتو امامانو، د بشري حقوقو فعالینو او د برتانیي د اسلامي ټولنو مشرانو د برتانيي د دولته و غوښتل چي نور د مسلمانانو بدنامول بند کړي خو بیا هم د برتانيي سیاسیون د افراطګرايي د ناڅرګندي اصطلاح څخه غلطه ګټه پورته کوي.
 
برتانیي یو ځل د پیس تلوېزیون د مؤسس  ډاکټر ذاکر نائيک پر ویزه هم بندیز و لګوی. ډاکټر ذاکر نائيک د هيډلاینز چینل سره په مرکه کي وویل چي دوی دده د بیان یوه د متن یوه کوچنۍ ټوټه را اخیستي او هغه ئې په ناحقه سند ګرځولي. ده دا هم وویل چي دوی د غیر سیاسي حرکت پر وړاندي سیاسي غبرګون ښيي.
-----------------------------------------------
اړوند ليکني:
 
اسلام په هندوستان کي
اسلام په نیوزیلنډ کي

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته