تازه سرليکونه
د (خاتم النبيين ﷺ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نبي کريم ﷺ د مشهورو مذهبي مشرانو په آند
  تعلیم الاسلام
  March 24, 2017
  0

 

لیکنه: استاذ عبدالغفار جبیر / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 
مشهور مسيحي عالم باسورت سميت (Rev. Bosworth Smith )
 
د نبي کريم صلی الله علیه وسلم په هکله وايي:
“هغه د دواړو سياسي او مذهبي چارو مشر ؤ، داسې مذهبي مشر چې د پاپانو په څېر يې لوېې ادعاوې نه كولې او هغه واكمن چې لښكرې او ساتونكي يې نه درلودل، نه په ماڼيو كې اوسيده او نه يې پر خلكو خراج ايښى ؤ. (۱)
 
 
مونټی ګومری واټ (Montgomery Watt)
 
د نبي کريم صلی الله علیه وسلم په هکله څه وايي؟
 
په ټول لویدیځ کې له محمد صلی الله علیه وسلم څخه پرته بل څوک داسې نه دی ستایل سوی، لکه څومره چې محمد صلی الله علیه وسلم ستایل سوی دی،  دا ځکه چې خپل ټول مشکلات یې حل کړل، د سترو اخلاقو څښتن ؤ، ټول پیروان یې بې حده احترام او عزت کوي، نو په دې اساس ویلای سم چې له هغه څخه بل ستر انسان نسته. 
 
په حضرت محمد صلی الله علیه وسلم کې څو ځانګړتیاوې وې:
 
۱- وحې ورته کیده، داسې حالات یې بیانول چې یا به تېر سوي وو او یا به راتلونکې وو، یا به څوک په خبر نه وو او یا به نه په پوهېدل.
 
۲- حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د عقل او سیاست خاوند ؤ، چې هرڅه یې له قرآنه اخیسته، سیاسي قوانین یې جوړول، سیاسي ستراتیژۍ یې جوړوله، د ژوند په هره شعبه کې یې ښه پلانونه درلودل.
 
۳- دده مهارت او اداري تدبیر نه هېرېدونکی دی، اداري نظم او نسق یې داسې ؤ، چې کله ده رحلت وکړ، د ده پلویانو له ده امپراطوري پراخه کړه او په چټکۍ سره یې اوازونه تر ډېرو لیرو سیمو پورې ورسېدل، د هغه صلی الله علیه وسلم په څير داسې لویه کامیابي په تاریخ چا لاسته نه ده راوړې. (۲،۱)
 
د تبت روحاني مشر او د نوبل جايزې گټــونكى (دلای لاما)
 
 د نبي کريم صلی الله علیه وسلم په هکله وايي:
 
زه د اسلام پېغمبر د انساني تاريخ په سترو شخصيتونو كې شمېرم، د هغه لارښوونې د هدايت ډېوه ده. زما اسلامي امت ته دا پيغام دی چې د هغه د لارښوونو پيروي وكړي. هيله لرم چې د نړۍ پر مخ په يوه هيواد كې د اسلام له ښوونو سره سم نظام رامنځ ته سي، كه داسې وسي، نو ډاډه یم چې دغه ملك به د دنيا پر مخ مثالي هيواد وي . (۴)
 
ماخذ: رسول الله صلی الله علیه وسلم د غیر مسلمانانو په اند
 
د نبوت دلائل: د ۱،۹ میلونه پاونډه ساینسي څېړنه
د نبوت دلائل: د سپوږمۍ د ماتیدو معجزه او د ۱۰۰ میلیاردو ډالرو پانګونه
 
 Rev. Bosworth Smith, Mohammed and Mohammadanism, London 1874, p. 92:
 (Muhammad at Madinah pp 334-5):
 Montgomery Watt, Mohammad at Mecca, Oxford 1953, p. 52:
 The Prophet of Islam in the eyes of Non-Muslims: p,25:
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته