تازه سرليکونه
د (ماشوم روزنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
وماشومو شاګردانو ته وينا
  تعلیم الاسلام
  March 30, 2014
  0

د (١٩٦٥ م ) ميلادي کال د نومبر د مياشتي پر ٢٢ تاريخ باندي په مدرسه کي د ماشومو شاګردانو لپاره يوه جلسه جوړه سوه چي دوى ته د جايزو ورکولو په مناسبت جوړه سوې وه دغه ماشومانو ته (د اسلامي نړۍ نامتو او مشهور نابغه عالم علامه) ابو الحسن ندوي رحمة الله علیه لاندنۍ وينا وکړه :

 ګرانو بچيانو ! نن ستاسو په ليدلو ډېر خوشاله يم داسي خوشاله يم لکه د يوې کورنۍ سرپرست چي د خپلي کورنۍ د ماشومانو په ليدلو خوشاليږي . تاسو ته مبارکي وايم چي تاسو زحمت کښلى دئ او د جايزې ګټلو وړ ګرځېدلي ياست. ستاسو استاذانو ستاسو لياقت او استعداد تشخيص کړى دئ او تاسو ته يې جايزې په نظر کي نيولي دي . که څه هم دغه جايزې په ښکاره په ډيرو لږو پيسو په بازار کي پيدا کيږي او په بازار کي هيڅ ارزښت نه لري خو په حقيقت کي دا يو ستر وياړ دئ او ډېر ارزښت لري چي تاسو ته جايزې ستاسو داستاذانو په مخ کي درکول کيږي او استاذان ستاسو څخه خپله خوښي ښکاره کوي.

 زه خپله ډېر افسوس کوم چي په ماشومتوب کي يو لړ جايزې راکول سوي دي او زما د لاس څخه وتلي او ضايع سوي دي نو له همدې امله تاسو ته توصيه کوم چي دغه جايزې په ډېره ښه طريقه سره د خپل ځان سره وساتئ او د ضايع کېدو څخه يې وژغورئ.

 ګرانو ماشومانو ! ستاسو د لياقت او استعداد څرګندوالى خورا ښه خبره ده ځکه دغه څرګندتيا ستاسو د روښانه راتلونکي حکايت کوي. ډېر مي زړه غواړي چي تاسو ته په ډېره ساده لهجه يعني ستاسو په ژبه خبري وکړم ځکه هغه خبري ډيري غوره دي چي ساده وي ، هرڅوک استفاده ځني کولاى سي او د تکلف او تصنع څخه خالي وي. تاسو دستايني او تقدير وړ ياست ، ستاسو استاذان توانېدلي دي چي خپلو اهدافو ته ورسيږي او ستاسو په زده کړه کي موفق سي.

 غواړم چي ستاسو پام څو نصيحتونو ته راوګرځوم:

 لومړى دا چي هر انسان په ماشومتوب کي د يو شي فکر کوي الله جل جلاله  په ژوند کي حتما ده ته دغه شي مهيا کوي له همدې امله هره ارزو چي کوئ ښه فکر پکښي کوئ ، که فکر ونه کړئ نو خداى مه کړه يوه ورځ به پښېمانه سئ. دا خبره د تجربې څخه درته کوم چي د ماشومتوب هيلي په ژوند کي يوه ورځ په واقعيت باندي بدليږي. له همدې ځاى څخه اراده وکړئ چي د اسلام نوم وځلوئ ، الهي پيغام هر ځاى ته ورسوئ، د اسلام لپاره رشتيني او مخلصان دعوت کونکي جوړ سئ .

 د نورو ماشومانو په څېر فکر مه کوئ چي يوه ورځ به افسر جوړ سم ،يا به لوى تاجر جوړ سم او داسي نور. دا کارونه هم ښه دي مګر تاسو تردې لوړ فکر وکړئ تر دغه کارونو لوړي هيلي ولرئ د ماشوم توب حالت د سپېڅلتيا او معصوميت حالت وي ماشوم چي هره هيله ولري الله جل جلاله  هغه هيله ور پوره کوي نو په دې لحاظ تاسو لوړي او سپېڅلي هيلي ولرئ چي الله جل جلاله  يې در پوره کړي. د الله جل جلاله  څخه د هغه کار هيلي ولرئ چي هغه کار الله جل جلاله  د خپلو انبياؤ علیهم الصلاة والسلام  څخه اخيستى دئ چي د دعوت څخه عبارت دئ. د الله جل جلاله  څخه وغواړئ چي علماء ، پوهان او خپل دوستان مو جوړ کړي چي د الله جل جلاله  د بندګانو لپاره خدمت وکړئ.

 ښه متوجه سئ ! الله جل جلاله  په انسانانو کي زيات استعدادونه د امانت په ډول ايښي دي، انسان چي هر شي وغواړي هغه شي کيږي ترملائکي هم ژر مطلوب ته رسيږي ځکه الله جل جلاله  انسانانو ته داسي استعدادونه ورکړي دي چي ملايکي يې نه لري.

 د پورتنيو خبرو په نظر کي نيولو سره تاسو ولي ټيټي ارادې او کمزوري هيلي لرئ؟ مناسبه داده چي د دين د خدمت لپاره ستره هيله ولرئ او اراده يې وکړئ!  الله جل جلاله  دي تاسو ټولو ته توفيق درکړي او ستاسو څخه دي هغه کار واخلي چي دا دنيا په هغه سره نيازمنه ده ، زما ارزو ستاسو په اړه همدغه ده.

 آمين

 ماخذ: خپل ځانونه وپېژنئ !

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته