تازه سرليکونه
د سود پېژندنه، حکم او سودي مالونه
 
  March 30, 2013
  0

 د سود حکم

ربَا يعني سود په قطعي ډول حرام دى ، ځکه د الله جل جلاله ارشاد دى : ... وَأَحَلَّ اللَّهُ الْبَيْعَ وَحَرَّمَ الرِّبَا...(٢٧٥ البقرة ) 
ژباړه : الله بيع جايز کړې ده او سود يې حرام کړى دى .

د ربَا پېژندنه
ربا په لغت کي زياتوب ته وايي ، يو شى چي زيات سي هغه ته وايي : رَبَا يعني زيات سو .
په شريعت کي ربا هغي سودا ته وايي (۱) چي په شرعي معيار يعني وزن يا كَيْل پدې شرط انجاميږي چي يوه تړون کونکي ته به بېله عوض څخه زايد شى پکښي ورکول کيږي .
 
سودي مالونه
سودي مالونه هغو مالونو ته وايي چي د خپل جنس په مقابل کي به سر په سر او لاس په لاس خرڅيږي ، يو د بل څخه يې زياتوب هم سود دى او يو يې نقد بل يې پور هم سود دى .

نبي کريم صلی الله علیه وسلم شپږ سودي مالونه بيان کړي دي او حکم يې کړى دى چي دا مالونه د خپل جنس په مقابل کي سر په سر او لاس په لاس خرڅوئ .

رَسُولُ اللَّهِ صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي : سره زر په سرو زرو ، سپين زر په سپينو زرو غنم په غنمو ، وربشي په وربشو ، خرما په خرما ، مالګه په مالګه سر په سر برابر ، لاس په لاس خرڅيږي ، خو څه مهال چي دا شيان بېل بېل ډولونه سي بيا څه ډول چي مو زړه وغواړي هغسي يې خرڅوئ خو چي لاس په لاس وي (۲). ( مسلم )

تشريح : په پورتني حديث کي رسول الله صلی الله علیه وسلم شپږ سودي مالونه ذکر کړي دي ، دغه شپږ شيان که هر شى د خپل جنس په مقابل کي پلورل کېدى د جواز د پاره يې دوه شرطونه دي ، يو دا چي په مقدار کي به دواړه برابر وي ، بل دا چي سودا به لاس په لاس وي .

د بېلګي په ډول : څوک د سرو زرو اميل دوکاندار ته ورکوي او په عوض کي يې د سرو زرو بل اميل ځني رانيسي ، دغه دوه اميلونه که څه هم يو د بل سره په جوړښت کي فرق ولري يعني يو ښه جوړ سوى وي نوى ډيزاين وي ، بل بيا زوړ ډيزاين وي ، د دغي سودا د روايښت د پاره نبي کريم صلی الله علیه وسلم دوه شرطونه بيان کړي دي ، په دغو دوو شرطونو کي که يو شرط لا هم پر ځاى نه سي بيا دا د سود په سودا کي شمېرل کيږي او حرامه ده . 

دا دوه شرطونه دادي : يو خو به مِثْلاً بِمِثْل وي يعني دواړه به په مقدار کي برابر او سر په سر وي .

که يو اميل سل ګرامه وو هغه بل اميل به هم سل ګرامه وي ، که هغه بل تر سل ګرامه کم وو بيا به يې په نورو سرو زرو  وزن برابروي يا به د اضافي وزن په عوض کي پيسې ورکوي .

که داسي و نکړي تفاضل په کښي راځي ، يو تر بل زياتيږي ، د سودي مالونو تفاضل حرام او سود دى .

د سودي مالونو په سودا کي دوهم شرط يَدًا بِيَدٍ  به وي يعني لاس په لاس د نقدو سودا به وي ، دواړه به په هماغه د سودا په مجلس کي يو و بل ته اميل تسليموي .

که يو اميل اوس ور تسليم کړي او هغه بل يې وروسته ورته راوړي دا هم په سودي سودا کي شمېرل کيږي .

همدا ډول سپين زر په سپينو زرو ، غنم په غنمو وربشي په اوربشو ، خرما په خرما ، مالګه په مالګي خرڅول به هم سر په سر او هم به لاس په لاس وي . 

که تفاضل پکښي راسي ، يو يې زيات بل يې کم وي ، يا نَساء يعني پور پکښي راسي يو يې نقد او بل يې پور وي نو زياتوب او پور يې سود بلل کيږي او سود په قطعي ډول حرام دى .

ماخذ: فقه المبتدي، دریم ټوک- معاملات
مؤلف: مولوي محمد عمر خطابي

ـــــــــــــــــــــــــــ

(۱): تعريف الربا عند الاحناف : فَضْلٌ خَالٍ عَنْ عِوَضٍ بِمِعْيَارٍ شَرْعِيٍّ مَشْرُوطٍ لأِحَدِ الْمُتَعَاقِدَيْن فِي الْمُعَاوَضَةِ. ( الموسوعة الفقهية )

(۲): قال رسول الله صلي الله عليه و سلم : الذَّهَبُ بِالذَّهَبِ وَالْفِضَّةُ بِالْفِضَّةِ وَالْبُرُّ بِالْبُرِّ وَالشَّعِيرُ بِالشَّعِيرِ وَالتَّمْرُ بِالتَّمْرِ وَالْمِلْحُ بِالْمِلْحِ مِثْلًا بِمِثْلٍ سَوَاءً بِسَوَاءٍ يَدًا بِيَدٍ فَإِذَا اخْتَلَفَتْ هَذِهِ الْأَصْنَافُ فَبِيعُوا كَيْفَ شىتُمْ إِذَا كَانَ يَدًا بِيَدٍ ( رواه مسلم عن عُبَادَةَ بْنِ الصَّامِتِ )
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته