تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
بیا دا موقع په لاس نه راځي
 
  January 28, 2017
  0
لیکوال: قاری توریالی تآئـب / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

همدا اوس ـ اوس تر کلکې څارنې لاندې یم

قسما قسم مخفي کامرې زما کړه وړه فلمبرداري کوي 

زما خپلې سترګې، غوږونه، پښې، لاسونه او حتی د بدن پوستکی مې دا ټول په ما پسې دي

ما څاري، زه یې پوره تر کنټرول لاندې یم

د حساب او کتاب په ورځ به زما ژبه او خوله بنده شي، مهر به پرې ولګیږي، سپوڼ به مې له خولې نه ووځي 

او پر ځای به یې زما سترګې، غوږونه او پوستکې په ما ګواهي ورکوي. 

سترګې به مې راته وایي: 

ولې؟ 

هغه نا محرمو ته دې نه کتل؟

ولې؟

خرابو او مزخرفو فلمونو ته دې نه کتل؟

هغه او دغه دې نه کول؟

آه زه به څه ځواب ورکړم؟

 زه به کومه بهانه ورته لټوم؟ 

زه به کومه واسطه ورته برابره کړم؟

زه به بیا چا ته رشوت ورکړم؟

داسې غوږونه به مې ځان ته ګواهي راباندې وایي.

او راته وبه وایي، چې ولې د خلکو غیبتونو ته دې غوږ نه نیوه؟

ولې؟

سندرې، ساز او سرودنه دې په ما نه آوریدل؟ ....

او زه به لکه ګونګ پټه خوله او ټیټې سترګې ورته ولاړ یم، همداسې پوستکې به مې هم راباندې شاهدي ووایي.

همداسې به مې پښې او لاسونه هم راباندې ګواهي ورکړي چې زه چیرې تللی یم، څه مې کړیدي، دا هر څه به راته یوه ـ یوه مخې ته راته کیږدي.

او زه به صرف همدومره ورته وایم، چې ولې دې راباندې ګواهي ورکوله؟ ما خو دا ټول کارونه ستاسو لپاره کول، تر څو تاسو په خواهشاتو او مزو کې پټ یاست!
خو سترګې، غوږونه او پوستکې به مې راته ووایي: (أَنْطَـقَـنَااللهُ الَّذِی أَنْـطَقَ کُلَّ شَئ) 

هغه ذات په خبرو راوستلو، چې هر څه په خبرو راوستی شي.

بس نو قاري جانه! نن دې وار ده! 

نن فرصت لرې!

نن ژوندی یې!

نن دې پښې تګ کولای شي، جومات ته پرې لاړ شه!

نن دې سترګې لیدل کولای شي، د قرآنکریم تلاوت پرې وکړه، له نا محرمو نه یې په کلکه ساتنه وکړه!

بس خلاصه دا چې نن هر څه کولای شې؛ خو صبا به بیا هیڅ هم نشې کولای

همدا نن دې هر څه په اسلامي ارزښتونو سمبال کړه، کنه نو ....

بیا دا موقع په لاس نه درځي.
 
--------------------------------
دا کتاب دوهم ځل نه چاپیږي!
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته