تازه سرليکونه
د (اسلام او ساينس) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نړۍ بیله مسلمانانو! ساینسي اختراعات
  تعلیم الاسلام
  July 15, 2021
  0
ژباړه: عبدالقدیر پوپل / تعلیم الاسلام ویب پاڼه 
 
که څه هم نن سبا غربیان هڅه کوي چی نړی ته د اسلام دین او مسلمانان ورسته پاتی قوم وښیې او په افسوس سره زمونږ نوی نسل هم کله کله د دې ډول دسیسو ښکار سوی دی. خپل دین او مسلمانان د نړی د ورسته پاتې قومونو څخه بولي .دوی په دې نه دي خبر چي مسلمان ساینس پوهانو هغه وخت نوي اخترعات کول چي کفري نړۍ په Dark Ages کي اوسېدل!
 
اکثر ننی پرمختللی وسایل د همدي مسلمانانو  لخوا جوړ او منځ ته رواړل سوی دي. که د مسلمانانو اختراعګانو ته یوه لنډه کتنه وکړو نو به ووینو چي د علومو څخه بیا د ټولنیز ژوندانه تر اسانتیاو پوري پکښې سته. 
 
مسلمانان وو چی د پاکۍ اسباب لکه صابون ، شامپو ، د غاښو برس، عطر، د زینت شیان یې اختراع کړل.
 
د ټولیزو او عامه ځایونو لکه روغتون، پوهنتون او حمام تاسیس کونکي هم  مسلمانان دي.
 
که د علومو په اړه خبري وکړو نو وبه وینو چي ډیر داسي علوم چي نړی نن هم ترې ګټه اخلې د مسلمانانو لخوا د لومړي ځل  لپاره منځ ته راغلې . د هغو علومو د ډلي نه فزیک ، حساب سیسټم ، الجبر او مثلثات ، اناتومي ، د رڼا او لیدو پوهنه او کیمیا یی بیلګه ده.
 
 جابر بن حیان مسلمان وو چي د اوسني کیمیا د علم پلار او موسس بلل کیږي. هغه الکیمي په کیمیا بدله کړه، تقطیر ، تصفیه ، اکسایډ ، تخبیر، تیزابونه او فلټرونه يې اختراع کړل.
 
د مسلمانانو برخه په ننې طبابت کی هم د پام وړ ده، د جراحۍ اسباب ، د بې هوښۍ دارو لکه (ایتر)، د کوفکس درمل، ستن چي منځ یې خالی دی او  د سترګې د ګل د لیري کولو لپاره اوس هم  کارول کیږې او داسي نور... 
 
د نور داخلیدل سترګو ته اخترع هم مسلمانانو کړی وو،  نه لکه  یونانیان چی فکر یې کاو چي زموږ سترګي نور ورکونکې دي. 
 
د معمارۍ او د ودانۍ د فن ابتکار، تیره څوکه طاق یا طاق لرونکې مانۍ ، د معمارى بوسبك چې په ۱۶-۱۲ پېړۍ پوري په غربي اروپا كې رواج  سوی وه ځکه چې دا تخنیک وداني ډیره ټینګه راولي . ګنیزه ودانۍ ، ګیردي یا څرخیدلي برجونه او داسي نور  هم د مسلمانانو د ابتکاراتو څخه دي.  حتی د هینري (د انګلستان د وخت پاچا) د کلا معمار هم مسلمان وو. 
 
د ماشینونو په برخه کی هم مسلمانانو لویې او وړي اختراوې کړي دي ، مسلمانانو وه چی په ۸۵۲ کال کي یې د الوتلو لمړۍ هڅه وکړه که څه هم ( رایټ بردرز) یې کریدیت واخیستل  او الجزایره چي د روبوټو د پلار په حیث یادیږي هم مسلمان دی‎.
 
 پسټون (ماشينو كي هغه خوځنده پرزه چه قوت اخلي او بلي پرزې ته يي وركوي)، د کښتۍ لنګر، بادي ژرنده او داسی نور..
 
چینه قلم یا هغه قلم چي رنګ په خپل ځان کی ساتي ، غالۍ ، بړستن ،  کرستل یا بلور ښیښه ، د کاغذ او ټوکره جوړول حتی نننۍ رواج  قهوه یا کافي او ځینی غیر الکولي مشروباتو او داسي نور اختراعات دي چي مسلمانانو کړي دي چي د ټولو یادونه به د لیست د اوږدوالي له سببه ځیني تیر سو ځکه چي د مسلمانانو اختراعات تر ۱۰۰۰ تجاوز کوي، څه مده مخکي د مسلمانانو د اختراعاتو په اړه یو نړیوال کنفرانس د 1001 Inventions په نامه پیل سو چي میلونونه مسلمانان او غیرمسلمانان یې جذب کړل او په دې اړه یې نړیوالي جایزې هم ترلاسه کړې.
 
د مسلمانانو ستره مرسته  لکه الجبر او مثلثات په ریاضیاتو کي ، د ځمکي  د ګردوالي اختراع  500 کاله د مخه تر ( ګیلي )، دا ټول غربیانو د ترکیه څخه وړي دي چي ۳۰۰ کاله ورسته اروپا، او بیا نورو یوړل. نو ویلای سو  که نړی بېله مسلمانانو تصور کړو نو پر مختللې نړۍ به پرمختللۍ نه وي.
 
په دې حقیقت د غربي نړۍ پوهان هم اعتراف کوي، په دې اړه د HP کمپنۍ د رئیسي فیورینا اعتراف په انګلیسي او پښتو لوستلای سی:
 
نړیواله رهبري
HP Chief's on Islamic Civilization
په عصري علومو کي د مسلمانانو ونډي
په اروپا کي د مسلمانانو د بریاوو تاریخ
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته