تازه سرليکونه
د (مقارنة الاديان) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ولي بایبل په اسلامي هیوادو کي منع دی؟
  تعلیم الاسلام
  January 13, 2017
  0

 لیکنه او څېړنه: استاذ عبد الغفار جُبیر / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 
ولی وبايبل ته اجازه نسته چي په اسلامي نړۍ کي تبليغ سي؟
 
د لبنان یو عیسایي راهب را څخه پوښتنه وکړه چي د افغانستان او سعودي په شان اسلامي هیوادونو کي ولي و عیسایانو ته اجازه نسته چي بایبل تبلیغ کړي؟ سعودي عربستان ډېر سخت بندیز ورباندي لګولی دی او د طالبانو پر مهال هم پوره بندیز ورباندي لګېدلی ؤ او حال دا چي تاسي مسلمانان په هر عیسایي هیواد کي حق لرئ چي خپل مقدس کتاب قرآن کریم تبلیغ کړی؟
 
ځواب:
 
قرآن کریم خو د ژوند یوه بشپړه ضابطه او مکلمه تګلاره ده، د انسان و هري غوښتنې ته  ئې ځواب ویلی دی، قرآن کریم د انساني ژوند د مثبت ژوندون ضامن دی، انسان د بدبختۍ او بربادۍ څخه و سوکالۍ او خوشحالۍ ته رهبري کوي، د لېونتوب څخه يې و سړیتوب ته رهنمایي کوي، د جهالت د تورتم څخه یې د خوښۍ و ساحل ته رهبري کوي ؛ و بل لور ته و بایبل ته په دې اجازه نسته چي:
 
۱- بايبل د فحش څخه ډک دی
 
که موږ و بایبل ته راسو نو بایبل د خرافاتو، پوچو خبرو او فحاشاتو یو خورجین دی، اسلامي ټولنه خو لاپرېږده هیڅ د سالم عقل څښتن نه غواړي چي داسي فحاشات پخپله ټولنه او کورنۍ کي خپاره کړي، اسلامي ټولنه یوه صفا او شفافه ټولنه ده ، او اسلام و هیچاته اجازه نه ورکوي چي په دې پاکه ټولنه کي ګند او فحش خپور کړي نو ځکه په اسلامي نړۍ کي د بایبل تبلیغ بند او منع دی. په اسلام کي بې حیايي ، فحشاء او بربنډ توب ټول منع دي اوپه اسلام کي داسي څوک چي دا کار کوي ورته سزا ورکول کيږي قرآن کریم ددې په هکله وایي:
 
(إِنَّ الَّذِينَ يُحِبُّونَ أَن تَشِيعَ الْفَاحِشَةُ فِي الَّذِينَ آمَنُوا لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَ‌ةِ ۚ وَاللَّـهُ يَعْلَمُ وَأَنتُمْ لَا تَعْلَمُونَ.) (سورت النور:۱۹)
 
ژباړه: بیشکه هغه کسان چي خوښوی دغه (خبره) چي خپره شي فاحشه بدنامې په حق د هغو کسانو کښې چي ایمان ئې راوړی دی شته دغو (کسانو) ته عذاب دردناکه په دنیا کښې او آخرت کښې او الله ښه عالم دی او تاسی نه پوهیږی. 
 
بل ځای په قرآنکریم کي راځي:
 
قُلْ إِنَّمَا حَرَّ‌مَ رَ‌بِّيَ الْفَوَاحِشَ مَا ظَهَرَ‌ مِنْهَا وَمَا بَطَنَ. (سورت اعراف: ۳۳)
 
ژباړه: ووایه (ای محمده ! دوی ته) بیشکه همدا خبره ده چي زما رب حرام کړیدي فواحش (کبیره ګناهونه چي موجب د لوی عذاب ګرځي) هغه چي ظاهر وي له هغو څخه او هغه چي باطن وي.
 
داچي په بایبل کي د مشهور عیسايي راهب جیمي سویګاټ په آند لس ځایه د محرماتو سره زنا پکښې ده نو ځکه د بایبل تبلیغ په اسلامي نړۍ کي منع دی.
 
۲- یوازي اسلام حق دین دی
 
د الله جل جلاله په نزد يواځي او يواځي اسلام يواځنی دين دی او بس، لکه الله جل جلاله چي فرمايي:
 
إِنَّ الدِّينَ عِندَ اللَّـهِ الْإِسْلَامُ (سورت آل عمران: ۱۹)
ژباړه: بیشکه دین (چي په ټولو دینونو کي غوره دی) په نزد د الله دین اسلام (محمدي شریعت) دی.
 
داچي د الله جل جلاله په نزد سره یواځي او یواځي د اسلام مبارک دین غوره دی نو ځکه و عیسائیت، یهودیت، هندو مذهب، بودایی مذهب، شنتو مذهب، کنفیوشیس مذهب او داسي نورو مذهبونو ته اجازه نسته چي په اسلامي نړۍ کي خپاره سي.
 
۳- دا چي اسلام او سياست سره نښتی دی نو ځکه په هر اسلامي حکومت او ټولنه کي د بایبل تبلیغ منع دی، دا ځکه چي د اسلام قانون و منسوخو دینونو ته اجازه نه ورکوي چي تبلیغ سي په اسلامي ټولنه کي، اسلام د عیسائیت په شان د سیاست څخه بیل نه دی، په اروپا، امریکا او نوره نړۍ کي عیسائیت یواځي او یواځي تر مذهبي مراسمو او تشریفاتو پوري منحصر دی او بس.
 
۴- په حدیث شریف کي راځي:
 
الْإِسْلَامُ يَعْلُو وَلَا يُعْلَى عَلَيْهِ. (شرح معاني الاثار وغیره)
ژباړه: اسلام به لوړ وي او پرده هیڅ دین نسي لوړیدلای.
 
دا چي اسلام تر ټولو دینونو لوړ دی په حقیقت، ماهیت، افکارو ،جوړښت، اصولو، د انسانیت په تعمیر کي، د ټولنې په جوړښت کي، د بشریت د سوکالۍ او خوښۍ لپاره نو ځکه و بل دین ته اجازه نسته چي ددې لوړ دین (اسلام) لپاره خنډ سي، نو ځکه و بایبل ته اجازه نسته چي په اسلامي نړۍ کي تبلیغ سي.
 
۵- دا چي بایبل د ساینس په رڼا کي ټول غلط دی، او په بایبل کي داسي څه نسته چي یا دي اُخروي ګټه پکښې وي او یا دي دُنیوي ګټه پکښې وي دا په لغو کي راځي نو په اسلام کي هر لغوه حرام ده، نو ځکه په اسلامي نړۍ کي و بایبل ته اجازه نسته چي په اسلامي ټولنه کي تبلیغ سي.
 
دداسي سوالونو پوره ځوابونه تاسي زماپه چاپ سوي کتاب (سوال ځواب)  کي لوستلای سی.
 
۶: په بايبل کي بې معنا، غير معقولي، د عقله ليري او پوچي خبری بې شماره دي.
 
د بیلګې په ډول سره:
 
 دده د خدای د سږمو څخه دود راووتی او د خولې څخه اور چي د ډبرو  سکاره ور باندي بلیدل. (۲ سموئیل ۲۲: ۹)
 
اوس که ودې ته ځیر سو نو د خدای پاک په اړه څه وايي؟ نعوذ باالله من ذلک، څومري پوچه، مالایعني او بې هوده خبره ده.
 
 خرې خبرې وکړې.(اعداد۲۲: ۲۷- ۲۹)
مرغان پر څلورو ځي.(لاویان ۱۱: ۲۰)
پړانګ ۷ سرونه او لس ښکرونه لري (مکاشفه ۱۳: ۱- ۳)
  ګندګي (فاضله مواد) خورئ او بولې څښی؟ (دوهم پاچایان ۱۸: ۲۷)
زه ستا پر مخ ګندګي (فاضله مواد) پاشم.(ملاکي ۲: ۳)
زه به انګولم کالي به کاږم او لوڅ به یم.(میکا۱:۸)
مار الوځي.(اشعیا/یسعیاه۳۰: ۶، ۱۴: ۲۹، ۳۴: ۱۵)
 
داؤد پورته شو دی او دده خلک و لاړل او د فلسطینیانو دوه سوه (۲۰۰) سړي ئې وواهل او داؤد ئې پوستکي راوړل او وپاچا ته ئې و شمېرل تر څو د پاچا زوم شي او شاول خپله لور میکل په نکاح ورکړه.. (۱سموئېل ۱۸: ۲۷)
 
له (۲۰۰) کسانو څخه پوست کښل او بیا د یوه حیوان د پوستکي په شان هغه راوړل او بیا شمارل چي دا د یوې ښځې مهر سو.
 
دا خو ئې یو څو بیلګې وې او همداسي په زرهاوو پوچي، بیهوده او بې ثمره ویناوي ډیري پکښې سته.
 
یوه ورځ مي دا پوچي او له عقله لیري فقرې د بایبل د یوه عیسایي راهب سره شریکې کړې، هغه هم حیران سو دا ځکه چي و هغه ته هم ټولی معلومي نه وې، د دوی د بایبل هغه فقرې ښه یاد وي چي د دوی په ګټه وي، بیا منکر سو او کله چي ما د هر ایات او باب شماره ورکړه بیا یي راته وویل دا مه خپروه دا ګوره چا لیکلي او ګوره په څه وخت کي د خدای د کلام سره یو ځای سوې وي، او دائې هم راته وویل چي دا چټیات د خدای کلام نه دا د یوه سپک کس یا کسانو څرګندونې دي. ما ورته وویل چي ته خطا وتلی ئې دا به د خدی کلام وي، ته ولي په شرمیږې؟ ده راته وویل چي دا زه په پوره یقین سره درته ویلای سم چي دا د خدای کلام نه دی دا د حواریینو کلام نه دی او نه هم دا د یوه عیسایی عالم وینا ده.
 
نو په بایبل کي داسي خرافات سته چي خپله عیسایان ورباندی شرمیږي.
 
لکه څرنګه چي دا کتاب یواځي پر بایبل رڼا اچوي نو ځکه دلته د بایبل نوم ذکر کوو، الله جل جلاله د اهل کتابو په هکله یوه بله ښکلې خبره کوي او فرمایی:
يُحَرِّ‌فُونَ الْكَلِمَ مِن بَعْدِ مَوَاضِعِهِ (سورت المآئدة:۴۱)
ژباړه: دوی اړوي کلمې وروسته له هغو ځایونو خپلو څخه.
 
دا د یهودو او عیسایانو د پیړیو راهیسي دا ناروغې ده چي یو ځل بایبل یو شانته کي او کله ئې بیا بل شانته، کله ئې یوه کلمه یو ځای کښېږدي او کله ئې بیا بل ځای کښېږدي یعنی پخپلو مقدسو کتابونو کي تحریف د دوی د زرګونو کلونو راهیسي ناوړه ناروغې ده، کله یوه فقره یو ځای وصل کړي او کله بل ځای دا د همدې تحریف وجه ده چي د بایبل (۲۴۰۰۰) زره نسخې لیکل سوي دي او دوې نسخې ئې یو شانته نه دي او هم هغه بایبلونه چي په مختلفو ژبو کي لیکل سوي دي هم یو ډول نه دي، نو الله جل جلاله و موږ ته فرمايي چي تاسي و دوی ته وګوری لومړی ئې پخپلو لاسونو باندي لیکلی دي، دوهم دا چي هغه د ټکرونو او غلطیانو څخه ډک دی او دریم دا چي دا به تر قیامته پوري درست نه سي دا ځکه چي تحریف به پکښې شروع وي، چي همدا تحریف هر انسان پخپلو سترګو لیدلای سي.
 
هر بايبل چي چاپیږي پر هغه باندي لیکل سوي وي اصلاح سوی (Revised) نو د بایبل دا اصلاح به تر قیامته پوري وي او دا بایبل به اصلاح نسي.
 
مخکنۍ لیکني:
د بایبل اړوند نور ګټور معلومات
 
په افغانستان کي د عیسایانو فعالیتونه
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته