تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د شهیدانو د قافلې پټ رازونه
 
  August 27, 2016
  0

رالېږونکی: عبدالله فایق

 

 بسم الله الرحمن الرحیم

د شهیدانو د قافلې پټ رازونه


د ښار صفا دباندي د علماء کرامو د شهادت د حادثې لامل څه وو؟

همدې علماء کرامو او ورسره ملګرو یې د څه مقصد لپاره د جلدک په لور سفر کاوه ؟

همدا جید علماء کرام د چا د دسیسو ښکار وګرځېدل ؟

د جمعې پر ورځ پر  ۲/ ذوالقعده /  ۱۴۳۷ (۱۵/۵/۱۳۹۵) د ښار صفا او جلدک تر منځ په ترافیکي حادثه کي:

اول : جید مدرس عالم مولوي سید محمد یوسف بن مولوي سید سدوزی صاحب.

دوهم : د تعلیم الاسلام دار الافتاء تکړه غړی مولوي سید عبد الغفار حسیني بن حاجي عبدالله اغا صاحب.

دریم : ورسره مل مولوي سید محمد هاشم بن عبدالحميد اغاپه شهادت ورسېدل او ورسره دوه نور ملګري ښاغلی مولوي سید عزیز الله صاحب او استاد شیخ عبد المالک صاحب زخمیان سول.

د شهیدانو د همدې ستري قافلې مشر مولوي سید محمد یوسف اغا صاحب یو تکړه مشهور مدرس عالم وو په کراچي او کویټه کي یې د هجرت په وخت کي په مشهورو مدارسو کي په کلونو- کلونو تدریس کړی دی، د تعلیم او دعوت په ډګر کي یې خدمت کول د ژوندانه مسیر ټاکلی وو.

د کورنۍ د یو شمېر کسانو د سیاسي مشکلاتو له کبله دی هم اړ سو څو د کویټي څخه د افغانستان لخوا قطر ته هجرت وکړي خو د دیني تعلیم او دعوت شوق دونه پر غالبه وو چي په قطر کي پاته کېدل ورته خوښ نه وو، نو ځکه کندهار ته د یو شمېر تعلیمي پروګرامونو د پلي کولو په غرض راتلی.

دا چي په وروستیو کلونو کي یو شمېر داسي کسان زموږ په ټولنه کي را څرګند سول، چي یو شمېر داسي فروعي مسایل یې د عقایدو په نامه په ټولنه کي رامنځ ته کړل چي د هغو لپاره يې په ضعیفو دلایلو استدلال کړی دی که په يادو دلايلو ډېر څه ثابت هم سي هغه به اباحت وي. پدې هم ټول مسلمانان پوهیږي، چي مباح شیان په عقایدو کي نه شمېرل کیږي او نه هم د دین برخه ګڼل کیږي؛ ځکه کول او نه کول یې برابر دي.

ښکاره خبره ده چي په اسلامي ټولنه کي د دغه ډول مسایلو د مطرح کولو تر شا د دین څخه ناخبرتیا یا شخصي ګټي وي یا هم په ټولنه کي د درز او شقاق را منځ ته کولو لپاره پردې لاسونه وي. د پردیو د لمسون يې همدا ښکاره دلیل دی، چي د خرافاتو د اشاعت څخه وروسته يې په تدریجي ډول د حقاني علماوو او منل سوو مدارسو څخه هم خلګ مقاطعې او پریکون ته رابلل. پداسي حال کي، چي مدارس د اسلام د مقدس دین سپېڅلي ځایونه او مضبوط سنګرونه دي. د تاریخ په اوږدو کي د اولس بچیان او علماء کرام په ګډه زده کړه او ور زده کړه پکښي کوي؛ خو د همدغو خرافاتو د نحوست په نتیجه کي د مدارسو او علماء کرامو تر منځ د مقاطعي د نوي فتنې سره کرښه دلته هلته را تاويږي.

څه مهال چي د همدغو خرافاتو په مقابل کي د حقاني علماء کرامو د صبر کاسه ډکه سوه او دې ته اړ سول چي د باطل سر د قاطع دلایلو په توره غوڅ کړي او د رواج سوي ناچله سکې حقیقت مسلمان اولس ته ور وپیژني، نو همدا کسان خبر او متوجه سول چي د بې اثره مقاطعې پر ځای د مصالحې هڅي به یې ناچلي سکې ته څو ورځي نور هم بازار پيدا کړي، نو د خپلو اجنټانو په ذریعه یې د شهیدانو د قافلې مشر مولوي سید محمد یوسف اغا ته وړاندیز وکړ، چي د دوی د خرافاتو په رد کي موثر علماء کرام غبرګون ښکاره نه کړي بلکي د پخوا په شان د صبر او تحمل څخه کار واخلي؛ خو دوی به هم د خرافاتو د اشاعت څخه لاس پر سر کیږي.

شهید مولوي اغا صاحب نازکو حالاتو ته په کتو سره د فریقینو تر منځ مصالحه د ټولني او مسلمانانو په ګټه وبلله او د خپل والد صاحب لخوا یې هم د ټولو علماء کرامو لپاره لاندي لیک د ځان سره راوړی وو:

 

په پورته لیک کي محترم مولوي سید سدوزی اغا صاحب علماء کرامو ته د وخت حساسي شېبې په ګوته کړي دي. په ټولنه کي اختلاف او جنجال جوړوونکي فروعي مسایل را منځ ته کول یې د کفارو په ګټه او د هغوی دسیسې بللي دي ، اتفاق او اتحاد یې د علماوو لپاره اړین بللی دی.

واقعا همداسي ده د دین او وطن خواخوږي علماء کرام هم ټول په همدغه نظر دي همدا وجه ده چي د عقیدې په نامه چي کوم بې اساسه فروعي مسائل شایع کوي، چي علماء کرامو د هغو  رد تر دې دمه نه دی کړی له دې کبله چي خپروونکي یې ګوندي د عقلمندۍ څخه کار واخلي او پدې پوه سي، چي میدان دوی ته خالي نه دی.

الحمد لله په ټولنه کي د ژبي او قلم جید علماء کرام سته د مقابلې توان او د علمي جنګ اوزار په لاس کي لري خو تر دې دمه یې د لسان او بنان تېرې توري د مصلحت او عامه خیر خواهي په تیکي کي خوندي ساتلي دي که د هغوی د خاموشي څخه خرافات خپروونکي نور هم جرئت اخلي، نو همدا توري به ان شاء الله تعالی ډېر ژر د باطل سرونه په رښتينو او روښانه شرعي دلایلو غوڅ کړي او د مزخرفاتو باطل حقیقت به خلکو ته ور وپیژني .

ګرانو وطن والو !

 همدا وو د ښار صفا دباندي د کابل پر لویه لاره د علماء کرامو د شهادت د حادثې لامل او د جلدک په لور د هغوی د سفر مقصد وو.

تبصره:

د همدغو جیدو علماء کرام په شهادت نه یوازي د هغوی د خپلوانو او د علماء کرامو پر زړونو زخم پیدا سو بلکي بې شمیرو ماشومانو او ښځو لا هم اوښکي پر توی کړې او په زهیر سول؛ ځکه چي دې حادثې د علماوو په صف کي یوه ستره خلا را منځ ته کړه.

خو د تعجب خبره داده، همدغو علماء کرامو چي د کومو کسانو د فتنې اور مړ کاوه او د هغوی په غوښتنه یې د مصالحې هڅي پیل کړي وي، چي په نتيجه کي د هغوی په سیمه کي په شهادت ورسېدل خو د هغوی د سیمي څخه یوه کس لا هم پر دې غمیزي خواخوږي ښکاره نه کړه، نه یې په هدیره کي ګډون وکړ او نه يې هم په فاتحه کي ګډون وکړ پداسي حال کي چي د کور څخه اویا کیلو متره لیري د میلمستیا دعوت ته اجابت په لبیک- لبیک ویل یې ښکاره عادت دی.

مسلمانو وروڼو!

اوس تاسو قضاوت وکړی او خپل نظر ښکاره کړئ، چي همدا جید علماء کرام د چا د دسیسو ښکار وګرځېدل؟

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته